تاند- افغانستان او هند دواړه له بریتانیا څخه د کوه نور الماس د بېرته ورستنولو غوښتونکي دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني وايي، افغانستان د کوه نور الماس ادعا کولی شي.

ښاغلي جهاني له امریکا ږغ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې رنجیت سینګ له شاه شجاع څخه د کوه نور الماس په زوره واخیست او انګرېزانو ته یې ورکړ.

ښاغلي جهاني دا خبره وروسته له دې وکړه چې د هند د حکومت لوړ حقوقي سلاکار وویل، هیواد یې له بریتانیا څخه د کوه نور الماس له غوښتلو تېر شوی دی.

خو پرون (سې شنبه) هند وویل چې له خپلې دې غوښتنې تېر شوی نه دی.

د هند د کلتور وزارت وویل چې لا هم د کوه نور الماس د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.

د هند د کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي:«د حقوقي سلاکار رنجیت کومار څرګندونو ټول حیران کړي او دا د هند د حکومت د نظر ښکارندويي نه کوي.»

د ډېرو هندیانو لپاره د کوه نور الماس ډېر اهمیت لري او حتي هغه له خپل ملي غرور سره تړلې بولي.

دا الماس له ۱۵۰ کلونو راهیسي په بریتانیا کې دی او د دغه هیواد ملکه یې پرسروي.

بریتانیايي چارواکي فکر کوي چې که د کوه نور الماس یې خپل اصلي خاوند ته ورکړ، نور هیوادونه به هم خپل اثار ورڅخه وغواړي او د دغه هیواد په موزیمونو کې به څه پاتې نه شي.

په دې خبره د بریتانیا صدراعظم دیوید کامرون په ۲۰۱۰ م کال د هند د سفر په مهال اعتراف وکړ، ویې ویل:«که یو وار مو هو وویل، وبه وینو چې د بریتانیا موزیم تش شوی دی.»

د ده اشاره د کوره نور الماس بېرته سپارلو ته وه.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلی جهاني وايي، د کوه نور الماس له ۵۰۰ تر ۶۰۰ کاله پخوا پوري په هند کې و. احمدشاه بابا دا الماس په زوره نه و اخیستی، بلکې د ایراني پاچا نادر افشار مېرمنې احمدشاه بابا ته ډالۍ کړی و، نو پر دې اساس کوه نور د افغانستان دی.

نادر افشار دا الماس له هنده راوړی و.

One thought on “افغانستنان او هند لا هم د کوه نور الماس دعوه لري”
  1. که چیری بریتانیا حاضره هم شی چی داالماس بیرته خپل خاوند ته ورکړی نو ښه یه دا وی چی هند ته یی ورکړی ځکه نه یی ساتلی شو او نه یی فعلا وړ یو یا به یی رانه امریکایی بد معاشان یوسی او یا به وطن پلوره رهبران او یا هم دجهاد ټیکه داران زموږ هیواد او ملت اوس بی اسری او بی صاحبه دی

ځواب ورکول بردیس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *