تاند- د افغانستان دفاع وزارت وایې چې خپلو ټولو وسله والو ځواکونو ته یې امر کړی چې د هېواد په حریم باندې هر راز بهرني یرغل ته کلک ځواب ووايي.

دفاع وزارت دا امر وروسته له دې وکړ چې پاکستاني څرخکو پرون /سې شنبه/ په کونړ ولایت کې څو سیمې بمباري کړې.

د کونړ اوسېدونکي او د دانګام ولسوال وايي چې پرون پاکستاني هیلي کوپترو دوه ځلي دا ولسوالي بمباري کړه.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ پر دانګام ولسوالي په تېرو درو ورځو کې د درنو وسلو تر سلو زیاتې ګولۍ ویشتي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې سرحدي قوماندانانو ته یې بشپړ واک ورکړی چې که هره الوتکه د افغانستان خاورې ته د تېري په نیت راواوښته، ویې ولي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان حکومت د پاکستان د پر له پسې تېریو په وړاندې د دومره غوڅ اقدام امر کوي.

پاکستاني ځواکونو په تېرو څلور – پنځو کلونو کې د کونړ ولایت پر سرحدي ولسوالیو د درنو وسلو په زرګونو ګولۍ ویشتي دي چې له کبله یې په سلګونو ملکیان ټپیان او یا وژل شوي دي.

همداراز په سلګونو کورنۍ مجبوره شوي چې کور – اور پرېږدي او نورو سیمو ته لاړ شي.

5 thoughts on “افغان امنیتي ځواکونو ته ویل شوي چې پاکستاني الوتکې وولي”
  1. Grano lostonko salamooona
    Allah de zamoong qoowatona tawfiq warkri che pa wakht sara de panjab nasla fawj ta ghash matawoonki jawab warkri.
    Da de zamong de wlaswal fawj dera pa zai prekra da kho OS 100% tayari aw mohimato tasmim walari aw tajraba kar jenralan halta albat de jang sahi ta waligi ter so kam talfat aw kam masraf woshi .
    Allah de wakri che noor Talib poh she ya afghan fawj sara woodrigi ya khpala mazdoori wakri aw ka bia na pohigi pa khpal qoodrat sara e laminza yuosi amin ya rabighalamin.

  2. دې جنک ته هغه مجاهىدين وليګى چې په پاکيستان يې ټوېل جنګى وسلى خرڅې کړې

ځواب ورکول Mohammad Arif Haleemy ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *