د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نریندر مودي

تاند – ارګ وایي چې افغان حکومت وروسته له هغه په پاکستاني لاریو منځنۍ اسیا ته تللې لاره بنده کړه چې پاکستان د افغان حکومت له مکررو غوښتنو سره سره هم اجازه ورنه کړه چې افغان مالونه د پاکستان له لارې تېر شي.

د جمهوري ریاست یوه ویاند شاه حسین مرتضوي رسنیو ته وویل چې، افغانستان هڅه وکړه چې د سیمې هېوادونه د ټرانزېټ او سوداګرۍ په برخه کې سره ونښلي، له نورو ګاونډیو هېوادونو سره همکاري روانه ده خو پاکستان په دې برخه کې ناغېړي کوي.

د افغانستان انګور
د افغانستان انګور

ښاغلي مرتضوي وویل چې، د افغان سوداګرو پر مالونو بار چینایی اورګاډی د افغانستان شمال ته ورسېد او د افغانستان لویدیځ د اورګاډي پټلۍ له لارې ایران سره وصل شو او ټاکل شوې له ترکمنستان نه هرات او د فاریاب اقینې بندر ته د .اورګاډي پټلۍ پرانستل شي

افغان سوداګر وایي چې، پاکستان په بېلابېلو وختونو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د تازه مېوو د رسېدلو په وخت کې په افغان ټرانزېټ لاریو خپلې پولې بندوي چې ډېر وختونه د افغانستان مالونه په سرحدونو کې خرابېږي او افغان سوداګرو ته سخت زیانونه وراوړي.

ویل کیږي چې سږ کال له یوې خوا د پاکستان حکومت د افغان لاریو پر مخ د چمن سرحد وتاړه او بلې خوا ته یې د خپلو پلوي طالب ملېشو په لاس په کندوز ولایت کې د الچین پول ونړاوه چې د افغان سوداګرو رابطه له منځنۍ اسیا سره هم وشکېدله او دغه کار افغان سوداګرو ته ډېر زیان ور ورساوه.

د افغان هند د دوستۍ بند چې د دوست هېواد هندوستان په مالي مرسته جوړ شوی دی
د افغان هند د دوستۍ بند

د رسنیو د راپورونو له مخې، وروسته له هغه چې پاکستان د افغان مالونو پرمخ خپل بندرونه وتړل، د هند حکومت اعلان وکړ چې افغان سوداګر کولی شي چې له هر ډول مالیې پرته خپل مالونه د هوا له لارې هند ته ور انتقال کړي. همدارنګه، هندوستان د افغان سوداګرو له پاره په خپلو الوتکو کې په کرایه کې ۵۰٪ کمی راوست.

سره له دې چې تر اوسه افغانستان یو په وچه کې ایسار هېواد ګڼل کېده خو اوس د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وایي چې له چین څخه د اورګاډي د لومړۍ جوپې په رارسېدلو او همدارنګه له ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د څو ځایه وصلېدلو له امله دغه هېواد کولی شي چې خپلې اړتیاوې له پاکستان څخه پرته هم پوره کړي.

کارپوهان وایي چې د هند، افغانستان او ایران د اقتصادي مشارکت او همدارنګه د منځنۍ اسیا له لارې د اورګاډي په وسیله له چین سره د افغانستان په نښلېدلو سره پاکستان د ټرانزېټي انزوا خوا ته روان دی. ویل کیږي چې، هند له ۲۰۰۱ کال راهیسې له افغانستان سره د څه باندې ۲ زره میلیونه ډالرو په ارزښت مرستې کړي چې اکثر یې په بېخبنایي او ګټورو پروژو کې لګولي دي.

5 thoughts on “افغان حکومت هم په پاکستاني لاریو منځنۍ اسیا ته د تګ لاره بنده کړه”
  1. دادیرخه واوپرخای کاردی مونژددی سیاست پلوی یو پاکستان سره باید همداسی چلند وشی دپاکستان په وراندی همداسی سیاست پکاردی زنده باد اشرف غنی په دی نرسیاست

ځواب ورکول عمرخیل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *