زما په اند هغه پوښتنې چې زياتره وخت د کرکټ بورډ او رسنیو کارکوونکي ورسره مخ کېږي شايد دا وي چې: (د افغانستان بله لوبه کله او له چا سره ده؟).له دې څخه څرګندیږي چې زموږ هېوادوال د خپلې ملي لوبډلې هرې لوبې ته څومره په انتظار دي او د کرکټ له لوبې سره دوی څومره مینه لري.

په هغه ورځ چې کله افغان ملي لوبډله له کومې لوبډلې سره لوبه ولري د هر چا هڅه دا وي، چې د لوبې د احوال څخه د خبريدو لپاره ځان ته يوه وسیله هغه که انټرنیټ، تلویزون، راډیو او يا هم کومه بله لار وي پیدا يې کړي او ځان د لوبې له احوال څخه باخبره وساتي.

د کرکټ سره د خلکو مینه تر دې کچې ده، چې حتا ځینو مینه والو ته د شپې خوب هم نه ورځي او داسې ډېر ځله شوي چې ماته ځېنو دوستانو د شپې په ډېر ناوخته ټیلفونونه کړي چې کله مې ټیلفون ځواب کړی نو له سلام کلام وروسته يې زما نه همدا پوښتنه کړې چې د افغانستان لوبه کله ده په کوم تلويزون يې ښيي او که نه؟

راځم اصلي موضوع ته چې د کرکټ د لوبو تبصره او مبصران (کامنټري او کامنټېتران) دي کله هم چې د هېواد د ملي لوبډلې د کومې بلې لوبډلې سره لوبه وي نو بيا ګڼې رسنۍ کوښښ کوي چې له دې لارې لیدونکي او اوريدونکي خپل کړي ځکه چې د رسنيو مسولین له دې موضوع څخه په شان باخبر دي چې د کرکټ مينه وال هسې هم ډېر دي.

مګر د رسنیو مسولینو او د کرکټ بورډ چارواکو زياتره وخت لکه څنګه چې د کرکټ مینه وال د کرکټ لوبې لیدل او اورېدل غواړي هغسې يې ورته ندي وړاندې کړي.

نږدې لس کاله کیږي چې افغان اتلان د نړۍ له نورو لوبډلو په وړاندې لوبې کوي او ښې لاسته راوړنې هم لري خو له بده مرغه لا تر اوسه موږ يو دوه معياري کامنټیټران لا نلرو چې خلکو ته د لوبو حال په معياري بڼه وړاندې کړي او د خلکو تنده ماته کړي.هميشه هم هغه څو تکراري څېرې په تلویزونو کې وینو چې يا په سمه توګه په کرکټ نه پوهیږي او يا هم په معياري ژبه خبرې نشي کولای او که يو شمېر بيا په دې مسایلو لږو ډېر بلد دي هغوی بيا له بده مرغه ښه غږونه نلري چې د خلکو په غوږونو ښه ولګیږي.

کله هم چې لوبه روانه وي وینو چې يو يا دوه کامنټيټران سره د دوه دريو مېلمنو په سټوډيوګانو کې راټول وي او هلته يې ښه بيرو جوړ کړی وي. نه پوهیږم دغه کار د کوم ضرورت او معيارله مخې کیږي چې دومره ډېر کسان په سټوډيو کې راټول وي…؟خو هغه يو متل دی چې وايي په ډېرو قصبانو کې غوا مرداریږي.

دلته هم همدغسې کيسه روانه وي بس هر يو کوښښ کوي چې بل ته د خبرو نوبت ور نه کړي او دی دې ځان اوریدونکو ته د کرکټ ښه مبصر وروپېژني کله ناکله خو داسې هم کیږي چې که کوم لوبغاړی د مقابل لوبډلې وسوځېږي او يا هم د ملي لوبډلې کوم لوبغاړی ښه توپوهنه وکړي يعني شپیږيزه او يا هم څلوریزه ووهي نو بیا هر یو کوښښ کوي چې دغه خبر ژر تر ژره تراورېدونکو ورسوي چې په دې کار سره يو ډول بې نظمي رامنځته کېږي چې فکر کوم يو غېر مناسب کار به وي.له بله پلوه اکثره وخت وينو چې د روانې لوبې پرځای نورې بې ځايه تبصرې او خبرې چې په هغه وخت کې ضرور نه وي د اصلي مسايلو ځای نيسي، د خپرونې وياند هم د دې پرځای چې د روانې لوبې په اړه پوښتنه وکړي چې توپ اچونکي څه ډول توپ اچونه وکړه،مقابل لوبغاړي دغه بال څنګه ولوباوه او يا يې هم بايد څه ډول لوبولی وای خو له بده مرغه چې د دغسې تخنیکي پوښتنو پرځای داسې پوښتنې کېږي ، چې د روانې لوبې سره هیڅ تړاو نلري د مثال په ډول که افغانستان له نميبیا سره يوه ورځنۍ لوبه لري نو دلته دې پوښتنې ته څه ضرورت ده چې د افغانستان د داخلي کرکټ په اړه پوښتنه وشي چې د افغانستان داخلي کرکټ په کوم حالت کې دی؟ او يا هم پوښتنه وشي چې ستاسې د خوښې لوبغاړی کوم دی؟يا دیته ورته نورې پوښتنې.

بله مهمه ستونزه چې په دې برخه کې شته هغه دا ده چې هميشه زموږ د رنیو ويندويان(کامنټيټران) او يا هم مبصرين يک طرفه کامنټري او تبصرې کوي همدا وجه ده چې زمونږ هېواد وال بيا هیڅکله هم د دې زغم نلري چې زمونږ ملي لوبډله دې لوبه وبايلي. که چېرې کامنټري په داسې ډول وشي چې خلک د لوبې له کتلو او يا هم له اوريدو خوند واخلي نو بیا دوی په دې پوهیږي چې په لوبه کې بایلل او ګټل دواړه شته.نو په کار ده چې د لوبې احوال په داسې ډول لیدونکو او اورېدونکو ته وړاندې شي چې هغه يوازې د دې لپاره ناست نه وي چې زموږ لوبډله دې لوبه حتمي وګټي او دی دې پرې خوشحاله شي.

دا خو څرګنده خبره ده چې هیڅ داسې افغان به پيدا نشي چې د خپلې لوبډلې په بريا خوشحاله نشي.خو که کله ناکله زمونږ لوبډله يوه لوبه بايلي هم باید ده چې دوی له لوبې څخه خوند اخستی وي.

د کرکټ د خپراوي په برخه کې بيا راډیو ګانې نسبتاٌ تلویزونو نه ښې دي او ما پخپله له ډېرو خلکو داسې اورېدلي چې دوی وايي مونږ د لوبې تصویر په تلویزون کې ګورو او کامنټري له راډيوګانو نه اورو چې دا خبره زما د پورته خبرې لپاره ښه ثبوت دی.خو کله ناکله په راډیوګانو کې هم يو شمېر غېر مسلکي خلک مقصد د دې لپاره چې له نورو رسنیو په دې برخه کې وروسته نه وي پاتې په ګډې وډې ويندوی بوختې وي او هغه غر په دې غر وهي.بله ستونزه چې بايد يادونه یې وشي هغه دا ده چې ، سره له دې چې د کرکټ لپاره ځينې نومونه او صطلاحات پښتو شوي او خلک هم ورسره اشنا دي خو بيا هم له رسنیو په ناسمه او يا هم په انګلیسي ژبه اورو لکه منډې (رنز)، پاڼۍ(انګز)،څلوریزه(چوکه) ،شپیږیزه (سکسه)، توپوهنه (بېټنګ) توپ اچونه(بالینګ) او داسې …. هيله ده هغه څوک چې د لوبو کامنټري کوي په سمه پښتو يې وکړي نه په ګډه وډه يا مکسه پښتو.

دا خو يو څو ستونزې وې چې يادې مې کړې. په دې برخه کې ځینې لارښوونې او وړاندیزونه هم لرم.لومړی:د دې لپاره چې کرکټ په معياري بڼه وړاندې شي لومړی خو بايد کرکټ بورډ بايد پخپل تشکیل کې حد اقل دوه درې تنو تکړه کامنټیټرانو ته چې په کرکټ وپوهیږي، ښه معياري ژبه ا و غږ ولري ځای ورکړي.دوېیم:هغه کسانو ته چې په رسنیو کې د کرکټ د لوبو کامنټري کوي هغوی ته ورکشاپونه او د کرکټ پوهنې لنډ مهالې کورسونه جوړ شي.

درېیم: د کرکټ د معياري وړاندې کولو لپاره بايد يو داسې ترمینالوژي جوړه شي چې ټول اصطلاحات او نومونه په سمه پښتو خلکو ته وړاندې شي.

څلورم:د کرکټ د معياري وړاندې کولو لپاره بايد ویندويان د نړۍ د مشهورو کامنټیټرانو کامنټريانې وګوري او واوري چې هغوی څه کامنټري کوي.په دې برخه کې ډېرې نورې خبرې هم شته چې په نورو لیکنو کې به يې له تاسې سره شریک کړم. البته يوه يادونه ضروري ګڼم هغه دا چې زما د دغې لیکنې له کولو څخه موخه اصلاحات راوستل دي نه کوم بل څه. په درنښت ــ وصال

One thought on “افغاني رسنۍ او د کرکټ کامنټري/ محمد واصل وصال”
  1. ډیر ښه او په زړه پوری مطلب دی لیکلی دی بریالی اوسی چی تل داسی دکرکټ په اړه مطالب ولیکی اوخپاره یی کړی خو دا د ټلیفون شمیره دی مونږ ته هم په ایمیل کی را ولیګه چی کله کله درنه د افغانستان د کرکټ په اړه معلومات راکړی

ځواب ورکول پردیس سادات ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *