دا پوښتنه دمګړۍ تر بل هر وخت هر افغان ته مطرح ده، خو په ځانګړې ډول هغوی ته چې د معقول فکر خاوندان دي، د شعارونو، لنډپارۍ او تشدد روحیه نه لري، لا د انقلابونو ارمانجن نه دي او په اصلاحاتو باور لري؛ تر ډېره له همدې پوښتنې سره مخ دي او د هېواد د راتلونکې په اړه جدي اندېښنې ورسره دي. موږ په نږدې راتلونکې کې ولسمشریزې ټاکنې په مخ کې لرو او دا صلاحیت به راکړل شي چې د خپل هېواد زعیم وټاکو. له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل، د بهرنیو مرستو کمښت، د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنو د ډېرېدو وېره، د سولې د اړتیا شدت او د بېکارۍ ډېرېدل به هېودوال له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ کړي؛ د دې هر څه کنټرولول او د اوسني ثبات ساتل او پراختیا ورکول د ګڼو دلایلو له مخې یو مدبر، له زغمه ډک او ټولو اړخونو ته د درناوي وړ مشر ته اړتیا لري. که مو ولسمشر خدای مه کړه دا ځل داسې یو څوک شي چې په نه خبره یې غوسه له ولکې وځي، په عادي بحث کې تر سپورو رسېږي او په ډېر لږه جنجالي موضوع کې تر فزیکي چلنده ګام اخلي، نو افغانستان به یو ځل بیا د کمونیستي او اخواني تشدد درېیم پړاو ته ننوځي، اسختباراتي ادارې به مو وژنتونونه وي، د اردو موظفین به مو جلادان وي او پولیس به مو چرکي وژونکي وي او د دې ټولو هدف او نښه به ولس وي؛ وژل کېږي به ولس، رټل کېږي به ولس، مهاجرت ته به ولس اړ ایستل کېږي او د وحشت او دهشت فضا به پر ولس حاکمه وي. هره ورځ به له مضرو ګاونډیانو سر د ډېپلوماسۍ پر ځای له لېونتوب کار اخېستل کېږي، له نړیوالو سترو ملاتړو سره به چانه وهل، ګواښونو او شعارونو ته رسېږي او هغه بهرنۍ اسخباراتي کړۍ چې اوس یې د مضریت کچه راښکته ده، هغوی به هم مجبورې شي چې خپلې لاسوهنې تر جګړه ییز بریده ورسوي او بېلابېلې ترهګرې ډلې حمایه او را وزېږوي. او که خدای مه کړه داسې څوک ولسمشر ولرو چې په قومي، ژبني، سمتي او نورو عقدو ککړ وي او پر فاشیستي افکارو باور لري او واک یوازې خپلې سیاسي ډلې او قوم ته منحصر کړي، لرې نه ده چې په افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال د ورته قومي، ژبنیو او مذهبي ستونزو او شخړو شاهد اوسي او هېواد مو یو ځل بیا له یو داسې ناورین سره مخ شي چې ترې د وتو هره لار راباندې وتړل شي او په پایله کې هر څه وبایلو. نو له همدې امله موږ په راتلونکې دوره کې یو مدبر؛ له قومي، ژبنیو او مذهبي عقدو پاک او شفاف شخص ته اړتیا لرو، چې هم افغانستان راته وساتي او هم مو له نړۍ سره د سیالۍ په ډګر ودروي؛ د دې لپاره مهمه ده چې د هغه شخص کاري او سیاسي مخینه وګورو او وارزوو، او که دا لار مو خپله کړه نو هم به خپل هېواد وساتو، هم به ملت له بدمرغیو وژغورو او هم به خپلې ملي ګټې او ارزښتونه وپالو. په پایله کې پر دغو معیارونو برابر او د افغانستان د ساتنې او پرمختګ لپاره وړ او رښتینی شخص په شته نوماندانو کې تر ډېره ډاکټر زلمی رسول ښکاري، نوموړی یو مدبر، عالم، حلیم او د پوره زغم لرونکی کس دی؛ باور په دې دی چې د نوموړي په زعامت کې به افغانستان یو باثباته هېواد اوسي، نړیوال به خپله ملګرتیا نوره هم غښتلې او ټینګه کړي او هېواد به مو د یوې ښېرازه او رڼې راتلونکې پر لور چټک ګامونه واخلي.

————————————

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

24 thoughts on “افغانستان څه ډول ولسمشر ته اړ دﺉ؟ عبدالمالک سوله مل”
  1. سوله مل صاحب داسی وایه چه سومره یی درکرٍی دی زما په نظر خو داکترصاحب اشرف غنی ترتٍولو بهتردی

  2. Zalmai Rasul khan, sust, beykara,bey kefayata, pe khpela pashto (de Afghanistan de aksaryat zheba) zheba ne poheydunkai aw sharmeydunkai,71 kalan bey meyrmeney aw bey awlada zalmai ba tsenga de Afghanistan domra nangaweno ta salem zhawab wewaye? Khe khdai mekrha da zorh aw hamesha khomar ( alcoholic-sharabi) qahar do darghalio pe natija de Afghanistan pe dardeydeli ules ranazel sho, no dedey melk idara rhanga bola. Harcha chey hartse kawel hagha ba kawi aw Zalmai khan ba werta kherhey stergey gori aw de tse wayelo jorat ba ne lari. Bya no majbur yu chey khamosh aksaryat topak rawakhly aw de dasey beybandobara Zalmi pe meqabel key jahaad wekrhi.

  3. ښاغلی زلمی رسول واقعا یو آرام شخص دی مګر څو کمبودی او نارسایی ګانی هم شته:
    اول داچی هغه د طب ډاکتر دی او سیاست او حقوق د ده مسلک نه دی . ترڅوی دی د سیاست اوحقوقو له مبادی سره ځان آشنا کوی نور وخت به هم تیر وی.
    دوهم داچی هغه یو قاطع شخص نه دی . په سیاست کی یو قاطع ، مبتکر او زړور شخص په کار دی . که یوه جدی اوعاجله موضوع رامنځ ته شی باید کمیسیون ته خبره ونه رسیږی بلکه فوری اقدام وشی. کوم وخت چی ښاغلی زلمی رسول د ملی امنیت مشاور وو او له ترکیی نه افغانستان ته د ښکاری توپکو د واردولو موضوع تر بحث لاندی وه تر نن پوری هغه جناب دا موضوع له جمهور رییس سره مطرح نشوه کړای. پدی موضوع کی یواځی د تاجرانو ګټی خوندی وی نه د ټول ملت . د ښکاری توپکو په بندیدو به دهیواد مرغان او نور حیوانات او انسانان ژغورل شوی وواو زمونږ اسعار به بهر ته د یوی مضری وسلی د واردولو لپاره نه و مصرف شوی.
    دریم داچی د ښاغلی زلمی رسول معاونین هریو احمدضیا مسعود او حبیبه سرابی یو هم په پښتو خبری نشی کولای . دلته دهیواد اساسی قانون نقض کیږی او دهیواد له لوی اکثریت ولس سره جفا ده. دا پدی مفهوم ده چی ولس به د دوی ښاغلو په ژبه نه پوهیږی او دوی به زمونږ . بنا دهیواد نیمایی نفوس اوسیدونکو ژبی به ګونګی وی او دوی دریواړه به په یوه ژبه خبری کوی. دابه لویه بی احترامی او بی کفایتی او ولس ته شا کول وی چی ستاسو په قول د ښاغلی زلمی رسول د ټیم دا یو فاشیستی او ملی ضد خصوصیت دی. د هیواد ولسمشر باید د هیواد په دواړو ژبو په آسانی او سهولت سره خبری وکړای شی. له معاونینو نه دلته ګیله نه ده په کار ځکه چی د هغوی مورنی ژبی به دری وی مګر یو له دوی نه باید په پښتو هم خبری وکړای شی.
    څلورم د ښاغلی زلمی رسول معاون احمدضیا مسعود د لوی جنګ سالار مرحوم احمدشاه مسعود ورور دی او دهغه په تنظیم پوری اړه لری چی لاسونه یی د کابل ښار په ورانولو او اویا زره کابلیانو په وینو سره او د خپل وخت ماموریت چی په مسکو کی د افغانستان لوی سفیر وو د ولس او ملت قرضداره دی ځکه هغه هیڅ عواید دولت ته نه دی تحویل کړی او دخپل بل ورور احمد ولی مسعود په شان چی پنځلس کاله په لندن کی سفیر و ټول عواید یی په خپل شخصی حساب کی تحویل او مصرف کړی دی. زلمی رسول به د دوی د راتلونکو پلانونو مخه ونشی نیولی او هیواد به لا کړکیچ ته سوق کړی. دوبی کی د دوی له دالرو ډک بکسونه هم یوه جنجالی او مبهمه پيښه وه چی راز یی یوازی ښاغلی کرزی ته معلوم دی.
    ښاغلی زلمی رسول د خپل وزارت په دوره کی یو د باندنیو چارو وزارت اصلاح او تنظیم نشو کړای د ټول هیواد اداره کول ورته بالکل ناممکن ښکاری.
    د تلویزیونی مناظرو په وخت کی له ښاغلی زلمی رسول نه نور کاندیدان هریو اشرف غنی احمدزی، دوکتور عبدالله او عبدالقیوم کرزی هم ښه وځلیدل. ده ښاغلی به په آخر کی د هغوی خبر تکرارولی.

  4. غوره رئیس جمهور احمدزی صیب دی نورو ټولو د وخت ضایع کولو لپاره ځانونه کاندید کړي دي، ځکه ملت یوازې په احمدزي صیب راټولیږي که داسې نه وي نو تاسو د هغه کمپاین ته پام وکړئ چې د هیواد لوی لوی قومونه، علمي شخصیتونه د هغه د نوماندۍ څخه ملاتړ کوي.

    په درنښت

    نور

  5. ډیر ګران سوله مل صیب! البته قضاوت دې سم نه دی!
    که غواړئ، چې خپله ملي او اسلامي وجیبه ترسره کړئ، نو هیله مې له ټولو افغانانو څخه داده، چې د نړۍ ستر مفکر الحاج ډاکټر اشرف غني احمدزی ته خپله رایه ورکړئ، دا نور ټول هسې خپل وخت هم ضایع کوي او زمونږ وخت هم.
    سوله مل صیب، تاسې که د زلمي رسول یوه لاسته راوړنه راته ووایاست ده خپل یو وزارت اداره نه کړ نو د هیواد لپاره به څه وکړي. نو له ټولو څخه په ډیر درنښت هیله کیږي، چې د هیواد وتلی شخصیت او د نړۍ ستر مفکر لپاره خپله ملی او ایماني وجیبه ترسره کړي.
    له اشرف غني پرته رایه د هیواد بربادي ته رایه
    زمونږ ټولو رایه اشرف غنی احمدزی ته ژوندی دې وي

  6. سوله مل صاحب دداسی کاندیدنه ملاتړوکړه چه داوسنی حکومت نمګرتیاوی پوره کړی کرزی صاحب پدی خاطر دزلمی رسول ملاتړکوی چه دده ددوری نیمګرتیاوی نشی درک کولای اوتراخره چوپه خوله وی

  7. نه پوهیږم د اشرف غني ملاتړي ولي د زلمي رسول څخه په ویره کي دي ، پر فسبوک که د زلمي رسول عکس وویني هم ورته شروع سي پر تاند که د زلمي رسول عکس وویني هم ورته شروع یې … هلکوستونزه مو څه ده ؟؟؟؟ سوله مل کي د زلمي رسول په اړه څو خبري کړي وي ته هم نرسه د خپل کاندید په اړه لیکنه وکړه …. او هغه ملګري چي وایې څو یې درکړي دي هغو ته دا وایم چي هلکه تا ته دوستم څو درکړي ، اشرف غني څو درکړي دي چي کمپاین ورته کوې ؟؟؟؟؟؟ موږ خو دا کار د پیسو لپآره نه کوو په تاسو کي که رواج وي جلا خبره ده

  8. ټولو لوستونکو ته سلام وړاندی کوم وروسته له سلامه زه نور ویل نه غواړم کومی ضروری او اهمی خبری چی په زلمی رسول کی وی ګران ورور حسن ډیر ښه بیان کړیدی، په دی ټولو کاندیدانو کی یوازینی سړی چی له هر پلوه د تایید وړ دی هغه بس یوازی اشرف غنی احمدزی دی

  9. سوله مل صاحب، د کرزي خېلو ، د رشوتونو، د درغلیو، د ایران د یورو د بوجیو ، او د پښتنو د قتل عام دوران مخ په ختمېدو دی. هسې د دې شرم آوره دوران د دوام ناکامې هڅې کوې.

  10. سوله مل صاحب لیکلي دي:
    نو له همدې امله موږ په راتلونکې دوره کې یو مدبر؛ له قومي، ژبنیو او مذهبي عقدو پاک او شفاف شخص ته اړتیا لرو،

    او دا لوی حقیقت دی . زلمی رسول چې پښتو نه وایي علت یې دا دی چې له عقدو پاک دی. سوله مل صاحب تاسې هم سهوه کړې ده چې پښتو مو لیکلې ده بیا به عقده پال معرفي شئ . بل ځل داسې مه کوئ. زلمی رسول خو دومره بې عقدې سړی دی چې د خبریال هرې پښتو پوښتنې ته فارسي ځواب ورکوي.او دا ځکه کوي چې دی تعصب نه لري. پدرام صاحب باید خوابدی نه شي، زه او زما غوندې نور خلک خو انسانان نه یو، زموږ ژبه او مونږ خو هسې هم اهمیت نه لرو. سوله مل صاحب ډېرې عالمانه خبرې دې کړې دي.

  11. De shno washo (dalero) domra zor dai chey Solamal saib ye ham de tingey ne dai, pe azyaan waelo ye sar kerhai aw hamda sandera waye ” Khar ne dai qacher dai weporey de khre sar dai”,” Khar ne dai qacher dai weporey de khre sar dai”,” Khar ne dai qacher dai weporey de khre sar dai”.

  12. د ښاغلي رسول پلویانو! موږ خپل تصمیم نیولی دی، چې چاته رایه ورکړو، تاسې هسې ځان مه په عذابوﺉ، دا په دروغو صفتونه او د شوتلو پټکي یې نور هم د خلکو له پامه بدوي … په درنښت

    غني زموږ لارښوود، غني زموږ رهبر + د فکر خزانه، د پوهې سمندر

  13. سوله مل وروره داکترصیب زلمی رسول په خپله پا کی په اریانا نیوزکی اعتراف وکړیعنی (دردوران مقاومت ) له بهره یی د ټوپک مارانوملاتړ کاوه؟؟؟؟؟ په دې هيله چې هېواد يو ځلې بيا د افغانيت واسلاميت په سپیڅلې پياوړې روحيې سره راټول او سره يو موټی شي او د قومي، سمتي، ژبني او مذهبي وسياسي هر ډول تعصب او زهرجنو تبليغاتو ته د پاي ټکی کېښوول شي. په دې هيله چې د ولس و د حکومت ترمينځ سره نه پرېکونکې اړيکه بيا ټينگه شي او هیواد راتلونکې اداره د مصلحتونو پر ځای د اهليت، مسلکيتوب، پوهې، تجربې او کاري اهليت پر بنسټ ورغول شي.
    نو وروره دا ټول کارونه ګونکیان نه شی کولای دا یوستر،سپیڅلې، پياوړې او دنړی متفکرته اړتیا لری ځانونه مه غولوی را ځی چی په ګډه غنی احمدزی ته رایه ورکړو.

  14. سوله مل صاحب په روښتیا چی ډاکټر صاحب زلمی رسول یو ښه شخص دی خو د ولسمشرۍ لپاره په روان وخت کی نه دی مساعد ، دا ځکه چی لومړي خو افغانستان یو قاطع او با جرآته شخص ته اړتیا لری او دا شخص یوازی ډاکټر صاحب اشرف غنی کیدلای شی .د ډاکټر صاحب اشرف غنی دوهمه ښیګڼه پدی کی ده چی د نړیوالو سره ژبه جوړولی شی او ښه پلان ګزاری کولای شی
    دوهم دا چی ډاکټر صاحب زلمی رسول د کرزی دوهم مخ دی او که ولسمشر هم شی نو صلاحیت به د کرزی په لاس کی وی او د
    کرزی ۱۲ کالنه دوره خو تاسو ته معلومه ده چی هیڅ یی هم ندی کړی، پداسی حال کی چی ډیر څه یی کولای شول.
    نو موږ باید ټول د ډاکټر صاحب اشرف غنی تر شا ودریږو او خپلی رایی ورکړو

  15. ډیر واضع به سوله مل صاحب درته ووایم. زلمی رسول ته رایه په حقیقت کی حامد کرزی ته رایه ده. زلمی رسول د حامد کرزی لخوا انتخاباتو ته نومول شوی تر څو د موجوده ټیم پاتی کیدل په دولت کی یقینی شی. نو که غواړی چی افغانستان لس کاله نور هم په همدی اوسنی بڼه رهبری شی نو ورته رایه ورکړی او که غواړی چی له دی مفسدو چارواکو څخه نجات ومومو او د بدلون شاهند واوسو نو اشرف غنی احمدزی ته رایه ورکړی

  16. زلمي رسول خو والله که په دومره اوږده لېکنه ارزي، زه نه پوهېږم چې تاسو ته مو وجدان څنګه ددومره لېکنې اجازه ددې پڅ او مرموز انسان لپاره درکوي، ته ورشه د افغانستان په سفارتونو کې د عودلا او سپنتا د وخت ستمیان څه نه کوي؟ افسوس ستاسو په قضاوت ددې مرموزو او پڅو څېرو په اړه، له غني پرته بل چا ته رایه لویه اشتباه ده

  17. پدي كي هيڅ شك نشته چي ډاكټر أشرف غني أحمدزي ددي انتخاباتو ګټونكي دي إن شاء الله،
    دډاكټر أشرف غني أحمدزي مقابلي ته چي كوم كانديدان ولاړ دي، هغه دده په شاګردانو كي هم نه رازي، كه دا ټول كانديدان يو طرف ته شي أو أشرف غني بل طرف ته، بيا هم أشرف غني أحمدزي ګټونكي، دا نور هسي خوشي خپل وخت ضايع كوي.
    خو زه حيران ځينو خرڅ شوو ليكوالانو ته يم، چي د څو پيسو په بدل كي د نرښځي زلمي رسول لپاره خپل وجدان پلوري، لږ شرم اوكړۍ ، له دي انفرادي سوچ څخه راوزۍ ، او دټول هيواد منفعت، او ګټه په نظر كي ونيسۍ .

  18. سوله مل صاحب په روښتیا چی ډاکټر صاحب زلمی رسول یو ښه شخص دی خو د ولسمشرۍ لپاره په روان وخت کی نه دی مساعد ، دا ځکه چی لومړي خو افغانستان یو قاطع او با جرآته شخص ته اړتیا لری او دا شخص یوازی ډاکټر صاحب اشرف غنی کیدلای شی .د ډاکټر صاحب اشرف غنی دوهمه ښیګڼه پدی کی ده چی د نړیوالو سره ژبه جوړولی شی او ښه پلان ګزاری کولای شی
    دوهم دا چی ډاکټر صاحب زلمی رسول د کرزی دوهم مخ دی او که ولسمشر هم شی نو صلاحیت به د کرزی په لاس کی وی او د
    کرزی ۱۲ کالنه دوره خو تاسو ته معلومه ده چی هیڅ یی هم ندی کړی، پداسی حال کی چی ډیر څه یی کولای شول.
    نو موږ باید ټول د ډاکټر صاحب اشرف غنی تر شا ودریږو او خپلی رایی ورکړ

  19. سوله مل صاحب کاشکی ستاسو د نظر وړ کاندید رښتیا هم هغسی وای چی تاسو لیکلی دی. که تاسو ته زحمت نه وی د ښاغلی زلمی رسول هغه ګلان چی دوی په بهرنیو چارو وزارت کی کرلی دی او اوس یی ګلان غوړیدلی دی په ټول افغان کی پدی عنوان « په فرانسه کی دافغانستان سفارت کی څه تیریږی» پدی لاندی سایت کی وګوری نو بیا به خپله قضاوت وکړی:
    http://tolafghan.com/posts/28862
    ښاغلی اشرف غنی احمدزی ته د هیواد د نجات په خاطر رایه ورکووهغه کولای شی ملی وحدت تامین کړی . ملی اردو جوړه او تقویه کړی او خلکو ته د کار زمینه برابرولای شی. هغه کولای شی کورنی او باندنی دوستان پیدا کړی او یو باثباته ، مقتدر او ښکلی افغانستان بیرته جوړ کړی.

ځواب ورکول hashmatullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *