صلاح الدین رباني

تاند- د افغانستان حکومت غواړي چې په درو هیوادونو کې خپل سفارتونه بند کړي او په څو نورو کې یې کونسلګرۍ ته راټیټ کړي.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د خپل وزارت د سل ورځني کاري پلان د وړاندې کولو په مهال نن وویل چې له لومړنۍ څېړنې دې نتیجې ته رسېدلی چې په هنګري، برازیل او جنوبي افریقا کې سفارتونو ته اړتیا نشته.

ده وویل چې د کارونو د اغېزمنتوب او د بهرني سیاست د تعقیب په خاطر ځیني سفارتونه باید وتړل شي او له دې پرېکړې سره ولسمشر هم موافقه کړې ده.

ده دا هم وویل چې په یونسکو کې به د افغانستان دفتر، چې په پاریس کې دی، په فرانسه کې د افغانستان له سفارت سره وتړي او د فرانسې لپاره افغان سفیر به په یونسکو کې د افغانستان استازی هم وي.

رباني وویل چې په بلغاریا کې د افغانستان سفارت به د کونسلګرۍ کچې ته راټیټ کړي او دا پرېکړې به د خپل کار په لومړیو سلو ورځو کې وکړي.

مخکې د افغانستان ولسمشر د هند د سفر په لړ کې ویلي و چې په ځینو هیوادونو کې افغانستان بې ضرورته سفارتونه لري او دی غواړي چې د غیرضروري سفارتونو پر ځای په هند او ځینو نورو هیوادونو کې د کونسلګریو شمېر زیات کړي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ځینو سلاکارانو، چې د کار موده یې بشپړه شوې ده او معاش یې پخوا بهرنیو ادارو ورکاوه، قرارداد نه تمدیدوي ځکه چې هغوی ته اړتیا نشته.

3 thoughts on “افغانستان په درو هیوادونو کې خپل سفارتونه بندوي”
  1. Da di pa zai di pa italy ki cosilghary ziati kre zaka chi pa italy ki Afghanan ziat di pa miashto miashto chata passport na warkawal kigi

  2. لکه څنګه چی ټولو ته معلومه ده ، تر اوسه زمونږ زیات شمیر هیواد وال اروپایی هیوادونو ته د مهاجرت هڅی کوی او یو زیات شمیر یی د بلغاریا او هنګری له لاری اتریش اوجرمنی ته ځانونه رسوی او یو تعداد نور یی د یونان له لاری ایتالیا او فرانسی ته ځی. بنا په بلغاریا او هنګری کی د اوس لپاره د قونسلګریو په سطحه باید د افغانستان نمایندګیانی وساتل شی. زما په نظر په پراګ کی د افغان مهاجرو تعداد ډیر کم دی هلته د سفارت په سطحه نمایندګی ساتل شاید دومره ضرور نه وی. همداشان په اروپا کی په نورو فعالو افغانی سیاسی نمایندګیو کی د دیپلوماتانو شمیر ممکن له ضرورته اضافه وی او یا ډیر کم ضرورت ورته وی لکه په هسپانیه کی د سفارت ساتل او یا په سوریه او عراق ، اردن ، سودان ، لیبیا کی افغانستان د اوس لپاره سیاسی او قونسلی نمایندګیو ته ضرورت نه لری، کیدای شی د هغوی د پاته کیدو او یا نه پاته کیدو په باب د افغانستان د باندینو چارو وزارت فکر وکړی.

ځواب ورکول Hazrat Sahaak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *