تاند- افغان امنیتي ځواکونو د میدان وردک ولایت په دای میرداد ولسوالي کې پر یوه روغتون حمله وکړه او درې تنه یې پکې ووژل.

د سیمې اوسېدونکو نن /پنجشنبه/ وویل چې په دې حمله کې، چې پرون /چهارشنبه/ د سویډن په مرسته پر چلېدونکي روغتون وشوه، افغان پولیسو او ملي اردو برخه لرله.

ویل شوي چې حملې څلور ساعته دوام کړی او ګومان کېږي چې په روغتون کې د وسله والو طالبانو غړي وژل شوي دي.

د دای میرداد اوسېدونکي وايي چې امنیتي خواکونه له هیلي کوپترو څخه روغتون ته کښته شول.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې دا برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې افغان امنیتي ځواکونو په روغتون باندې په یرغل سره د جینوا د کنوانسیون څرګنده سرغړونه کړې ده.

د جینوا د کنوانسیون د بشري قانون پر اساس«طبي مرکزونه او طبي کارکوونکي باید هر چا ته چې روغتیايي مرستې ته اړتیا ولري، مرسته ورسوي او ناروغان (ټپیان) باید خوندي وي.»

د سویډن کمېټې ویلي چې د دې پېښې په اړه نورې څېړنې کوي.

په همدې حال کې د میدان وردک د پولیسو ویندوی عبدالولي نورزي وویل، د ملي اردو خاصو ځواکونو دا عملیات کړي دي.

ده دا هم وویل چې ممکن د ملي اردو له خاصو ځواکونو سره په دې برید کې امریکایانو هم مرسته کړې وي.

نورزي دا هم وویل چې په روغتون کې وژل شوي کسان «ترهګر» ول او «موږ په دې خوشاله یوو چې ترهګر ووژل شول.»

د ناټو او امریکايي پوځیانو یوه ویندوی لوېدیځو رسنیو ته ویلي چې په عملیاتو کې دوی برخه نه لرله.

له بلې خوا په کابل کې د کورنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي وویل چې د افغانستان خاصو پولیسو دا عملیات کړي او په ترڅ کې یې د طالبانو ۵ غړي وژلي دي.

د کورنیو چارو وزارت دې سرچینې دا خبره رد کړه چې ګنې خاص پولیس روغتون ته ننوتي دي.

د نیوراک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه ۱۰ بستري روغتون رييس ډاکتر وحیدالله، چې د برید په مهال په روغتون کې و، د ټېلفون له لارې لوېدیځو رسنیو ته ویلي چې «د چهارشنبې په ماښام د روغتون دپاسه هیلي کوپترې ګرځېدې او د شپې ۱۱ بجې ځواکونه کښته شول، د روغتون پر دېوالونو راوختل، د روغتون د ټولو کارکوونکو لاسونه یې ولچک کړل، او په خپله یې کوټه په کوټه تلاشي پیل کړه، پوښتنه یې کوله چې طالبان چیري دي.»

د ډاکتر وحید الله په وینا د حملې په مهال د یوه ماشوم په ګډون ۴ ناروغان په روغتون کې ول، امنیتي ځواکونو دوه تنه د هغوی د کورنۍ له غړیو سره بېول، د غونډۍ لور ته یې یووړل او هلته یې پرې ډزې وکړې.

ډاکتر وحید الله دا هم ویلي چې دوو امنیتي ځواکونو په انګلیسي خبرې کولې او داسي ښکاري چې بهرنیان ول.

د سویډن کمېټې د ارتباطاتو مسوول بورن لیند (Bjorn Lindh) وویل چې امنیتي د روغتون کارکوونکي وهلي دي.

ده همداراز وویل چې امنیتي ځواکونو له روغتون څخه دوه تنه ټپیان بېولي دي، د معلوماتو له مخې روغتون ته نژدې په کوم ځای کې یې وژلي دي.

د میدان وردک د ولایتي شورا ريیس اختر محمد طاهري د بي بي سي نړیوالې رادیو ته ویلي چې عملیات خاصو افغان ځواکونو کړي.

طاهري دا هم ویلي چې په دغه روغتون کې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو درملنه کېده.

ویل شوي چې روغتون د دای میرداد په سیدان تنګي کې دی او دا کلی د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

د تېر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې، د طالبانو لاس ته د کندوز ښار له لوېدو وروسته، امریکايي پوځیانو په دغه ښار کې د بې پولې ډاکترانو روغتون بمباري کړ چې لږترلږه ۴۲ تنه پکې ووژل شول.

له بلې خوا د سره صلیب نړیوالې کمېټې د غزني د دوو ولسوالیو ترمنځ د خپلو ۵ کارکوونکو د تښتول کېدو په اعتراض کې په غزني ولایت کې فعالیت درولی دی.

سور صلیب له درو لسیزو راهیسي په افغانستان کې له ټولو خواوو سره یوشان بې غرضه بشري مرستې کوي.

One thought on “افغان امنیتي ځواکونو په وردک ولایت کې د سویډن پر روغتون برید کړی”
  1. غلامان خو چه دبادار حکم ونه مني خوراکه یی نه هضمیگي،
    ددوی او یرغلگرو سه فرق پاته سو؟؟؟

ځواب ورکول ايمل خاكسار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *