تاند- افغان چارواکي او د ناټو پوځي قومندانانو تایید کړه چې نن سهار د نړیوالو ځواکونو د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال ظاهر عظیمي وویل، شاوخوا درې نیمې بجې بې پېلوټه الوتکې په لوګر ولایت کې پر افغان عسکرو برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۵ تنه ووژل شول او ۸ نور ژوبل شول.

د ناټو په مشرۍ نړیوال ايتلاف په یوه خبرپاڼه کې تایید کړه چې د دوی د عملیاتو په ترڅ کې افغان پوځیان سهواً وژل شوي دي.

د لوګر د والي ویندوی دین محمد دروېش وویل چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه پوسته برید شوی دی.

دواړو هم ناټو او هم افغان چارواکو وویل چې د پېښې په اړه تحقیقات روان دي.

د ناټو ځواکونو د حملو په نتیجه کې د ملکي افغانانو تلفاتو د افغانستان د حکومت او امریکا ترمنځ  تل اختلاف پارولی دی تر دې چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نه حاضرېږي چې له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي وویل چې د افغانستان حکومت په لوګر ولایت کې پر افغان امنیتي ځواکونو د نړیوالو پوځیانو حمله غندي .

ده دا هم وویل چې ولسمشر کرزي د دې پېښې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

3 thoughts on “افغان او ناټو چارواکو په لوګر کې د افغان پوځیانو وژل کېدا تایید کړه”
  1. افغان حکومتی مسولین او نور خلک ولي د دي وحشي بمبارۍ په وړاندې چوپه خوله پاتې دي، که يې په دې افغان عسکرو زړه نه دي بدشوی، او ياهم د کوم لوي حکومتی مامور او پيسه دارو خلکو اولاد په دې شهيدانو کې نشته دي، که دا حکومت کومې مخالفې ډلې د دښمنۍ تر عنوان لاندې کړې وای بیا به هم داخلک چوپه خوله ناست وای، لکه اوس چې امریکایانو د دوستۍ او همکارۍ تر عنوان لاندې کړيده!

  2. خدای دی دوی تبا او برباد کړی خدایه تر څوبه د افغانانو وینی داسی بی ارزښته وی او تویږی به خدایه ته په مونږ باندی رحم وکړی او داسی مشران مو په اقتدار کړی چی د دی مظلوم ولس خواخوږی وی لکه د حضرت عمر حضرت ابوبکر حضرت عثمان او حضرت علی (ض) په شان چی همیش د الله پاک ورسپارل شوی وظیفه یی په ښه توګه تر سره کوله خدایه نور دا په ډالرو مین مشران او دا د خارج غلامان تبا کړی چی د دی پوښتنه نه کوی چی ولی ووژل شی بیا یو ځلی نه دا څوم ځل دی چی دوی دا کار وکړی خوبیا وایی چی سهوا دا کار وشو مونږ به خپلی څیړنی وکرو او نتیجه به یی خلګو ته واوروه هفه څه پری وکړو چی په واروار دا کار کیږی زه خو په خدای قسم چی ددی ولس عالمانو ت حیرانه یم چی دا ټول ستمونه دکافر له لوری وینی خو بیا هم دوی چوپ دی ولی داسی نه وایی چی جهاد روا دی زما مطلب د جهاد اعلان ددی خدای وهلو او کافرو او ددوی لاسپوڅو په ضد نه کوی چی ولس راپورته شی او خپل برخه لیک په خپله وټاکی زه وایم چی په خدای قسم چی دا طالبان چی زمونږ بعضی خطاوتلی وروڼه وایی چی دوی خطاوتلی دوی بل څوک استعمالوی خو په خدای حق دی او باید ټول ولس ورسره ودریږی د دی کفارو او د دوی د لاسپوڅو په ضد او دا ځکه وایم چی په خدای زړه می په خپل ولس خوږیږی

ځواب ورکول sahel ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *