تاند- د افغان سایبر ارمي په نوم د هکرانو یوې ډلې اعلان وکړ چې د پاکستان د حکومت او تعلیمي موسسو پر ویبپاڼو حملو ته دوام ورکوي.

افغان سایبر ارمي ویلي چې دا کار پر افغانستان د پاکستان د پوځ د راکټي حملو په عکس العمل کې کوي.

د افغان سایبر ارمي په وروستيو بریدونو کې د پاکستان د حکومت اړوند دومینونه په نښه شوي لکه (ajklgrd.gov.pk, lg.gok.pk, lgrdd.gok.pk . lgrd.gok.pk.)

د دغو سایټونو په منځ کې یو د پاکستاني کشمیر، چې پاکستانیان یې ازاد کشمیر بولي، په سیمه ییز حکومت پوري تړلی دی.

ځیني تعلیمي ادارې هم د افغان سایبر ارمي په برید کې زیانمنې شوې دي لکه انترنشنل اسلامیک ګرامر سکول ((iigs.edu.pk.

افغان سایبر ارمي وايي، که پاکستان پر کونړ، ننګرهار او نورستان حملې ونه دروي تر دې سختو او لا کاري بریدونو ته دې انتظار وباسي.

یو شمېر پاکستاي ویبپاڼې له حملې وروسته بېرته فعالې شوي خو ځینې لا هم بېرته خپل لومړني حالت ته نه دي راګرځېدلې.

یاده دې وي چې په وروستیو کې له پاکستان څخه پر تاند هم حملې شوې وې چې له کبله یې تاند د ورځې څو ځلي پرچاو کېده.

5 thoughts on “افغان سایبر ارمي د پاکستان ګڼ سایټونه ووهل”
  1. پرچاو مانا دا چې اوبه پرې راروانې وې او آب یا آو پرې ودرول شوې. دا ټکی د ژرندې له پاره کارول کیږي.

  2. سلامونه او اختر مو بختور
    د ټکنالوژی په ډګر د افغانانو خدای ورکړی استعداد ستیایم خو
    د یادو شوو ویب پاڼو نه يو یی هم د پاکستان شیطانی دولت پوری اړه نه لری او یواځی د یوه بی دفاع ښونځی په ویبپاڼه حمله کول په حقیقت کی په دی معنا دی چی خدای دی نه کړی موږ هم د پنجابیانو په څیر بی غیرته او ډارن یو، ، زما په نظر په تعلیمی ادارو لکه ښونځیو حملی کول د انسانی اخلاقو د تقاضا خلاف ده. د افغان سایبر آرمی د لا بریالیتوب په هیله.

  3. سلا مونه او نیکی هیلي مې ومنې :
    تیر ا ختر مو مبارک شه؛
    افغا ن سا یبر ارمی ته دی خدای ج پاک ددي توان او تو فیق ور کړي چې د پا کستان د اردو پا ڼي د تل د پاره هک کړی
    زه ددی ویبپا ڼي په وا سطه دوی ددغه احساس په بدل کې د ډیر او ښکلي ژوند دعا کوم دومره خوښه یم چې په دی څو ټکږ کې اظهار
    د ځا یدو نه دی په دی خا طر چې زما دوطن ځوا نان دومره کو لای شي چې دد ښمن سره تبلیغا تي مقا بله وکړی

    ددوی دنورو زیا تو بر یا لیتو بو نو په هېله

  4. سلامونه ډېرخوښ یم چې افغان سایبرارمي یو ځل بیا د چټلستان په سایټونو حمله کړې،زه ورته دنورو بریاو دعاګانې کوم.

ځواب ورکول وارث خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *