خبریال: موج – د کندها ولايت امنیتي ادارو د بېنوا ويبپاڼې چلوونکى خالد هادي حيدري نيولى دى.

ویل کیږي حیدري هغه وخت ونیول شو چې غوښتل يې له کندهار څخه کابل ته سفر وکړي.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر غړي دواخان مينه پال ومنله چې خالد هادي حيدري نيول شوى دى.

هغه ویلی حیدري د هغو لکینو په ارتباط نيول شوى چې د کندهار په والي ډاکټر توريالي ويسا، د هغه په مېرمنې ډاکټر رنګينې ويسا او په ټوليزه توګه د دغه ولايت په چارواکو پسې يې کړې وې.

د نوموړي په وينا، په دې اړه چې کومې ليکنې په بېنوا ويبپاڼه کې خپرې شوي د ژورناليزم له ټولو اصولو څخه څرګنده سرغړونه او شخصيت وژنه ده، په همدې بنسټ خالد حيدري بايد د خپرو شويو ليکنو په اړه سپيناوى وکړي.

مينه پال وايي، خالد هادي حيدري دا مهال د ملي امنيت له څارنوالۍ سره توقيف دى او ورڅخه پوښتنې پيل شوې دي.

نوموړي دا هم وويل، د موضوع په اړه نور جزئيات به د پوښتنو د پايلو تر معلومولو وروسته رسنیو ته وړاندې کېږي.

د بېنوا ويبپاڼې مسوول خالد هادي حيدري، په اصل کې د کندهار ولايت اوسېدونکى دى، خو اوس  په امريکا کې اوسېده.

نوموړى څو ورځې مخکې کندهار ته د خپلو دوستانو د ليدو لپاره راغلى و، خو له کندهار څخه د بېرته سفر کولو مخه یې ونيول شوه او توقيف شو.

په بېنوا ويبپاڼه کې د کندهار په چارواکو پسې بېلابېلې ليکنې شوې وې، چې د هغوى غبرګونونه يې را پارولي او په وار وار يې د بېنوا ويبپاڼې له مسوولينو غوښتنه کړې وه، چې هر څه د اسنادو او شواهدو پر بنسټ خپاره کړي.

بلخوا د ژورنالېستانو د خونديتوب ټولنې د بينوا ويبپاڼې د مسوول پر نيول کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده او دده نيول يې غير قانوني بللي دي.

د يادې ټولنې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هادي نيونه د هېواد د نافذه قوانينو خلاف کار دى او د هغه د خوشې کولو غوښتنه يې کړې ده.

4 thoughts on “افغان خبریال خالد هادي په کندهار کې نیول شوی”
  1. د ملی امنیت دا کړنه چی خالد هادی حیدری صاحب یی بدی ګنا چی د بینوا په وبپاڼه کی یی د کندهار ولی په هکله لیکنی خپری کړی دی، نیولی په کلکه غندو او یو غیری قانونی عمل یی بولو، هیله ده چی ملی امنیت حیدری صاحب بی له ځنډه له زندان څخه خوشی کړی

  2. سلامونه ټولو دوستانوته!
    خالد هادي صاحب په ریښتیاچی هم یوزړورافغان او یو ریشتنی پښتون دی او که دملت دغژپورته کول هغه که د هری وسیلی پواسله وی ګناه نه ده. نو زما هیله دافغانستان له حکومت ده چی پدی موضوع کی مداخله وکړی ه ښاغلی هادی صاحب دی ژرترژره راخوشی کړی

  3. Vote -1 Vote +1hassan says:
    June 18, 2014 at 11:57 am

    له دی معلومیږی چی د کندهار والی ښاغلی ویسا هم د افغانستان او افغانانو ضد سړی دی. د ښاغلی ویسا او د کابل پولیسو قوماندان ظاهر ظاهر عمل یوشان دی یو یی د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا ریس ته توطیی جوړوی او دمرګ ګواښونه ورته کوی او په رسنیو کی یی متهم کوی چی شخصیت یی ووژل شی ، او دا بل یی بی موجبه نیسی او پوښتنی تری کوی.
    دوی ولی هغه کسان نه نیسی چی د افغانستان تاریخ ، افغانان او د اوسنی افغانستان موجودیت نه منی. خالد هادی پر خپل هیواد مین شخص دی. د ده له برکته نن پښتانه را ویښ شوی . خپل هیواد او خلکو سره د هیواد په دننه او بهر مینه پیداکوی او د پردی پالو د پرو پاګند مخه نیسی. د کندهار ملی امنیت او چارواکی باید چی ژرترژره ښاغلی هادی خوشی کړی او که نه د خلکو له سخت غبرګون سره به مخامخ شی
    Vote -1 Vote +1RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM; says:
    June 17, 2014 at 9:53 pm

    dont worry a few day are left for toyalay vissa, benawa is number one organ,
    last time from marshal fahim also was suspend,
    benawa web site do good jobs for pashtoons,
    we hope to as soon as possible this gental man release,thank you
    from graan afghanistan

  4. خالد هادي افغان ا و خبریال بلل دا دژونالیزم سره جفا ده

    تاسي لطفآ یواري دبینوا ارشیف ته مراجعه وکړي هغه لیکني وویني چه ده یوازي دوالي په یوې پښتنې میرمني پسي یې کړي دي، دغلا، قتل او فساد تورونه چه هیڅ اساس او بیسټ نلري کړي دي، دخلګو شخصي حریم ته داخل سوي او شخصیت وژنې کړي دي او هلته ددې بي ناموسه اعمال ووینۍ
    تاسي به خپله پوه سۍ چه دا افغان، مسلمان او نسان دی
    متاسفانه زموږ ټول قضاوتونه ړانده وي

  5. اندړ صاحب که د کندهار پر ولی او میرمنی یی بی اساسه تورونه لګول شوی وای، نو د کندهار ولی ویسا د قانونی لاری حق لری چی د ځان سپیناوی یی کړی وای نه د ملی امنیت له لاری ، پس کله چی د کندهار ولی د غیری قانونی لاری د ځان سپیناوی کوی دا په خپله ثبوتوی چی تیل یی توی کړی، پدی سره د حیدری صاحب لیکنی ولی په خپله تاید کوی.

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *