1 نن د افغان رفيوجس سپورټس اسوسيشن (د افغان کډوالو سپورټي ټولنې) په دفتر کې غونډه وشوه چې پکې د دې اسوسیشن مشر عزت خان لودين او دايريکټر محمد وقاص ملک خبرې وکړې.

 په غونډه کې د اسوسيشن مشر د يو ورځنيو او شل اوريزو سياليو لپاره دافغان امن رفيوجس کرکټ لوبډله اعلان کړه او د راتلونکي دوه سفرونو يادونه يي هم وکړه چي لومړي سفر د افغان امن رفيوجس کرکټ ټيم ننګرهار ته دى چي هلته به دوي ٣ يو ورځنۍ او ٢ شل اوريزې سيالۍ تر سره کوي د اسوسيشن مشر يادونه وکړه چي دوهم سفر به د پاکستان ایبټ اباد ښار ته وي چي هلته به د پاک افغان امن کرکټ ټيم ځي چي په راتلونکي کي به هغي ته هم لوبډله اعلان شي .

د اسوسيشن مشر زياته کړه چي راتلونکى سفر چي ننګرهار ته دي د سفر نه مخکي يي د رفيوجس لوبډلۍ ته په پيښور کي تمريني سيالۍ او د پنځو ورځو کمپ هم برار کړي دي . د اسوسشن مشر د افغان امن رفيوجس کرکټ لوبډلي د منجمنټ چاري محمد نصيب موسئ خيل ته وسپارلي.

One thought on “افغان رفيوجس سپورټس اسوسيشن د افغان امن رفيوجس کرکټ لوبډله اعلان کړه”

ځواب ورکول M.wali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *