اسماعیل خان

خبریال: میرویس جلالزی –  محمد اسماعیل خان چې یو مهال د پخواني شوروي پر وړاندي په جګړه کې مخکښ رول درلود په ولسمشر غني نیوکه کړې چې ګواکي دی او د ده په څير کلک او صادق مجاهدین يي له واکه څنګ ته کړي او لا هم هڅې کوي چې مجاهدین له واکه لري کړي.

محمد اسماعیل خان یو مهال د اوبو او بریښنا وزیر او په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالرب رسول سیاف مرستیال وو.

هغه په هرات کې د (امیر) په نامه شهرت لري او یو شمیر پلویان هم لري.

۶۸ کلن اسماعیل خان وايي چې اشرف غني جهادي مشران واک ته د ځان د رسولو په برخه کې وکارول لیکن اوس يي هغوی هیر کړي او هڅه کوي د نوموړي په خبره ریښتني افغان مجاهد مشران له واکه څنګ ته کړي.

هغه په هرات کې د یوې مرکې پر مهال وویل چې جهادي مشران اوس په واک کې نه شته او دغه کار د امنیتي ځواکونو په منځ کې د مایوسي فضا حاکمه کړې ده .

ویل کیږي په ختیځ کې جهادي مشر ګل آغا شیرزی، په مرکز کې د حاجي قدیر وروڼه، په لویدیځ کې نور جهادي مشران او په شمال کې عطا محمد نور هغه د اسماعیل خان په څير جهادي قوماندانان ول چې نوموړی باور لري له واکه یا لري کړای شوي او یا هم بي سلاحیته په واک کې پاتي دي.

تر هغه دمخه یوه بل جهادي قوماندان عبدالرب رسول سیاف هم پر حکومت نیوکه کړې وه چې مخکښ مجاهدین یي له واکه لري کړي دي.

اسماعیل خان وايي اوسنی نظام مشروعیت نه لري ځکه د دوو مشرانو په منځ کې د امریکايي چارواکو د توافق پر بنا رامنځ ته شوی دی.

دغه پخواني جنګ سالار کوت څنډنه کوي چې حالات به د اوسني نظام د پالیسو پر اساس نور هم خراب شي او دا چې حکومت له پاکستان سره ځان نږدې کوي دا د ا فغانستان په خیر نه دی.

نوموړی وايی پاکستان به کله هم له افغانستان سره صداقت و نه کړي او هیڅکله باید پر پا کستان باور و نه شي.

دغه پخوانی جنګ سالار چې ویل کیږي د اتیایمي لسیزي پر مهال د بشري جرمونو مرتکب هم دی وړاندوینه کوي چې راتلونکی کال به د اوس په پرتله جګړه نوره هم تیزه او توده شي.

نوموړی وایی دی به خوشهاله وي چې مرکزي دولت ورڅخه د طالبانو پر ضد د جګړې غوښتنه وکړي.

دا لومړی پخواني جهادي قوماندان دی چې په غیر مستقیمه توګه مني چې وسله والي جنګ ته چمتو ملیشي لري.

اسماعیل خان مجاهدین د افغانستان د نفوس غټه برخه بولي او وايي که حکومت دغه مجاهدین خوشاله و نه ساتي نو دا به په راتلونکي کې جدي خطر رامنځ ته کړي.

هغه دا و نه ویل چې مجاهدین په څه خوشاله کیږي لیکن تر ډیره يي د مجاهدینو مشرانو ته د کلیدي پوستونو د سپارلو مطالبه کوله.

9 thoughts on “افغان جنګ سالاران په ولسمشر غني په غوسه شوي دي”
  1. جهاد خو فی سبیل الله وی نه د پیسو او امتیاز یا د دولتی پوستو دچور او چپاول لپاره.
    که تورن اسمعیل په واک کی وی نو جهاد ته درناوی شوی او که د چور او چپاول زمینه ورته برابره نشوه نو بیا خفه دی.

  2. شما جهادی های لعنتی به کلمه شرم توهین استید. حتی شرم هم از استفاده از کلمه شرم برای شما مایوس میشود، زمانی که کسی به شما جهادی های پست فطرت و پیسه دوست این کلمه را استعمال میکند.

  3. زما به فکر دا خبری د ملک په ګټه ندی ، پریږدی چه نور افغانان یا نوی او با ا حسا سه څیری را منڅــــته شی او دا ملت د بدبختی څخه وباسی ، او تاسو داسی رول ادا کړی لکه په کور یا کلی یا ولایت کی یو با نفود مخبوب شخص اداء کوی او ولس د بی اتفاقی او تیارو کندو ‌ژغوری او په سمه او مستقیمه لاره یی رهبری کوی. مننه

  4. برادر اسماعیل خان
    لطفا دیګراز این نوع افواهات و تبلیغات علیه ملت افغانستان جلوګیری نمایید این اخطار به دولت افغانستان نی بلکه به ملت افغانستان است آخر تا چه وقت خون این ملت را نوش جان میکنید آخر تا چه وقت به نام جهاد ازین ملت بیچاره باج میګیرید، شما در زمان وزارت تان چه کردید که حال هم توقع وزارت را دارید؟ شما به عوض اینکه ملت را میکوبید بیایید به این کشور خدمت کنید فکر میکنم ضرور نه خواهد بود که حتما وزیر باشید شما با دالرهای میلیونی تان که در زمان اقای کرزی صاحب آن شدید میتوانید فابریکه ای بسازید هم تعداد هموطنان ما در آن اشتغال حاصل خواهند کرد و هم خدمتی به کشور خواهد شد
    زمانی که همرای کرزی بودید حکومت مشروعیت داشت ولی امروز این حکومت نزد تان مشروعیت ندارد؟ ایا در زمان کرزی حکومتش را ملاییک ساخته بود یا اصحاب کرام؟
    به لحاظ خدا دیګر این ملت بیچاره آرام بمانید اګر همکاری نه میکنید انارشی و بی نظمی هم نه کنید آخر ریش سفید هستید به عوض این کارها فعلا یک اندازه اعمال نیک برای آخرت تان هم جمع آوری کنید

  5. Don,t worry Mir Aziz power is not available always let other and encourage youth and educated people for Afghanistan development secure security in over all country, love your people, love country,don,t love money and power and pray for afghan to have good idea for good live and development thanks

  6. د افغانستان جهاد یو مقدس جهاد وه اود مبارکو شهیدانو د وینو او د غازیانو د کلک عزم او اراده نتیجه وه چی الله تعالی سره کافر شرمیدلی نیست او نابود له افغانستان نه وویستل، اوس که څوک ددی دعوی کوي چی ما جهاد کړي، اول د میدان ته راشی، چی د څه لپاره یی جهاد کړی ده، که د الله تعالی د رضا لپاره او که د مال او دولت لپاره، که د الله تعالی د رضا لپاره یی جهاد کړي وه نو بیا چوکۍ ته په رسیدو باندي ولي خپل اجر خرابوی، او که د مال او دولت لپاره یی جهاد کړي وي، نو بیادي محاسبی ته کینی چی ودي څومره مال خوړلی او څومره یی غریب ملت ته ورکړی ده. اول خو د اسماعیل خان نه دا تپوس وکړه چی د ۱۳۸۱ نه تر ۱۳۸۴ پوری د هرات د ګمرګ عایدات (د عوایده د لوی ریاست د معلوماتو په اساس ۱۲ ملیارد افغانی) د کال کیږي دا چیرته لاړی، تا خو هسی هم د مال لپاره جهاد کړی ده او ددخپل زریار نه دی زیات مال تر لاسه کړی نو اوس نو ولي چغی او سوري وهی همدا دی بس نده ،

  7. اسماعیل او سیاف هغه وحشیان دی چی مثل یی په حیواناتو کی هم نشته. او اوس غواړی چی بیا دافغانستان مظلوم ملت په تیاروکی وساتی بلخصوص سیاف د افغانستان دخلکو قاتل او لوټ مار فعلآ سیاف دی انسان تښتونکو سرګروپ او دمافیا غړی ده چی په تیرو کلونوکی یی په لس هاو دکابل مظلوم خلکی دخپل دوراره په واسطه اختطاف کړی دی او په میلیونو دالر له دی لاریی په لاس راوړیی دی نو باید دی خاینینو ته خپله جزا ورکړل شی

  8. This man always wanted power and money, he or( they JAHADIEST) don’t care about Afghanistan and Afghan people. They call them self’s AMIR, STERGENERAL, MARSHAL… and I am sure, in the next few years they will call them self’s ( PAYGHAMER). They are worse then animal….

ځواب ورکول Assadullah sultanzai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *