تاند- افغان چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د دې لپاره چې په ننګرهار کې د دوو ښکېلو خواوو له شره خلک خلاص کړي، د دواړو پرضد تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

طالبان او داعش د ننګرهار په شېرزاد او خوږیاڼو ولسوالیو کې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې له یو بل سره په جګړه بوخت دي چې له کبله یې لسګونه زره خلک بې ځایه شوي دي.

راپورونه وايي چې د جګړې په سیمه کې کانونه شته او د داعش غړي توانېدلي چې طالبان له ګڼو سیمو پسې واخلي.

افغان چارواکو نن /سې شنبه/ وویل چې پرون /دوشنبه/ دولتي ځواکونو هوايي او مځکني عملیات پیل کړل څو سختدریځې ډلې له سیمې څخه تصفیه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د داعش ۲۲ غړي وژلي او دوه سلاکوټونه یې ورویجاړ کړي دي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطاالله خوږیاڼی وايي چې د تېرې شپې عملیات د داعش پر ضد وشول خو امنیتي ځواکونه غواړي چې طالبان هم له سیمې وباسي.

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي سهراب قادري رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د داعش او طالبانو د جګړې له کبله تر ۹ زره ډېرې کورنۍ مجبوره شوي چې نورو سیمو ته ولېږدي.

د قادري په وینا د دولتي ځواکونو عملیات تراوسه پوري نه دي توانېدلي چې د داعش او طالبانو جګړه پای ته ورسوي او کلیوالو ته شرایط برابر کړي چې بېرته خپلو کورونو ته لاړ شي.

ده دا هم وویل چې په ځینو هوايي حملو کې د خلکو کورونه زیانمن شوي دي.

ښکېلو خواوو د خلکو له کورونو څخه مورچې جوړې کړي دي.

One thought on “افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د ښکېلو خواوو پرضد عملیات پیل کړل”
  1. ښه کار نه کوی چی مداخله کوی که یو زره هم په سیاست او نظامی اصل پوهیږی باید چی نوکان ورته وجنګوی چی جنګ یی نور هم تود شی

ځواب ورکول Aklin Jan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *