تاند: (ابوبکر جبارخېل)- افغان تکړه او با استعداده خبریال محمد زبیر ژمن نن شنبه د ورپیښې ناروغۍ له امله سترګې پټې کړې.

د افغانستان د ملي راډیو رییس او د ځوانیمرګ ژمن خپلوان عبدالغني مدقق وايي چې ژمن نیم ساعت وړاندې په پاکستان کې د سرطان ناروغۍ له امله ومړ.

مدقق وویل چې ژمن د پاکستان په الشفا روغتون کې له یوې اوږدې مودې راهیسې بستر و.

هغه زیاتوي چې د ځوانیمرګ جنازه نن ماښام کابل ته راوړل کېږي او له هغې وروسته به یې د جنازې او فاتحې مراسم ترسره کېږي.

د دې خبر په خپرېدو او اورېدو سره د ژمن یو شمېر ټولګیوال، همکاران او دوستان خورا غمجن شول.

د ژمن د پوهنتون د دورې ټولګیوال اختر محمد نیکزاد وايي: ((ډیر ښه انسان و، د مړینې د خبر له اورېدو وروسته زه او زما همکاران ډیر خفه شول، الله دې وبخښي.))

دغه راز په ازادۍ راډیو کې د ځوانیمرګ ارواښاد زبیر ژمن همکار ستار فروغ وویل: (( الله دې جنت فردوس ورته ځای وګرځوي، ژمن په مرګ ډیر خفه شوم، ژمن ډیر ارمانونه درلودل، چې په ژوندانه کې یې ترسره شي، اوبل دا چې ځوان و.))

ځوانیمرګ ژمن په ۱۹۸۲ کال کې دې دنیا ته سترګې غړولې وې او خپلې زده کړې یې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم په پوهنځي کې سرته رسولې وې.

د ژمن پلرنی ټاټوبی لوګر ولایت دی او په قوم مومند و.

یاده دې وي چې د زبیر ژمن خپله وروستۍ مرکه د ولسمشرۍ له نوماند قطب الدین سره کړې وه چې پر خپل فیسبوک پاڼه اړوند خبر خپور کړی و.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

0 thoughts on “افغان خبریال زبیر ژمن مړ شو”
  1. الله ج دمبارکه میاشت کې له دې فاني دنیا څخه سترګې پټې کړې.ې ارواښاد ژمن ته جنت فردوس ځای وګرځوي، خدای دې د هغه کورنۍ ته د جمیل صبر ورکړي په رښتیا هم چې د ژمن مرګ د هغه او د ژورنالیستانو کورنیو ته ستره ضایعه ده، دا د ټولو لاره ده خو ژمن نیکبخته انسان وه چې په دې

ځواب ورکول عبدالرحیم موسی زی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *