تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن هالنډ ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړو وروسته له دې چې پچه وګټله په خپله غوره وبلله چې بیټنګ وکړي.

دوی په دې شل اوریزه سیالۍ کې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې۱۵۰ منډې جوړې کړې.

خو هالنډي لوبغاړي په داسي حال کې چې ۸۶ منډې یې جوړې کړې وې، وسوځېدل.

په نننۍ مسابقه کې افتاب عالم څلور او حمزه هوتک ۳ هالنډي لوبغاړي وسوځول. دوه نور هالنډي لوبغاړي د کریم صادف او محمد نبي وسوځول.

د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې کیپتان محمد نبي وکړې. ده په ۲۵ توپونو ۴۰ منډې جوړې کړې. شفیق الله هم په ۲۶ توپونو ۳۹ او کریم صادق په ۳۳ توپونو ۳۹ منډې جوړې کړې.

نجیب ځدراڼ، چې په ۱۳ توپونو یې ۱۴ منډې کړې وې، تر پایه ونه سوځېد.

د ۲۰۱۴ کال د شل اوریزو نړیوالو اتلولیو لپاره د تیاري په لړ کې به د افغانستان ملي ټیم د جمعې په ورځ له زیمبابوې سره مخامخ شي.

One thought on “افغانستان په ۳۵ منډو هالنډ ته ماتې ورکړه”
  1. insha ALLAH afghanistan is now in a good position we hope and we pray for our national team to win all macthes this is a big chance becauae we face with allite weak teams so may ALLAH please give this victory for afghanistan

ځواب ورکول israrullah azami ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *