اغلې رحماني

خبریال: میرویس جلالزی – د افغان جنګي الوتکو یوازینۍ ښځینه پیلوټه وايي دا چمتو ده چې شپه او ورځ د هیواد د دښمنانو د تباه کولو لپاره الوت وکړي او د دښمن مورچې دړې وړې کړي.

نیلوفر رحماني د طالبانو له واکمنۍ وروسته لومړنۍ افغانه ښځینه پیلوټه ده چې د جنګي الوتکو د پورته کولو او په لوړه او تکتیکي توګه له هوا نه د دښمن د ځالو د نښه کولو او بمبارۍ وړتیا لري.

۲۳ کلنه رحماني، چې په افغانستان او امریکا کې یې د جنګي الوتکو روزنه تر لاسه کړې، اوس مهال په کابل کې د هوايي قواوو په قوماندانۍ کې په دنده بوخته ده.

نوموړې وایي چې طالبانو، دې او د دې د کورنۍ غړیو ته په وار وار د وژلو ګواښونه کړي لیکن د طالبانو د اخطارونو پروا نه لري.

پیغله رحماني وايي، د داعش او طالبانو پر ضد په عملیاتو کې د دې برخه اخیستل یې لوی آرمان دی چې د خپل وطن د آبادولو لپاره یي په زړه کې لري.

1دا افغانه پیلوټه، چې ویل کیږي اوس د نړۍ په کچه د جنګي الوتکو مینه والو ته په یوه سمبول بدله شوې، په دې باور ده چې ښځي کولای شي د نارینه وو په شان جنګي او ترانسپورتي الوتکي والوزوي او ترینه د خپل ملک او ملت په ګټه کار واخلي.

میرمن رحماني وايي کولای شي په هر راز سختو حالاتو حتی د سختو اورښتونو پر مهال الوت وکړي او د ملي پلیو ځواکونو د ملاتړ لپاره د ملک په ګوټ ګوټ کې هغوی ته هوايي ملاتړ ورسوي.

افغانستان تر ۱۳۷۱ کال پوري د سیمې په کچه یو غښتلی هوايي ځواک درلود چې د ټولو جنګي او ترانسپورتي پوځي الوتکو شمیره یي د ۴۰۰ شاوخوا وه خو تنظیمونو له منځه یووړې.

5 thoughts on “افغانه پیلوټه وايي د داعش او طالبانو ځپلو ته د خپل سر په بیه چمتو ده”
  1. زه فکر کوم چه نيلوفر رحمانی هيڅ رسنۍ سره مرکه ونکړی او دا هر هر څه د هغی د ژوند په خطر کی اچولو لپاره کيږي. ټول ملکونه لدی څخه تکړه پيلوتان لري خو هغوۍ د خپلو پيلوتانو شناخت په داسی شرايطو کی هيڅکله نه ښکاره کوي.

  2. ویاړم چی افغان یم
    ځکه چی د افغان د خولی څخه بی غیرته حبره ډیره په ګرانه اوزی او ویاړ پرداسی باشهمته پیغله کوم خو څه وکړو چی بی وسی ده وسایل نه لر ګنی د هیچا ځینی کم نه یو.

  3. امریکا طیاره دارد ولی بدون پیلوت پرواز می کند ما پیلوت داریم لاف می زند ولی چی را پرواز دهد طیاره را که از قرن 18 است. بمب در غزنی می اندازد ومیفتد در کابل. ما افغانا هیچ وقت از لاف نمی مانیم

  4. امریکا طیاره دارد ولی بدون پیلوت پرواز می کند ما پیلوت داریم لاف می زند ولی چی را پرواز دهد طیاره را که از قرن 18 است. بمب در غزنی می اندازد ومیفتد در کابل. ما افغانا ها هیچ وقت از لاف نمی مانیم

ځواب ورکول wahidullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *