تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د سوداګرو استازو له اسلام اباده وغوښتل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي لارې ژر تر ژره پرانیزي.
دوی وویل چې د دغو لارو بندېدا اقتصادي او ټولنیزو اړیکو ته زیان اړوي او په نتیجه کې یې د دواړو خواوو ترمنځ اعتماد له منځه ځي او لوی مالي تاوان اوړي.
پاکستان د لاهور او سند له انتحاري حملو وروسته په دې پلمه چې ګواکي له افغانستانه ترهګر وراوړي د تورخم او سپین بولدک لارې بندې کړې.
پاکستان ټوډې ورځپاڼه د سوداګرو په قول وايي، د تورخم د بندېدو له کبله شاوخوا ۳ زره له ماله بار کانتینرونه په پېښور کې ایسار شوي او ۲ زره نور کانتینرونه سپین بولدک ته نژدې په چمن سرحدي ښارګي کې ولاړ دي.
په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو یو شپږ کسیز پلاوی، چې اسلام اباد ته تللی، د پاکستان د سوداګري خونو له غړیو سره وکتل چې د تورخم او سپین بولدک لارو د بندېدو په نتیجه کې سوداګرو ته د تاوان په اړه خبرې وکړي.
د افغانستان د سوداګري او صنایعو خونو غړي احمد شاه یارزاده په اسلام اباد کې د دواړو هیوادونو د سوداګري خونو او سوداګرو د استازو په غونډه کې وویل«د افغان سوداګرو په استازیتوب اجازه راکړئ چې ووایم موږ له پاکستان سره سوداګري راکړو ورکړو ته لېواله یوو ځکه چې زموږ دین، ژبه او کلتور یو دی.»
ده په عین حال کې خبرداری ورکړ چې د لارو د بندېدو له کبله به افغانستان مجبوره شي چې د پاکستان لارو ته بیخي شا واړوي او د نورو هیوادونو په لارو کاروبار وکړي.
یارزاده وویل چې نور ګاونډي هیوادونه لېواله دی چې له افغانستان سره سوداګري پراخه کړي.
پاکستاني سوداګرو وویل چې د افغان سوداګرو اندېښنه تاییدوي، دوی هم ورته نظر لري او له خپل حکومته غواړي چې سمدستي پوله برانیزي.
د یکشنبې په ورځ (مارج۱۲) د پاکستان د مشرانو جرګې د قبایلي سیمو استازي سناتور تاج محمد اپرېدي وویل چې پوځ به ژر پوله پرانیزي.
سناتور تاج محمد اپرېدي، په لنډیکوتل کې د نجونو په یوه ښوونځي کې د وینا په مهال وویل چې د لارو د بندېدو له کبله د دې سیمې اوسېدونکو په ملیونونو روپۍ تاوان کړی دی او په ځانګړي ډول هغو خلکو ډېر تاوان کړی چې میاشتنی معاش نه لري او د ورځې له خواریو څو روپۍ ترلاسه کوي.
سناتور تاج محمد اپرېدي بې له دې چې د پنجابي پوځ نوم واخلي وویل«هڅې روانې دي چې پښتانه په بېلابېلو چلونو او تاکتیکونو کمزورې کړای شي.»
پاکستان د تېرې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې (مارج ۷ – ۸) په ورځو د سپین بولدک او تورخم لارې یوازې د هغو افغانانو لپاره موقتاً برانیستې چې پاکستان ته په وېزو تللي ول او غوښتل یې چې بېرته افغانستان ته واوړي.
په دغو دوو ورځو کې د پاکستان په وینا ۵۲ زره افغانان خپل هیواد ته لاړل خو ډېرو نورو ته موقع برابره نه شوه چې واوړي.
د زاریو لاره بریزدی غیرت در وراندی کری ای افغانانو!