تاند- د افغانستان حکومت نن اعلان وکړ چې که پاکستان د افغانستان لارویو ته په درو ورځو کې اجازه ورنه کړه چې د دغه هیواد د خاورې له لارې د هند تر بندر واګې پوري په مستقیم ډول لاړې شي، پر پاکستاني لاریو به هم د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته تګ منع کړي.

پاکستاني لارۍ بې خنډه د افغانستان له لارې نه یوازې منځنۍ اسیا ته پاکستاني مالونه لېږدوي بلکې له هغې خوا هم اجازه لري چې مال بار او خپل هیواد ته یې ورسوي.

پاکستان له افغانستان سره څو کاله مخکې موافقه کړې وه چې د افغانستان محصولات به افغان لارۍ د هند تر واګې بندره رسولی شي مګر هندي مال ته به اجازه نه ورکوي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته یووړل شي. خو له دې سره سره پاکستان خپله همدا نیمګړې ژمنه هم عملي کړې نه ده او هر څه موده وروسته یې افغان سوداګرو او لارۍ چلوونکو ته ستونزې جوړې کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت نن وویل، که پاکستان د افغانستان غوښتنې ته په درو ورځو کې مثبت ځواب ونه وایه، خپلې ترانزیتي لارې به د پاکستاني لارو پر مخ بندې کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت ویندوی مسافر قوقندي وویل، پاکستاني چارواکو په وروستیو ورځو کې د ترانزیت او سوداګري همکاریو په کنفرانس کې بیا ومنله چې افغان لاریو ته به اجازه ورکړي چې د جنورۍ له شلمې وروسته په مستقیم ډول د واګې سرحد او د کراچۍ بندر ته لاړې شي.

ده همداراز وویل چې په کراچۍ بندر کې حاضردمه پاکستانیانو د افغان سوداګرو د ۵۰۰ کانتینرو مال ګرځولی دی.

ده وویل چې د افغانستان حکومت بې له دې چې خپلې لارې پر پاکستاني لارۍ چلوونکو بندې کړي، بله لار نه لري.

5 thoughts on “افغانستان: که پاکستان په ۳ ورځو کې افغان لارو ته لار ور ته کړه، ورته اقدام کوو”
  1. زمونږ ولسمشر باید دپاکستان په مقابل کښي جدی برخورد وکړی.ځکه دوی مونږ ‌‌‌‌‌‌ډير زیات تیر ایستلی یو.او ددو سره باید وخت ځایه نه شی.
    ځکه زمونږ دتجارانو ‌‌‌‌‌‌ډيری مالونه هلته خراب شول؟؟؟.

  2. پداسی وخت کی چی دافغانستان او پاکستان تر مینز اریکی دپخوا په پرتله سه نا سه خوژی شوی نو دا مسله هم باید دخبرو له لاری حل شی او که چیری خبری کومه نتیجه نه ورکوی نو دا اوسنی کوم حالت چی په پاکستان کی دمهاجرو خلاف روان دی چی به راجستر کسانو ته بغیر دکوم تاکل شوی وخت التماتوم ورکول کیژی چی باید داخاوره ترک کری زه خودی ته هم دشک په سترگه گورم زکه چی تولی لوبی نه پاکستان حکمت شروع کری دیو دول سیاسی لوبی بوی ترینه رازی دافغانستان دحکومت خلاف زکه چی دوی غواری په اشرف غنی باندی یودول فشار وارد کری تر سو خپلو شومو اهدافو ته ورسیژی وسلام

  3. که مونږ دغه بالمثل اقدام عملی کړو ممکن په لنډمهال کی زمونږ خلک او سوداګر یو څه متضرر شی خو په راتلونکی کی به کلک ضمانت ترلاسه شی او بیا به پنجاب داسی ماشومانه عمل ونه کړی. زمونږ دولت او سوداګرو ته په کار ده چی د پنجاب پاپور ، جرنګانی ، پوقانی ، تاریخ تیر شوی درمل او نور شیان افغانستان ته رانه وړل شی او د هغو پر ځای د درملو کارخانی او نور ضروری فابریکی او روغتونونه دلته په هیواد کی جوړ کړی تر څو د دغه کمزاده ګاونډی له احتیاجه ووځو. بهتره ده سوداګریز توکی له شمالی ګاونډیو او ایرانه وارد شی چی ممکن کیفیت یی تر پنجابی ډیر ښه وی.

  4. ګرانو لوستونکو
    سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ.
    دا هغه خطرناکه اقتصادي لوبه ده چې پاکستان له کلونو کلونو راهیسې ترینه ګټه پورته کوي او تل تاوان او زیان د افغان سوداګرو په لمنه کې اچول کیږي. هر وخت چې تړون کیږي پاکستانی لوری تړون ته هیڅ ډول درناوی نلري او یوازې په څو ورځو کې یې ماته کړي او هرڅه زمونږ په زیان بدل کړي. که چیرې پاکستان زمونږ لاریو ته تر واګې او کراچۍ پورته اجازه نه ورکوي نو بیا مناسبه او ښه لاره داده چې سمدلاسه دې په دوی هم د منځنۍ آسیا لاره ډپ کړای شي. له دې سره دې زمونږ د سوداګرو لپاره نورې خوندي لارې چارې وموندل شي او نوی تړونونه له نورو ګاونډیو هیوادونو سره لاسلیک شي چې مونږ له دغه پاکستاني تورمخو څخه خلاص شو. که داسې ونکړو او د بدیل په لټه کې نشو نو باید افغانان یاد ولري چې تل به مو سوداګریز مالونه په کراچۍ او نور پاکستاني تم ځایونو خرابیږي او په خرابو شویو او له نېټې تېرو شویو توکو به بیا هم د هغه ځای کرایه او مالیه را باندې تحویلوي او تل به زمونږ اقتصادي او سوداګریزه وده د پاکستانیانو په واک کې وي. نن په نړۍ کې هغه خلک او هیوادونه ریښتینې خپلواکي لري چې خپلواک او ځواکمن اقتصاد لري. د ګران هیواد افغانستان لپاره د همداسې یوې ورځې په هلیه…

ځواب ورکول شریف ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *