سپی

تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۱مه: هرات ولایت کې د کاراتې لوبغاړې صهبا بارکزۍ تر هغه وروسته چې سپی یې د وسله والو کسانو لخوا ووژل شو، اوس یې پرېکړه کړې چې هېواد پرېږدي.

صهبا بارکزی افغان لوبغاړې ده چې په هرات کې د کاراتې کلپ لري او  وايي، سپی یې د تېرې جمعې په ورځ په غره کې وسلوالو کسانو لخوا ووژل شو.

هغه وايي، د جمعې په ورځ خپل پلار او خور سره غره ته تللې وه او خپل سپی یې هم ځان سره بیولی و، چې د وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو: (( پام مې شو چې وسله وال کس مې سپی په نښه کړی و، ژر مې د سپي خوا ته منډه کړه او چیغې مې کړې تر څو سپی مې ونه ولي، خو هغه سړی شپانه ته ورته و او زما سپی یې وویشت.))

مېرمن صهبا نه وایي چې وسله وال کس طالب و که نامسووله کس خو وايي: ((د سپي تر وژل کېدو مې هڅه وکړه چې له ځان سره یې یوسم، خو اجازه یې رانکړه، او راته وویل شول چې د نجونو له سپي سره څه کار، اجازه یې رانکړه چې له ځان سره یوسم.))

هغه وايي، تمه یې نه درلوده چې خپل سپی چې ډېر هم ورته ګران و، دومره ژر  له لاسه ورکړي.

صهبا وویل: ((ما په ګوګل کې د سپیانو د عمر په هکله پلټنې کړې وې، او هلته مې وموندل چې سپی تر څورلس کلونو پورې ژوند کوي، نو له ځان سره مې وویل چې څورلس کاله خو ډېر لږ دي، خو په دې نه پوهېدم چې خپل سپی به تر اوو میاشتو وروسته له لاسه ورکوم.))

هغه وايي، له خپلو شاګردانو سره یې مخه ښه وکړه، او اوس یې پرېکړه کړې چې هېواد پرېږدي.
ځکه په وینا یې فکر کوي چې نور دلته د ژوند کولو ځای نه دی.

3 thoughts on “افغانه لوبغاړې: وسله والو مې سپی راوواژه، نور هېواد پرېږدم”
  1. هر وسله وال طالب نه شي کېدای ؛ هیله ده په خبرونو کي د څرک نه مخکي د کوم مشخص لوري یادولو څخه ډډه وکړئ.

  2. الله بالله در ګردن ملا
    دا انساني ندی هر جنایت طالب کوي
    په افغانستان کې ډیر جنایتګاران شته

  3. هم صهبا بارکزی او هم د هغی سپی او هم نور ټول صهباګان او سپیان او انسانان او حیوانان د خدای تعالی مخلوق دی

    او هیڅ انسان د بل انسان یا حتی حیوان د نامَوجَه او ناحق وژنی حق نلری
    امّا
    یو صهبا چی خپله د وطن مینه د سپی له مینی قربانوی او بهر ته کډه بارَوی نو په مخه ئی ښه
    او
    ضمناً د اروپا د مهاجرت دفتر به د یو نوی کیس د پرانیستلو تجربه هم تر لاسه کړی
    یعنی
    د یو وژل سوی سپی د خاوند د مزاج د نړی او لړی نړیده
    او
    لدی وجی د هغه کس د پناهندګی د کیس منل

ځواب ورکول محی الدین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *