تاند- په کندوز کې چارواکو نن /جمعه/ وویل، افغان امنیتي ځواکونو د کندوز ښار د نیولو لپاره د وسله والو طالبانو حمله ناکامه کړه.

د کندوز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ وویل، وسله والو طالبانو نن سهار وختي د کندوز ښار په لور او په شاوخوا سیمو کې یې هممهاله حملې وکړې چې لا هم دوام لاري.

د کندوز د امنیه قوماندان په وینا افغان امنیتي ځواکونو د ښار په لمنو او ۶ ولسوالیو کې د طالبانو حملې په شا وتمبولې او لږترلږه ۵۰ تنه سختدریځي یې ووژل.

د کندوز د والي ویندوی عبدالواسیع باسل چې د طالبانو د بریدونو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو تر ۶۰ زیات وسله وال طالبان ژوبل کړي دي او لا هم جګړه روانه ده.

په کندوز کې د ملي اردو ویندوی ډګروال غلام حضرت کریمي وویل چې جګړه له سهاره دوام لري.

وسله والو طالبانو تېر کال کندوز ښار د لنډې مودې لپاره ونیوه. د طالبانو لاس ته د کندوز ښار د لوېدو له کبله د دغه ښار ډېرې دولتي ودانۍ او د خلکو کورونه او دوکانونه ونړېدل.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په وینا طالبانو د کندوز ښار د نیولو په ترڅ کې لږترلږه ۵۰ تنه ملکیان ووژل او ۳۵۰ تنه نور ژوبل کړل.

همداراز امریکايي پوځیانو په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون په بمبارۍ کې ۴۲ تنه طبي کارکوونکي او ناروغان ووژل شول.

One thought on “وسله والو طالبانو د کندوز ښار د نیولو لپاره پراخې حملې کړي”

ځواب ورکول Abdul Manan Amiri ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *