تاند- په کابل کې امریکايي پوهنتون، چې ۸ میاشتې پخوا بند کړای شوی و، نن /شنبه/ بېرته پرانیستل شو.

اته میاشتې پخوا پر دغه پوهنتون خونړۍ تروریستي حمله شوې وه چې په لړ کې یې د یوه استاد په ګډون ۱۶ تنه محصلان او ساتونکي ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول.

د دې تروریستي حملې مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه واخیست.

د کابل امریکايي پوهنتون په افغانستان کې یوازینی تعلیمي مرکز دی چې له نړیوالو معیارونو سره سم تدریس پکې کېږي.

د دغه پوهنتون دوه بهرني استادان هم د تروریستي ډلو له لوري تښتول شوي دي.

افغان چارواکي پر امریکايي پوهنتون او نورو تعلیمي مرکزونو برید د افغانستان له راتلونکي سره د هیواد د دښمنانو د منظم او سنجول شوي پروګرام پر اساس ګڼي.

د امریکايي پوهنتون مسوولانو نن وویل چې د مارچ تر ۲۸ پوري به د نویو داخل شویو محصلانو د چمتووالي کورسونه دایروي او ټول پوهنتون به د مارچ په ۲۸ رسماً پیل کړي.

په دغه پوهنتون کې حقوق، سوداګري منجمینټ یا اداره، معلوماتي تکنالوژي، سیاسي علوم، انګلیسي ژبه او ادبیات او عامه اداره د امریکا او اروپا په معیار په انګلیسي ژبه تدریس کېږي.

افغان امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۶ م کال تاسیس شوی؛ ۶۵۰ محصلان لري او تراوسه پوري شاوخوا زر تنو لیسانس، ماستري او دوکتورا ورڅخه ترلاسه کړې ده.

One thought on “افغان امریکايي پوهنتون له ۸ میاشتو وروسته بېرته پرانیستل شو”
  1. دا خو ښه خبره ده چې بعد د ډیره وخته دا پوهنتون شروع شو، ځکه د ډیرو محصلینو زده کړې نیمګړې پاتې وې.
    یو مهم شي ته مو پام راړوم: هغه محصلین چې پدې امریکایي پوهنتون کې غټ فیسونه ورکوي او دا اراده لري چې خارجي هیوادونو یا امریکا ته ولاړ شي او بیا به ددې پوهنتون په اسنادو کار پیدا کړي دا غلطه ده. باید خپلې پيسې ضایع نکړي، ځکه پخپله په امریکا کې ددې پوهنتون سند نه منل کیږي. زه یو څو کسان پیژنم چې ددې پوهنتون نه فارغ شوي او اوس په امریکا کې دي مګر ددې پوهنتون سند یې ندی منل شوی. حتی که ته غواړې په امریکا کې نورو زده کړو ته دوام ورکوې ستا ټول کریدډيټ نه مني او یواځې یو څو کریډيټه دې کیدی شي که خوش قسمته وې قبول کړي.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *