تاند، شنبه، د حمل ۱۶مه: د ملي امنیت ریاست وایي، د ترهګرو ډلو د کلیدي غړو پر ضد د عملیاتو په دوام یې دا ځل د کابل شور بازار د سیکانو په درمسال د برید طراح عبدالله اورکزی له ۱۹ نورو کسانو سره یو ځای نیولی دی.

د ملي امنیت له لوري تاند ته په رسېدلې خبرپاڼه کې راغلی چې عبدالله اورکزی د اسلم فاروقي په نوم هم پیژندل کېده، د اورکزیو د اخونزادګانو کلي اوسېدونکی او د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې غړی دی.

د ملي امنیت په وینا، د دغه ترهګر طراح پر ضد عملیاتو کې یې د قاري زاهد او سیف الله مشهور په ابو طلحه پاکستاني په ګډون ۱۹ ترهګر نیولي دي.

ملي اکنیت وایي عبدالله اورکزي یا اسلم فاروقي ورته په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې د داعش ډلې له خراسان څانګې سره د سیمه ییزو استخباراتو پراخو اړیکو نه هم پرده جګه کړې ده.
عبدالله اورکزی چې د پیښور پخوانی نظامي مسوول تېر شوی، وایي داعش سره له یو ځای کېدو وروسته د ننګرهار، اچین ولسوالۍ په عبدالخیلو کژ د داعش د عملیاتو مشر و.

نوموړی په افغانستان کې د داعش ډلې د مشر ابوسعید باجوړي له وژل کېدو وروسته د هغه ځای ناستی ټاکل شوی او ویلي یې دي چې د پاکستان له ترهګرو ډلو لشکر طیبې او حقاني شبکې سره یې نږدې اړیکې وې.

ملي امنیت ویلي، له عبدالله سره بل نیول شوی کس قاري زاهد چې په معاذ مشهور دی په افغانستان کې د داعش نظامي مشر او سیف الله چې د ابو طلحه پاکستاني په نامه پیژندل شوی ، په ننګرهار ولایت کې د داعش مختلف قتیبو لپاره د خلکو استخدام او ګمارلو مسؤلیت په غاړه درلود.

تېره اوونۍ کابل کې پر سیکانو برید کې ۲۷ کسان ووژل شول او بریدګر چې پنجابي غږېدلی و، داعش ډلې خپل کس او د هندوستان اوسېدونکی معرفي کړی دی.

هند او افغانستان په ګډه دغه برید پاکستان کې پلان شوی وباله او پلټنې یې ورپسې پیل کړې.

5 thoughts on “افغانستان کې د داعش پاکستانی نظامي مشر او د درمسال د برید طراح ونیول شو”
  1. صرف نوم بدل شوی مرکز ( قیادت شرانګیزی) هماغه ۵۰ کلن شرانګیز دښمن دی چی دایی بل صنف او افغان وژنی ته دوام ورکوی
    اللهم شتت شملهم و خرب بنیانهم و قرب آجالهم و خذهم باخذ عزیز مقتدر
    ربنا لا تزدالظالمین الا تبارا

  2. اوس نو ددغه بربنډه حمایت نه د پاکستان د تروریستی ډلو نه په افغانستان کی ، باید د افغانستان دولت رهبری د صلحی او بندیانو په آزادولو کی د ډیر احتیاط نه کار واخلی او ددی ټول خبرو نه باید د افغانستان دولت ، آمریکا ، ناتو په ګډه پاکستان په افغانستان کی د صلحی راوستلو په موضوع کی رښتیا خبرو ته کینوی او دغه اسناد او نور د پخوانه چه کوم اسناد د افغانستان د دولت سره موجودی او د پاکستان حمایت د تروریستی ډلو څخه ثابتوی تر بحث لاندی ونیسی ، او باید پاکستان دی ته اړ باسی د منطقی د نورو دولتونو په حضور کی تضمین ورکړی چه نور به به په افغانستان کی تروریزم نه تقویه کوی ، د داعش ، حقانی ، لشکر طیبه ، او طالبانو د رهبری او شوراګانو مراکز او همدارنګه ددغه تروریستی ډلو پټنځایونه ، د تریننګ او تجهیز مراکز نور د پاکستان دولت او فوج د یوه منطقوی او بین المللی هیئت ّپه حضور کی باید وتړی . هرکله چه دغه بهیر تکمیل شی نو وروسته به د طالبانو سره د افغانستان د دولت د صلحی مذاکرات د پیل کیدلو درسته موقع رارسیژي چه د بندیانو موضوع به هم ددغه مذاکراتو د اجندا یوه موضوع وی .

  3. دا سپي باید د کابل په درمسال کښې پانسي شي تر څو نورو ته د عبرت درس شي او پر بې دفاع افغانانو نور لاس پورته نه کړي. د شکر ځای دی چې افغانان اوس دفاع ګر لري او هر هغه څوک له سوړیو راویستلای شي چې د بې دفاع افغانانو وینې تویوي اود هغوي عزیزانن د ویر پر تغر کښېنوي.

  4. دغه کورونا ډوله وحشی سرکوزی او ورسره نور کوروناګان وحشیان په ۱۰۰۰ درجو جوش اوبو کی وروارتوی. چه دیوی خوا یی اثر پاتی نشی او دبلی خوا تری نور دغه شان وحشیان عبرت واخلی

    په کوټ کی دغه ځناور په یوه ورځ شل کسه بی ګناه سپین ګیری، ځوانان، دکانداران او غریب خلک په بمونو کښینول او بیا یی والوزول او د الوزولو څخه وروسته یی د ماشینګړو زربی هم وکړی

ځواب ورکول عبدالفتاح ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *