تاند- افغان امنیتي ځواکونو د کندوز ولایت د خان اباد ولسوالي بېرته ونیوله.
خان اباد ولسوالي چې د کندوز ښار د ختیځ په ۲۵ تر ۳۰ کیلومترۍ کې ده، نن /شنبه/ سهار وسله والو طالبانو ونیوله.
دا ولسوالي له څو ورځو راهیسي د طالبانو له لوري محاصره وه.
د کندوز ولایتي چارواکي وايي چې د خان اباد ولسوالي د بېرته نیولو په عملیاتو کې په لسګونو چیچنیايي، پاکستاني، ازبکستاني او نور بهرني ترهګر وژل شوي دي.
خان اباد ولسوالي د کندوز او تخار ترمنځ پرته ده او د تخار او بدخشان لارې پرې سپرې دي.
له بلې خوا د ننګرهار په حصارک ولسوالي کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.
ما سره ټول امکا نات شته وسله موتر ټوپ او تانک مستقیمی لاری کږی وږی نه بلکه قیر شوی لاری جهازونه طیاری راکټونه دا څنګه کیدای شی .