تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په ننګرهار کې یې له یاغیانو څخه د سیمو د پاکولو پراخ عملیات پیل کړي چې په ترڅ کې یې تراوسه پوري شاوخوا سل تنه ژوندي نیولي دي.

د دفاع وزارت ویندوی جنرال ظاهر عظیمي رسنیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې لږترلږه ۵ یاغیان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري د دې عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

عظیمي وویل چې په عملیاتو کې، چې د ملي اردو په مشرۍ په چپرهار ولسوالۍ کې ترسره کېږي، ملي پولیس همکاري کوي.

د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد د عملیاتو په لړ کې د وسله والو طالبانو د تلفاتو شمېر زیات وباله، ویې ویل چې یوازې پنځه طالب قومندانان وژل شوي او سل تنه نور مشکوک طالبان نیول شوي دي.

ده وویل چې له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې – ګروېږنې روانې دي او په ۲۴ ساعتونو کې به څرګنده شي چې په نیول شویو کسانو کې څومره یاغیان یا د یاغیانو پلویان دي.

د ننګرهار امنیه قومندان دا هم وویل چې ممکن په نیول شویو کسانو کې د طالبانو مهم قومندانان شامل وي.

د شېرزاد په وینا په چپرهار ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو د خاصو ځواکونو او پولیسو په عملیاتو کې د سیمه ییزو طالبانو ترڅنګ د نورو سیمو طالبان او حتي پاکستاني طالبان هم په نښه شوي دي.

طالبانو په وروستیو ورځو کې بمي حملې او چاودنې زیاتې کړي دي. پرون یې د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې په یوه چاودنه کې لږترلږه ۳ تنه ووژل او ۲۴ نور ژوبل کړل.

تر دې یوه ورځ وړاندې یې د کندهار د والي مرستیال په پوهنتون کې د زده کړې په مهال ترور کړ.

One thought on “افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار په چپرهار کې پراخ تصفیوي عملیات پیل کړي”
  1. بې شرمي هم يو حد لري نو، له دې زهر خوړل غوره دي، ټول نيول شوي خلک کليوال دی، واړه واړه ماشومان يې له ځان سره وړي، تاسو ورته د ياغيانو او طالبانو نوم ورکوئ، او د جګړې قومانده د پخوا په څېر د امريکايي بادارانو په لاس کې ده، اردو له ډاره له خپلو پوستو نه شي راوتلای، دومره خيانت نه دی په کار

ځواب ورکول هېواد احمدزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *