د کینیا ۴ لوبغاړي سوځېدلي. څلورم اور په بشپړطدو دی- د منډو شمېر یې ۲۲ دی.

کینیا ته په ۶ ویکټونو او ۱۵ اورونو ۱۱۲ منډې پکار دي.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې نورعلي ځدراڼ جوړې کړي. ده په ۸۱ توپونو ۵۰ منډې جوړي کړې.

نجیب الله ځدراڼ په ۳۹ توپونو ۳۳ منډې او کریم صادق په ۲۷ توپونو ۳۰ منډې جوړې کړې.

د کینیا د منډو شمېر حاضردمه ۴۱ دمه – ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي او اووم اور پیلېدونکی دی.

شاهپور ځدراڼ په لومړیو اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې.

د کینیا د منډو شمېر حاضردمه ۵۱ منډې کړي – ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي او ۸ اور روان دی.

کینیا په ۱۱ اورونو او ۴ توپونو ۹۸ منډو ته اړتیا لري – ۶ ویکټونه لري.

د کینیا د منډو شمېر ۵۵ ته ورسېد – نهم اور پیل شو.

وروستیو کینیايي لوبغاړو ځان ټینګ کړی. کولینز په ۱۸ توپونو ۷ او راکیپ پاتیل په ۱۵ توپونو ۱۷ منډې جوړې کړي.

د کینیا منډې د پاټیل په هڅو ۶۴ ته ورسېدې.

کینیا په ۵۹ توپونو ۸۵ توپونو ته اړتیا لري.

د کینیا د منډو شمېر ۶۶ دی. پاټیل په ۱۹ توپونو ۲۴ منډې کړي.

کینیا په ۶ ویکټونو او ۵۴ توپونو ۸۲ منډو ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره همزه هوتک ښه باولینګ وکړ، په دوو اورونو کې یې یوازې یوه منډه ورکړه – یو لوبغاړی یې وسوځاوه خو متاسفانه د کیپتان له لوري لېري شو.

د کینیا د منډو شمېر ۷۱ دی ۱۱ اور روان دی

کینیا، چې ۷۵ منډې کړي، په ۱۲ اور کې یې پنځه لوبغاړي سوځېدلي.

کینیا په ۴۶ توپونو ۷۲ منډو ته اړتیا لري. اوس د کینیا د منډو شمېر ۷۸ دی.

کینیا په ۴۲ توپونو ۷۰ منډو ته اړتیا لري. په تدریج د دوی د توپونو او منډو ترمنځ تفاوت د دوی پر ضد زیاتېږي.

د کینیا د منډو اوسط ۶ اعشاریه ۱۵ دی – د افغانستان ۷ اعشاریه ۴۰ و.

د کینیا د منډو شمېر ۸۲ دی

کینیا په ۳۹ توپونو ۶۷ منډو ته اړتیا لري.

د کینیا لپاره پاټیل په ۲۷ توپونو ۳۳ منډې کړي.

حاضردمه میرویس اشرف باولینګ کوي.

د کینیا پاټیل لا نه دی سوځېدلی. سهواً مو وویل چې نوموړدی سوځېدلی. نوموړي د کینیا لپاره ښه لوبه وکړه.

د کینیا د منډو شمېر ۸۶ ته ورسېد.

پاټیل ۳۶ منډې کړي.  د کینیا د منډو شمېر ۹۲ ته ورسېد.

کینیا باید په ۲۷ توپونو ۵۵ منډې جوړې کړي.

د کینیا د منډو شمېر ۱۰۱ ته ورسېد

میرویس اشرف یو ویکټ واخیست.

کینیا ۳ ویکټونه لريـ باید په ۲۴ توپونو ۴۸ منډې وکړي.

د کینیا د منډو شمېر ۱۰۴ شو. پاټیل ۴۷ منډې کړي.

پاټیل شپږیزه ووهله- د کینیا د منډو شمېر ۱۱۱ ته ورسېد.

کینیا په ۱۸ توپونو ۳۸ منډو ته اړتیا لري.

اتم کینیايي لوبغاړی وسوځېد. د شاهپور ځدراڼ په توپ وسوځېد.

کینیا په ۱۷ توپونو ۲۸ منډو ته اړتیا لري. ۲ ویکټونه لري.

د کینیا د منډو شمېر ۱۱۲ دی.

کینیا ۱۵ توپونه لري او ۳۷ منډو ته اړتیا لري.

د کینیا وروستی لوبغاړی د میرویس اشرف له لوري وسوځول شو.

دا لوبه افغانستان په ۲۴ من‌ډو وګټله.

5 thoughts on “افغانستان کینیا ته ماتې ورکړه- سمیع الله شینواري توره وکړه”

ځواب ورکول دانگ پیلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *