پخواني لوی څارنوال عبدالجبار ثابت په دې پوښتنې يو کتاب ليکلی. په دې کې يې د پوهانو او د پېښې عيني شاهدانو نظرونه راخيستي دي.

 دا اثر په ټوله کې د پوهانو او ليکوالو له مقالو څخه جوړ دی. په دې اثر کې چې تر ټولو غټ ټکي تر سترګو کېږي؛ هغه دا دي، چې هر چا د خپل بام واورې پر بل اچولې دي

کمونستان وايي، چې هيواد مجاهدينو وران کړ او مجاهدين وايي، چې کمونستانو وران کړ. الله په قرانکريم کې د يهودو او نصاراو اقوال راخلي، چې دواړه ډلې يو پر بل رد کوي. يهود وايي؛ نصارا هيڅ شي هم نه دي او نصارا وايي، يهود هيڅ شی نه دي. علما ليکي چې دوی دواړه رښتيا وايي. دواړه يې هيڅ شي نه دي. دلته هم دواړه ډلې رښتيا وايي. خو ستونزه دا ده، چې په دې هيواد کې لا تر دې دمه ډېر نومونه او اصطلاحات سم نه دي تعريف شوي. هغه چې موږ ورته کمونست ووايو څوک دی؟ په رښتيا دا کمونست دی او کنه؟ د کمونيستي نظريه خو د خپل پيدايښت له ځايه ( روسې) نه بهر راونه وته او همغلته خنثی او ناکامه شوه. هغه چې د هغه وخت په نظامونو کې کارکوونکي پاتې شوي دي؛ يو شمېر به يې عقيدوي خراب وو؛ خو له يوې مخې ورته کمونستان ويل بې انصافي ده.

 کمونستان هم د وطن د ابادۍ لپاره راپورته شوي وو. د دوی شعار د هيواد ابادول وو؛ خو چې چا څه وکړل او چا څه بيا هم ټول افغانان وو. هغه چې واقعي مجاهدين دي، کله هم هيواد نه ورانوي. ريښتينی مجاهد د يوې سپېڅلې عقيدې پر بنسټ د الهي کلمې د لوړوالي په پار مبارزه کوي. د کلمې په لوړوالي او اسلام کې د هيواد ورانول نه شته. د اسلام د حاکميت لپاره ځمکې او افرادو ته اړتيا ده او په کنډوالو او هديرو څوک اسلام نه حاکموي. کله کله د ابادۍ او سولې لپاره جنګونه هم شوي دي، چې په جنګ کې بيا څوک حلوی او ډوډۍ نه وېشي.

 تر ټولو لويه ستونزه دا ده، چې موږ تر دې دمه مجاهد نه پېژنو. د روس په مقابل کې د افغانانو جهاد يواځې د څو تنو جهاد نه و او نه بايد په څو مشخصو څېرو پورې وتړل شي. دا د ټول ولس جهاد و او ټيکه داري نه بايد څو غلو ته ورکړل شي. کله کله د هيواد وګړي له تېر جهاد نه نفرت کوي. زه دا د دوی حق بولم، ځکه موږ د مجاهد، غله او ظالم تر منځ توپير ونه کړ او جهاد مو په څو مشخصو څېرو پورې وتاړه. هغه چا چې د روس په مقابل کې جهاد وکړ، هغه مجاهد دی! هغه نه چې په خپل منځي جګړو کې يې د خپلو ورونو وينې وبهولې! يو وخت چا د يوه رهبر په اړه خبره کوله ( … شخصی است که کشتی جهاد را از طوفان به ساحل نجات کشيد!)

همغلته مې له ځان سره وويل، چې له جهاده د يو شمېر خلکو نفرت کول؛ د دوی حق دی. هر بې ننګ ته چې په سر د ننګ پکړۍ شي ـــــــــ ګومان نه کوم که دا وړۍ شړۍ شي هر ټوپک مار ته مجاهد ويل له جهاد او اسلام سره جفا ده. په هر ترتيب خبره رانه د افغاني دود او فطرت په اوږو بلې خوا ولاړه. وايي: پلار دې سپرو مړ کړ که پياده و؟ وايي: چې هر چا مړ کړ زموږ له ښې يې ووېست. هيواد چې هر چا وران کړ وران يې کړ. له لوستو وګړو راواخله تر نالوستو پورې، له دفتره تر وستله او پيتاوي پورې ټول سره اخته دي چې هيواد تا وران او تا وران کړ. موږ لا اوس هم اخته يو يو بل ملامتوو او د وراني سپيناوی غواړو. دغه خبرې او سپيناوی به موږ ته څه ګټه وکړي؟ پرته له دې چې زموږ تر منځ د نفاق او تربګنۍ سکروټو ته پکی ووهي؛ نور به څه وکړي؟

زموږ لپاره د غه پوښتنه له نفاق او بدبختۍ پرته بل څه نه لري. الله په قرانکريم کې فرمايي: ( هغه يو ملت وو تېر شو. د هغو د کړنو مسوليت پر هغوی دی او ستاسو د کړنو مسوليت پر تاسو دی او له تاسو څخه د هغوی د کړنو پوښتنه نه کېږي.) دا په دې معنی نه ده، چې موږ دې له تاريخ نه ځان نه خبروو! له خپل پرون نه دې ناخبره وو. که موږ له خپل پرون نه بې خبره پاتې شو؛ د نن په اړه قضاوت نه شو کولی! زموږ نن پر پرون تکيه کوي. د نن پرمختګ په پرون پورې اړه لري. له تاريخ نه ځان خبرول بايد د دې لپاره وي، چې له کړنو عبرت واخلو.

د دې لپاره نه چې د تاريخ ترخې تجربې تکرار کړو. خو زموږ ولس بيا په دې دې نيت تاريخ نه لولي. موږ يواځې تاريخ د دې لپاره لولو، چې د خپل بام واورې پر نورو واچوو او يو له بله کسات واخلو. موږ په خپل پرون کې دومره کلک نښتي يو چې د نن مسوليت يې رانه هير کړی دی. مودې شوې تېرې د فرهاد او شېرينۍ کيسې دي ــ ما او تا خاورې شو زموږه داستان مخکې نه ځي پرون افغانستان چا وران کړ؟ او نن يې څوک ورانوي؟ په دغه برخه کې زموږ مسوليت څومره دی او څومره مو ادا کړی دی؟

زما په اند اوس هم يو شمېر کړۍ کار کوي،چې موږ بيا هم شاته بوځي او په خپل ماضي کې مو دومره ونښلوي، چې خپل حال او راتلونکی رانه هير کړي. کمونست او مجاهد بايد په خپل ځای پرېږدو او اوس خپله د خپل هيواد د ابادۍ لپاره مټې راونغاړو. تر ټولو مهمه دا ده، چې موږ د راتلونکي قضاوت په تله کې سپک ونه خېژو.

يو چا راسره مخامخ مباحثه کوله په کمونستانو پسې يې له هر ډول سپکاوي څخه درېغ نه کاوه؛ خو چې ترې ومې پوښتل: کمونست څوک دی؟ بيا پرې نه پوهېده. ده، هغه کسان چې د هغه وخت په نظامونو کې يې دندې درلودې له يوې مخې کمونستان وبلل.

په داسې حال کې چې دی همدا اوس په دې نظام کې دنده لري؛ خو دا نه مني چې په راتلونکي کې به ده ته غربی ويل کېږي. موږ تل همدغو تش په نامه نومونو خراب کړي يو. تل په يو او بل پسې نښتي يو؛ خو خپل مسوليت رانه هير دی. که موږ له يو او بل نامه څخه په ګټنې پر يو او بل تورونه ونه لګوو او خپل مسوليت وپېژنو؛ نو دا کاڼي به لا لونه شي دا بوټي به لونګ شي

6 thoughts on “افغانستان چا وران کړ؟ ګل احمد محبت”
  1. افغانستان د سوسياليزم او کپيټاليزم د زور ازمويني په نتيجه کي وران سو!
    په دغه اور کي افغانان د سوځېدو لرګي وه ، چي تر اوسه يې لمبې پورته کيږي.
    د افغاني رهبرانو دغه لاندي تېروتنو دا غميزه اوږده کړه :
    ۱ ـ شرقي او غربي بلاک ته بې اندازې علاقه او هيله مندي .
    ۲- خپله د پلار او نيکه ملي مفکوره ،تاريخي او ملي وياړونه هيرول،او د پرديو مفکورو رواجول او ځوانان مسمومول.
    ۳ – يو په بل پسي بې اساسه،بې رحمانه او بې شرمانه تبليغ او تخريب کول،چي اوس يې ترميم کلونو ته اړتيا لري.
    ۴ – د رهبرانو خود خواهي،لجاجت زموږ ولسونه پر څو نه پخلاکيدونکو دوښمنو جبهو وويشل ،چي هر وخت يې د ټکر امکان سته.
    ۵ – قدرت ته د رسيدو په موخه په لکو بېګناه افغانان وژل.

    هر وخت چي ټول رهبران او قوماندانان د دولتي دستګاه څخه ليري سي او پر ځای يې تحصيليافته وطنپرست ځوانان د وطن چاري پر غاړه واخلي ،افغانستان جوړيږي.

  2. چې هر څومره مرګ ژوبله وشي ، وینې توی شي خو بیا یو وخت داسي راځي چې انسان نور ستړی شي اومجبوره شي چې ووايي زیاته بس دی او نور د پای ټکی پکاردی ، پوهان وايي :چې ملامت سو ویې بخښه چې ملامتیا یې نه منله ویې بخښه ملامت یې که : موږباید نور مخ ته ولاړ سو څه سوي دي هغه خو نه راګرځي نو بیا وخت او توان ولي ضایعه کوو ؟هر جا چې څه کړي دي وتاریخ ته بې پرېږدو هغه خلک به را ټينګوو چې نن بربادي جوړوي د پرون قضاوت به هم خامخا کوو او زده کړه به ځيني کووخو ښخ مړي به نه را وباسو

  3. افغانستان د مریخ نه راغلو پیریانو ړنګ کړ، د ځمکې انسان بیا د افغانستان د انسان له ضمیر او وجدانه خو دا کار ډیر لرې دی.

  4. د افغانستان په ورونولو کې هیڅ چا خپل وس نه ده پریښی بلکې تر وس زیات یی کوشش کړی ، اوس هم هماغه وخت رسیدلی ده یو پر بل پسې بیځایه تبلیغات دواک انحصار خصوصا د انتخاباتو په دوران کې همدارنګه په حکومتی چاروکې یودبل سره همغږي نه کول اوداسې نورډیر داسې مسایل شته چه د افغانستان یې تر اوسه ابادی ته نه ده پریښی اوبل دا چه ورانیدل یواځې په ټوپک نه کیږي بلکې یودبل پسې بیځایه تبلیغات د پردیو ګټوته کارکول …………… چه نن ورځ هم له دي بدبختیو خلاص نه یو
    رفیق الله ذاکري

ځواب ورکول oria ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *