افغان حکومت سوله غواړي، خو پاکستان د سولې په نوم پر افغانستان د خپلې خوښې حکومت غواړي چې دې هدف ته د رسیدو لپاره لومړۍ غوښتنه یې د مؤقت حکومت ده!

تېر کال چې کله ولسمشر غني د سولې طرحه وړاندې کړه، نه یواځې په داخل د افغانستان بلکې نړېوالو هم دغه طرحه خوښه او وستائیله. د ولسمشر غني ادارې او په ځانګړي ډول د سولې عالي شورا کوښښونو په نتیجه کې پرته له پاکستانه تقریبا د نړۍ نورو ټولو اسلامي هېوادونو په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع او حرامه وګڼله. پاکستان چې تل په افغانستان کې امن او سوله نه غواړي نو هیڅ موقع یې نده ضایعه کړې. کله چې په کابل کې د ۷۵۰ علماؤ په شمول غونډه جوړه شوه، د پاکستاني پوځ لخوا د طالبانو په واسطه پرې خونړی برید ترسره شو چې په نتیجه کې د ۱۲۰ څخه زیات ملکي وګړي او عالمان شهیدان او ټپیان شول.

لدې وروسته په انډونېزیا کې د پاکستاني ملایانو په شمول یوه ستره غونډه جوړه شوه چې هلته هم پاکستاني ملایانو په خورا بې شرمۍ روانې جګړې ته د مشروعیت او موجوده نظام او حکومت یې لاسپوڅې او کفري نظام ثابتولو کوښښ وکړ او د معصومو افغانانو وینه تويولو ته یې د جهاد نوم ورکړ.

پاکستان چې د خپلو مفاداتو جنګ په افغانستان کې د مذهب په نوم د طالب په واسطه روان ساتلی، دا ورته هیڅکله د منلو وړ نه وه چې د مذهب په نوم جګړه دې د حق پرسته علماو لخوا حرامه او ناجائزه وګڼل شي. د کابل او انډونېزیا د علماؤ کانفرنسونه هغه څه وو چې پاکستاني استخباراتي اداره (اې ایس اې) یې سخته وارخطا او دې ته مجبوره کړه چې د حق پرسته علماؤ له منځه وړلو پلان جوړ او د طالبانو په واسطه یې عملي کړي. په کابل او د هېواد په نورو ډېرو برخو کې حق پرسته علماء د نامعلومو کسانو لخوا په شهادت ورسول شول. نه یواځې علماء بلکې د اې ایس اې لخوا طالبانو ته د وطندوسته او مخلصو اشخاصو لکه ملي شهید ستر جنرال عبدالرازق او د ستر شهید عبدالجبار قهرمان د وژلو پلان هم ورکړ چې دغه پلان د طالبانو لخوا په کامیابۍ سرته ورسول شو. په ورته وخت کې د هېواد په ټولو برخو کې جنګ تود او د ملکي وګړو سره سره د ملي اردو او پولیسو د شهادتونو ګراف هم لوړ شو. د ولایاتو سقوط او ورته ټولې دسیسې چې د پنجاب لخوا د طالبانو په واسطه عملي کیدلې، هدف یې همدا وو چې د ولسمشر غني د سولې طرحه ناکامه او افغانان په یوه نه ختمیدونکي جګړه کې بوخت او بلاخره ختم کړي.

د پاکستان د پوځ مشر قمرزمان باجوه ولسمشر غني ته په کابل کې په یوه ناسته کې وویل چې د طالبانو جهاد(؟) په اړه دې کابل د مذهب او علماؤ د فتوا څخه ډډه وکړي. د دې خبرې معنا یې دا وه چې د مذهب په نوم د جنګ میدان ګرم ساتلو لپاره د جائز او ناجائز، حلال او حرام فتوا ورکولو حق فقط پاکستان ته شته او بل هیڅوک دا حق نلري!

ولسمشر غني چې د بل هر چا زیات سولې ته ژمن دی نو له همدې امله یې خپله پالیسي پرمخ یوړه او بالاخره پردې وتوانېدو چې سعودي عربستان کې د افغان جنګ په هکله یو کانفرنس جوړ کړي. پدغه غوڼده کې پرته له پاکستانه تقریبا د ټولو اسلامي هېوادونو سترو عالمانو، شیوخو او د حرمینو شریفینو امامانو ګډون وکړ او وروسته له څو ورځو بحث یې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې پکې افغانستان کې روان جنګ ته فساد او د افغانانو وینه تویول یې حرام وګڼل، او دا هغه څه وو چې پاکستان نه غوښتل.

په ورته وخت کې د افغان حکومت د کامیابو پالیسیو له کبله نړۍ ته د پاکستان دوه مخه پالیسي په ډاګه شوه چې په نتیجه کې پاکستان د ترهګرو سره د مالي همکارۍ له امله په خړ لسټ کې شامل کړای شو. د داخلي خاینانو، پردیپالو،ایجنټانو او زورواکو ځپل او بې واکه کول، د پاکستان پرځای نورو هېوادونو بالخصوص هند او چین سره تجارتي اړېکو ډېرول، د پاکستان څخه د افغان مهاجرینو بېرته وطن ته راستنېدل، افغاني صادرات اروپايي هېوادونو ته د لېږلو لپاره هوايي دهلیزونه پرانیستل او د اوبو سم مدیریت د ولمسمشر غني هغه کامیابې پالیسۍ وې چې د پاکستان اقتصاد یې صفر ته راښکته کړ.

خراب اقتصاد او نړېوال فشارونو پاکستان دې ته مجبور کړ چې طالبان د مذاکراتو میز ته راکش کړي او دا خبره تېره ورځ خپله د پاکستان د پوځ ویاند هم وکړه چې دوی طالبان د مذاکراتو مېز ته حاضر کړل.

پاکستان سره د خپل ټول قوت پردې ونه توانیدو چې د سولې مذاکرات ناکام کړي او تر دې ځایه رارسیدو مخه یې ونیسي. که څه هم د سولې اوسني مذاکرات د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه سازي ده خو پاکستان هیڅکله طالبان د افغان حکومت سره مذاکراتو لپاره نه پرېږدي ځکه که چېرته داسې اوشي نو پاکستان د سولې په نوم د امتیازاتو بې برخې کېږي. پاکستان د خپلو ډېرو ناکامیو لامل ولسمشر غني ګنړي او پردې پوهیدلی چې د ولسمشرغني په موجدیت کې دوی نور خپل هدف نشي ترلاسه کولای نو ځکه غواړي چې د سولې مذاکراتو کې خپله خبره چې هغه د مؤقت حکومت غوښتنه ده، د طالبانو په خوله وکړي.

پاکستاني جنرالان په کویټه کې طالب مشرانو ته امر کړی چې د سولې مذاکرات به هیڅکله د افغان حکومت سره نه کوي، د مؤقت حکومت غوښتنه به حتما کوي او په متحده عرب اماراتو، قطر او بل هر هغه ځای چې دوی ورته امر وکړي، حتما به د سولې مذاکراتو لپاره حاضرېږي او د اې ایس اې د ایجنټانو پرته به په هیڅ ځای کې د سولې مذاکراتو ته نه حاضرېږي.

پاکستان غواړي چې د مؤقت حکومت په رامنځ ته کولو د ۹۰ کلونو تاریخ تکرار او یو وار بیا په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت مسلط او خپل وحشت ته ادامه ورکړي.

عطاءالرحمن هدایت

نیویارک، امریکا

4 thoughts on “افغان حکومت سوله غواړي خو پاکستان…|  عطاالرحمن هدایت ”
  1. NATIONAL AFGHAN GOVERNMENT DID TOO MUCH PROGRESS IN DIFFERENT AREA/ KHALILZAD&TALIBS PEACE AGENDA DICTATED BY PAKISTAN/
    BY TEMPORARY GOVERNMENT WANT AGAIN WARLOORDS/CORRUPTINIS AND MILLIONAIRE BRING BACK IN POWER.
    AND SECOND BUNN CONFERENCE ,
    THIS FORMOL WAS NEGATIVE FOR US.
    KHALILZAD IS ANTI PASHTOON FACE,DO NOT TRUST HIM,
    THANK YOU

  2. پاکستان سره د خپل ټول قوت پردې ونه توانیدو چې د سولې مذاکرات ناکام کړي او تر دې ځایه رارسیدو مخه یې ونیسي. که څه هم د سولې اوسني مذاکرات د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه سازي ده خو پاکستان هیڅکله طالبان د افغان حکومت سره مذاکراتو لپاره نه پرېږدي ځکه که چېرته داسې اوشي نو پاکستان د سولې په نوم د امتیازاتو بې برخې کېږي. پاکستان د خپلو ډېرو ناکامیو لامل ولسمشر غني ګنړي او پردې پوهیدلی چې د ولسمشرغني په موجدیت کې دوی نور خپل هدف نشي ترلاسه کولای نو ځکه غواړي چې د سولې مذاکراتو کې خپله خبره چې هغه د مؤقت حکومت غوښتنه ده، د طالبانو په خوله وکړي.

  3. هو ،کاملا عینی او ملی ګټو سره همغږی تحلیل او ارزونه.
    زموږ ویښ او باهمته مؤمن ملت داسی صلح نه غواړی چی د آی-اس- آی په غیر انسانی او شرپسند اهدافو ککړه او د دښمن او مزدورانو لپاره بری او د ملت لپاره تباهی او شاته تګ وی او دا غوشښتنی د طالب تر شا او ګیری لاندی د آي-اس-أی دی ، ځکه دین،عدالت او انسانی خوی نه بهر او د جنګ د دوام معنی لری ..
    زما وړاندیز او غوښتنه له عقدوی سیاسیونو چی ملی ګتو او د ملت د ژوند نه پرته ،فقط خپل جیب او شخصی رول اود ګټو جنون لری پدی حساسو شیبو کی نباید سترګی پټی او خوله خلاصه او هغه څه وشیندی چی ټولی عقدوی خبری او جفن ګونه وی،باید د ملی ګټو پر خلاف احمقانه دریځ نه ډډه وکړی او د طالب په څیره کی شریر غلیم ته ، تبر ورلاستی نکړی نو لازمه ده چی هغه
    سیاسی مسؤلین چی د احزابو او یا ائتلافونو او نورو ډلګیو تر عنوان لاندی ، ملت ته د بی کفایتی ،انحصار او اجنبی غلامیو تارثابت کړی او ازمویل شوی نباید دقانونی محرومیت او جنایاتو له کبله خپل خیر په ملی شر کی ولټوی چی دا پدی حساسو شیبو کی بیا هم عدم ظرفیت او عدم تعهد د ملی ګټو د ساتنی کوی او نباید عقلا ورته غوږ کیږدی .
    دربساط نکته دانان خود فروشی شرط نیست
    یاسخن دانسته ګو ای مرد دانا یا خموش
    او د انتقاد آداب ، اهل انتقاد ، وقت او روش د اصلاحی انتقاد،اصلاح که شرانګیزی ، ملی او اسلامی ګټی که شخصی او نور عندالموقع بیانات او شرعی موقف هغه څه دی چی وارثان د انبیاء (ع) باید اوله خبره وکړی او ملت له ابهام او ګمراهی نه وژغوری ورنه کتمان د حق هلاکت دی

  4. پاکستان غواړي چې د مؤقت حکومت په رامنځ ته کولو د ۹۰ کلونو تاریخ تکرار او یو وار بیا په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت مسلط او خپل وحشت ته ادامه ورکړي.

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *