تاند- له افغانستانه د ناټو او امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته افغان امنیتي ځواکونه له هوايي ملاتړه بې برخې شوي دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، افغان امنیتي ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په ماشینګڼو او راکټونو جګړه کوي او له روسي (Mi-17) ترانسپورتي هیلي کوپترو څخه کار اخلي خو د هوايي ځواک، چې د دولت د وسله والو مخالفانو مورچې بمباري کړي، ملاتړ نه لري.

افغان امنیتي ځواکونه وايي چې له هوايي ملاتړه پرته دوی ته ګرانه ده چې د دولت وسله وال مخالفان پوره وځپي په تېره بیا اوس چې په لسګونو زره بهرني پوځیان له افغانستانه وتلي او د دوی له ملاتړه یې لاس اخیستی دی.

رویټرز وايي، ناټو شاوخوا ۳۹۰ افغان پېلوټان روزي، اکثره یې د جګړه تجربه نه لري. همداراز افغان هوايي ځواک ته د محدود شمېر الوتکو او هیلي کوپترو د ورکولو ژمنه شوې ده. له نویو هیلي کوپترو سره به د افغانستان د هوايي ځواک د هیلي کوپترو او ترانسپورتي الوتکو شمېر ۱۴۰ ته ورسېږي.

دا ځواکونه حاضردمه یوازې ۵ جنګي (Mi-35 ) هیلي کوپترې لري.

د افغان الوتکو د ساتنې د ډلې قومندان ډګروال عبدالشفیع نوري وايي چې دا شمېر الوتکې او هیلي کوپترې د دوی د جنګي ماموریت لپاره کافي نه دي.

د سږ کال تر دوبي پوري به د افغانستان هوايي ځواک دوولس ایم ډي ۵۳۰ هیلي کوپترې ترلاسه کړي.

2 thoughts on “افغان امنیتي ځواکونه له هوايي ملاتړه بې برخې شوي”
  1. په جلال اباد کې شپه او ورځ د بې پیلوټه الوتکو له ګرځېدا خوب نه راځي. ورسره په ګڼ شمېر کې هلیکوپټرې او جټ الوتکې هم ګرځي. ما ویل که دوی په طالبانو پسې ګرځي. اوس چې داسې ده، لکه چې تاسو لیکلي، نو نه له امریکا وپوښتئ، چې دا دومره غروبر نو د څه لپاره جوړ دی، چې امریکا له افغان پوځ سره په بمبار کې مرسته نه کوي، یا یې نه شي کړای؟

  2. During the past 13 years and the huge amount of money given by the donors to the government, Afghanistan should have had the best defense forces and arms to defend the people and the land. Where did the money go? and what happened to it?

ځواب ورکول نجیب ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *