داسې کړۍ لاهم شته، چې  د افغانستان امنيتي ځواکونه لوږې پسې اخستې لښکرې ګڼي او د تنخوا په پار یې په پوځي تشکیلاتو کې په پناه متهموي. موږ د شنبې ورځ تاریخي ټاکڼې بریالۍ کړې، ددې بریالیتوب ترشا د تنخواخورو لاس نه و، ‌چې په واسکټونو سمبال ترهګریې مهار کړای شول، ددې تاریخي بهیر ترشاه د هغو سرتیرو همت و، چې د جنګ میدان په مورال او انګیزه ګټي نه په انعامونو.

نور په تنخواګانو او اقتصادي مجبوريتونو کې د افغان سربازانو د شخصیت او ارمان تحلیلول د خپل ناموس د ساتونکي‌ سپکاوی دی. زموږ سربازان له اخلاقي‌لحاظه د سیمې د هېوادونو ترسویې په مراتبو مهذب دي، د مهارت په لحاظ سبا یې رقیبانو ته شواخون دی.

افغان امنیتي ځواکونو څرنګه مورال وموند؛ کله کله هېوادونه د وحدت او بیدارۍ لپاره جعلي‌ انګېزې تخلیقوي، چې ملت راټول کړي، د ځان او هېواد ساتنې روحیه پیاوړې کړي او خپل ملي ارزښتونه ورباندې خوندي کړي. د افغانانو لپاره د جعلي انګېزې ضرورت نه و، افغانانو اصلي ژوندۍ انګیزه لرله ـ‌حتی چې ددې انګیزې په موجوديت کې یې لسیزې لسیزې په سر او مال قربانۍ ورکړې، دا انګیزه له بده مرغه رامنځ ته شوې وه، خو په نیکمرغۍ تمامه شوه. دانګیزه زموږ یو ګاونډی دی دا انګیزه زموږ د ګاونډي د بد نیت محصولات دي، چې اوس یې په څښتن هم مخ وراړولی دی. دا انګیزه د دښمن دهغې توطیې برخه ده، چې د افغانستان د بربادۍ لپاره جوړه شوې وه، خو د افغانستان له ملي یوالي او یو موټی پاتې کیدو سره یې روغه مرسته وکړه.

د افغانستان وروستۍ ټاکنې ددې هېواد د ډيموکراتیک مستقبل د پنځو کلونو تضمین کوي، د هغه افغانستان دبقااو استحکام تضمین کوي، چې تر یوې لسیزې مخکې پاکستان د خپلې صوبې په سترګو لیدله. افغانستان د خپلو ګاونډيانو او ترهګرۍ په زړه کې په یوعجیب ډول وده کوي او مخ پروړاندې ګامونه اخلي، د یو خاموش او هردم شهید ملت په توګه هره ورځ خپل بچیان له لاسه ورکوي، خو د یوې روښانه راتلونکې څرکونه بیخي ‌نږدې ويني. داهغه څه دي، چې دښمن کې یې خوب ورک کړی دی.

دا ټول ویاړونه په هغه ځواک پورې تړاو لري، چې وسلې یې په اوږو دي، شپه ورځ په  کور کور، کلي ‌کلي ‌او د هر وګړي ‌په سر پیره کوي، د دوی له برکته خوبونه ارام شوي او د افغان کورنیو د خودۍ او مالکیت احساس پیاوړۍ شوی دی. د افغانستان د ټاکنو په څير د پروسو او سرونو ساتندویان هغه اتلان دي، چې د قربانیو او سرښندنو بدل یې په هېڅ قیمت نشو ورګرځولای.

د ټاکنو په اوږدو کې د افغانستان د ملي اردو پولیسو ترلسو زیات کسان شهیدان شول، خو د دوی په مقابله کې ولاړ کسان هغه ترهګر و، چې د بل په اشاره یې په افغانستان کې د ټیکاو لاره بندوله او د پرمخیون بل ګام یې په خلکو پيرزو نه و، د ټاکنو د ورځې په اوږدو کې تر ۱۴۰ زیات جنګیالي‌ مړه او نیول شوي دي.

هغه څه چې له دا ډول سرښندنو قدرداني ‌کولای شي، په جګړه کې د وژل شوو سرتېرو د کورنیو او بچیان د ژوندانه تامین دی، دوی باید د بې کسۍ او بې وسۍ احساس ونکړي‌، د سرتیرو د اولادونو د اینده په اړه یوه داسې منظمه تګلاره او بیمه رامنځ ته شي، چې هېڅ سرتیری نه یوازې د خپلو اولادونو د ساتنې په پار له جنګه ونه ویریږي، بلکې د سربازۍ په نیت په دښمن وروبلوسي، ځکه نو د سرتېرو کورنیو ته د پاملرنې اوسنۍ تګلاره د غور وړ ده.

One thought on “افغان سرباز ته یوه سلامي! – نثار احمد احمد”

ځواب ورکول lar aw bar afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *