تاند، دوشنبه، د حوت ۲۶ مه: د عامې روغتیا وزارت وایي، له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې افغانستان کې د کورونا پنځه تازه مثبت پېښې په هرات، لوګر او بادغیس ولایتونو کې ثبت شوې دي، چې ورسره د کورونا مثبتو پېښو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی.

ددغه وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته ویلي، دا ټولې مثبتې پېښې په هغو کسانو کې موندل شوې، چې له ایرانه راستانه شوي دي.

ښاغلی مایار وايي، تر اوسه د افغانستان کورونا اړوند ځانګړي مرکز کې د کورونا ۲۶۳ مشکوکې پېښې ازمویل شوې، چې د ۲۴۲ پېښو پایلې منفي او ۲۱ یې مثبتې ثابتې شوې دي.

دی وايي، اوس پر یوه مشکوکه پېښه کار کوي چې لابراتواري ازموینې ورباندې روانې دي او پایله به یې وروسته اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کورونا وېروس د وقایې او په اړه یې د عامه معلوماتو د یوې کمېټې جوړېدو امر کړی.

ارګ وايي، د ولسمشر د سلاکار وحید عمر په مشرۍ دا کمېټه به د کورونا په اړه هر ډول غږیږ، تصویري او متني معلومات له خلکو سره شریکوي.

په افغانستان کې ډېری په کورونا وېروس اخته کسان له ګاونډي ایران نه افغانستان ته راستانه شوي او یا له هغو کسانو سره په اړیکه کې وو، چې له ایرانه راستانه شوي دي.

One thought on “افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې ۲۱ ته ورسېدې”
  1. د افغانستان دولت ، په هېواد کې دننه او په خارج کې مهاجر افغانان د کورونا د وبا یا اپیدیمي د خپرېدو د مخنیوي او له قربانیانو سره څه ډول مرستې کولی شي؟
    ځیني خلک خصوصا د طلوع پردیپاله تلویزیون ویندویان تل د افغانستان له دولتي مسوولینو غوښتنه کوي چې له ایران سره پوله باید وتړل شي. پدې حساس وخت کې د پولې تړل هېڅ امکان نه لري ، ځکه چې هلته زمونږ دوه درې میلیونه خپل اتباع د مهاجرو په شکل اوسيږي . په کوم وجدان او منطق د خپلو هېوادوالو د راتګ مخه نیسو. هلته ټول افغانان هم په کورونا ویروس ندي اخته شوي . هغوي له ډېره مجبوریته پدې سره ژمي کې تاوده کورونه ، کار او عصري ژوند پرېږدي او د خپل پلرني وطن غېږې ته ځانونه رارسوي. مونږ دا حق نه لرو چې د هغوی پرمخ لارې بندې کړو.
    که نور هېوادونه خپل سرحدونه تړي ، هغوی پدې تعداد اتباع په نورو هېوادونو کې نه لری ، د هغوي دا تصامیم د نورو هېوادونو د اوسېدونکو د ورتګ او مخنیوي لپاره دی نه د خپلواتباعو پروړاندې.

    متل دی چې وایی : له پېښې تېښته نشته .
    او یا څه چې په عالم ده ، څه مې غم ده .
    ډېربېځایه تشویش به نه کوو او خپل مورال به نه بایلو. خو د هرې منفې پدیدې په هکله باید هراړخیز ، مثبت او ګټور تدابیر ونیسو.
    زما په آند د افغانستان دولت باید له ایران سره ګاونډیو ولایتونو ته ترټولو زیاته پاملرنه وکړي. له یوې خوا طبي او مجهز پرسونل د ولایتونو مرکزونو ته انتقال کړي .
    په سرحدي سیمو کې د ټولو افغانانو جدي صحي آزمویلو نه وروسته راغلي افغانان لږ ترلږه درې ورځې په هغو ولایتونو کې وساتل شي او د دوهم ځل آزموینې وروسته خپلو ولایتونو ته پرېښودل شي.
    د هغوی خپلوان دې هم تر دوه ، درې اونیو پورې له راغلو مسافرو سره ډېر تماس نه نیسي .
    اوس چې هوا هم مخ په ښه کېدو ده ، که د راغلو مسافرو ورونو لپاره د اوسېدو امکانات نه وي ، موقتي خیمو نه استفاده وکړي او د خوراکي موادو تدابیر ورته ونیول شي ، د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو خیریه سازمانونو او موسسو مرستې پدې برخه کې راجلب شي.
    د افغانستان دولت کولی شي د خپلو سیاسي او قونسلي نمایندګیو له لارې د مرستو راټولو لپاره مخصوص بانکي حسابونه پرانیزي چې د نړیوالو او له هېواده دباندې مېشتو افغانانو مالي او اقتصادي مرستي د کورونا اونورو مهلکو امراضو د تداوي لپاره راټولې کړي.
    د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید پراخ تبلیغات د عامه رسنیو ، د جوماتونو د ملا امامانو او دولتي مسوولینو له خوا جاري وساتل شي. د حج او اوقافو وزارت د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ منظم تبلیغاتي مواد د جوماتونو ملاامامانو ته ورکړي چې د خلکو د پوهولو لپاره تبلیغ کړي.
    په روغتونونو کې د مریضانو او همدارنګه په محابسو کې د بندیانو د پایوازانو له ورتګ نه څومره چې امکان ولري ، مخنیوی وشي.
    د خوښیو ، ښادیو محفلونو او همدارنګه په دیني او مذهبي ، د فاتحې او غم په مراسمو کې د ډېرو خپلوانو راټولېدل ، په روغتونونو کې د ډېرو مریضانو راټولېدل او په سیاسي غونډو او مظاهرو کې ګډون د دې مرض د خپرېدو چانسونه لا زیاتوي.
    په دې هکله د نورو هېوادونو له تجربونه هم باید ګټه واخلو، ځکه چې وقایه له تداوي نه ارزانه او ګټوره تمامیږي.

ځواب ورکول غ حضرت صالحزوی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *