تاند- افغان امنیتي ځواکونو له څو میاشتې خونړۍ جګړې وروسته له موسي کلا ولسوالۍ په بشپړ ډول ووتل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې افغان چارواکو نن /شنبه/ وویل چې دولتي ځواکونو په موسي کلا ولسوالي کې خپله اډه پرې ایښې ده.

وسله والو طالبانو څو میاشتې پخوا پر موسي کلا ولسوالي بریدونه پیل کړي وو.

په هلمند کې د افغانستان د ملي اردو د ۲۱۵ قول اردو قوماندان محمد معین فقیر وویل، پوځیانو ته امر شوی چې د موسي کلا له روښان برجه ووځي.

د روښان مخابراتي شرکت د برج په نوم سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو اصلي اډه موقعیت لري.

د دې ولسوالي اکثره برخې د اګست په میاشت کې وسله والو طالبانو ونیولې خو لږ وروسته بېرته امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې طالبان په شا وتمبوي.

ده دا هم وویل چې له نورو سیمو او پوستو هم غوښتل شوي چې ووځي او پر ځای یې د ګریشک د لویې لارې، چې کابل ته غځېدلې ده، امنیت ټینګ کړي.

افغان امنیتي ځواکونه په مارجه او سنګین کې هم تر فشار لاندې دي.

د موسي کلا ولسوالي اړوند نور خبرونه

Helmand big Size

5 thoughts on “افغان امنیتي ځواکونه له موسي کلا ولسوالي ووتل”
  1. د ولسوالۍ نوم موسي نه ده، موسا ده.
    ترڅو به موږ عربي ژبې ته د بې ځایهدرنښت لامله موسی موسي لیکو، چې نه یې له پښتو سره تلفظ سم دی
    او نه یې بڼه سمه ده. پکار ده موسا ولیکل شي، چې بیا دغسې تېروتنه ونه شي..

  2. هلکه خبره چیرته ده او چیرته دي ویوړه ، کوښښ باید وشي چې الفاظ سم او په صحیح توګه وکارول شي نه دا چې عربې ژبې ته په لطمه وارده شي، همدا عربي ژبه وه چې پلار دې ورباندې په پيشور او کابل کې تنخوا ګانی اخلي

  3. خان محمد صاحب دا به صحیح خبره نه وی چه د چا د فلار کارونه د هغو فه زوی فوری و ترو
    ممکن ستا فلار خرکار و نو اوس تاته سوک ووایی چه ته هم خرکاری کوه
    شکر باسه چه د داسی خلکو زامن د خفلی زبی فه غم کی دی

ځواب ورکول خان محمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *