عصمت تره کی

په ټيټه سترګه ورته مه ګورئ، د همدي پنځه توري لرونکي کلمي تر چتر لاندي په میلیونو انسانان راټول شوي چي یوه پراخه جغرافیه او بډایه تاریخ یي جوړ کړي.

پدي هیواد کي (افغان) کلمه د یو پړي حیثیت لري چي په لسګونو قومونه په پيېل شوي ، په واحده جغرافیه کي د هغوي د یووالي او سوکاله ژوند لامل شوې او د میلیونونو کسانو هیلي او مؤخي په غوټه شوي.

چي د افغانستان بډایه تاریخ او جغرافیي په جوړولو کي په اکثریت قوم (پښتون) سربیره د اقلیت قومونو په ونډه سترګي پټول هم ګناه ده.

په هره زمانه کي چي ددي خاوري د خپلواکې ، پرمختګ او ولس ته د خدمت په موخه ګام اوچت شوي ، ټولو میشتو اقوامو يي د افغانیت تر چتر لاندي ملاتړ کړي او ونډه يي پکي اخیستي ده .

نو ویلاي شو چي د افغانستان تر نوم لاندي په یوه معینه جغرافیه کي د میلیونونو انسانانو د یووالي او پيوستون یوازینی لامل افغانیت دی.

ځکه د افرادو او اقوامو اتحاد تل د نوم او مؤخو د اتحاد په مهال رامنځته کیږي. چي پدي تاریخي جغرافیه کي هم ګڼ شمیر اقوام د افغان تر نوم لاندي د افغانستان د جوړولو په مؤخه راټولیږي او یو داسي ملت ځیني جوړیږي چي د نړۍ ښکیلاکګر او زبر ځواکونه ګواښوی.

نو ځکه خو پدي ځانګړي زماني مقطع کي ځیني استخباراتي موږکان د همدي پړي د پريکولو په موخه ګمارل شوي دي.

تر څو یو واحد ملت وپاشي ، د هغه بډایه تاریخ ته د پای ټکي کیږدي او د هغي جغرافيي په ټټر سره کرښه تیره کړي چي د دښمن لپاره هر ګام په کي د ناهېلي او ماتې خاطره پاتي کیږی.

څرنګه چي مخکي هم څو څو ځله ځینو ډلو ځانونه په ځینو قومونو ور تپلې او د افغان په نوم د لسګونو قومونو څخه د جوړ شوي ترکیب د شنډولو هڅه يي کړي ده.

خو پدي خاوره کي د میشتو قومونو یووالي ته يي هیڅ زیان ندي اړولي بلکي یوازي خپل سر يي خوړلي دی. نو تیرو تجربو ته په کتو سره اټکل کیږي چي د اوسنیو موږکانو غاښونه به هم پڅ شي خو د دي پړي په پریکولو به ونه توانیږي.

One thought on “افغانیت د میشتو قومونو د پيوستون پړي/ عصمت تره کی”

ځواب ورکول عمرانى ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *