تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې په تورخم کې افغان چارواکو د دغه ښارګي د پاکستان په خوا کې د دوکانونو د جوړېدو په اعتراض کې د تورخم دروازه د نیم ساعت لپاره بنده کړه.

د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې نن په تورخم کې د پاکستاني چارواکو په قول راپور ورکړ چې دوی د موضوع په اړه د افغانستان له سرحدي چارواکو سره خبرې وکړې.

یوه پاکستاني مقام نېک محمد، چې د پاکستان له لوري یې له افغان سرحدي چارواکو سره په دې موضوع خبرې کړي، وویل چې دوی په تورخم کې د صفر په نقطه کې له افغان لوري سره غونډه وکړه څو مسله حل کړي.

نېک محمد همداراز وویل چې د افغانستان حکومت په تورخم ښارګي کې دروازې ته نژدې د دوکانونو پر جوړېدو اعتراض درلود.

ده وویل چې افغان سرحدي چارواکو د دوکانونو پر جوړولو د احتجاج د څرګندولو په دود د تورخم دروازه وتړله چې په نتیجه کې یې په دواړو خواوو کې سړک بند شو او ګڼ شمېر موټرونه انتظار پاتې شول.

نېک محمد وویل چې افغان چارواکو ته یې وویل چې خپل جګپوړي چارواکي به د افغانانو په اعتراض خبر کړي او مسله به په سوله ییز ډول حل کړي.

د ده په وینا دواړو خواوو موافقه وکړه چې دا مسله دې د دوو هیوادونو جګپوړي چارواکي حل کړي.

وروسته افغان سرحدي چارواکو دروازه پرانسته او په سلګونو موټرو د دواړو خواوو ته حرکت پیل کړ.

تراوسه پوري په دې اړه افغان چارواکو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

One thought on “افغان سرحدي چارواکو د احتجاج په توګه د تورخم دروازه د نیم ساعت لپاره بنده کړه”

ځواب ورکول mohammad ehsan ehsan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *