تاند، سه شنبه، د جدي ۱۷ مه: د بهرنیو چارو وزارت وایي، بامیان ولایت ته د قاسم سلیماني د ځای ناستي اسماعیل قاني د سفر په اړه پلټنه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان نن خبریالانو ته وویل چې ښاغلی قاني هیڅکله په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال نه و خو دوی به پلټنه وکړي چې دغه کس څنګه د مرستیال سفیر په نوم د بامیانو له والي سره ولیدل؟
د بامیانو والي وایي، د ښاغلي قاني سفر دغه ولایت ته د ایران د سفارت د مرستیال په نوم ترتیب شوی و.
اسماعیل قاني چې د افغانستان او پاکستان لپاره د سپاه قدس عملیاتي مسوول و، تیره سرطان میاشت کې یې بامیانو ته سفر کړی، خو اوس په اړه نیوکې زیاتې شوې دي چې څنګه دغه جاسوس په افغانستان کې ښکاره فعالیت کاوه.
Shari Napursan (the city of no questions)
Why didn’t the, governor of Bamiyan, informed the Kabul government of the meeting with Qaani??
The governor of Bamiyan should have informed the state department or some one else in Kabul of Qaani trip to Bamiyan.
متآسفانه د جهاد په وختونو کې زمونږ ګاونډیانو د افغانانو له پاکوزړونو او نیتونو نه ډېره ناوړه ګټه واخیسته ، دوي د مهاجرینو په منځ کې خپل ځري او جاسوسان وروزل. د مدرسو او ښوونځیو ، پوهنتونو شاګردانو او محصلینو ، د جهادي قومانداناو او رهبرانو منځ کې نفوذ وکړ او بېشمېره جاسوسان یې وروزل. له دغو جاسوسانو نه اوس یو زیات شمېر بانفوذه قوماندانان او مشران جوړ شویدي ، په حساسو ځایونو کې په دندو ګمارل شویدي چې په ډېر لږ وخت کې د دولتي تصمیمونو او فیصلو لومړی لاس مالومات د مدرنو تخنیکي وسایلو پواسطه خپلو بادارانو ته ورکوي.
زمونږ غوښتنه له دولتي او امنیتي ادارو نه داده چې د نویو کارمندانو د استخدام په وخت کې د هغوي د تحصیل ځای ته ډېره پاملرنه وکړي. که تر ټولو ښه او مستعد ځوان وي خو چې د پردیو د استخباراتو غړی وي ، د افغانستان دولت ته یې د ګټې پرځای تاوان ډېر دی