د هیوادونو د لوړپوړو استازو د جدي ستونزو دا پوښتنه ممکن ذهنونو ته د افغانستان د نړیوال سیاست، کوربه هیوادونو لخواچلند او یا په دوه اړخیزو اړیکو کې د صلاحیت ځوابونه تداعي کوي خو ترد دغو درو اړخونو چې د ډیپلوماسۍ په مسئولیتونو کې لوړپوړي استازي ورسره مخامخ کېږي، ترڅنګ یو بل اړخ هم موجود دی چې هغه د وروسته پاته او بحراني هیوادونو له حالاتو زېږېدلې ننګونه ده. دا ستونزه په کاري چاپیریال کې د نامناسبو ډیپلوماټیکو تشکیلاتو، بې سویې ډیپلوماټانو، بې ظرفیتۍ او سرغړونو ټولیزه پدیده ده چې متاسفانه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مشرتابه یې د جمعیت ګوند د سیاسیي وسیلې په توګه کاروي.

د ولسمشر غني د حکومت یو ټکی چې د خلکو پام یې ځان ته اړولی هغه د ځینو غیري جمعیتي سفیرانو سیاسي ټاکنه ده. خو تر اوسه لا هم د کره ارقامو له مخې د جمعیت او یوه ځانګړي قوم د سفیرانو سلنه تر شپېته نه ده راټیټه شوې. سره له دې چې جمعیت ګوند د سفیرانو د بستونو په ونډه کې تر ټولو پراخه برخه لري، نږدې پنځه اتیا سلنه تر سفیرانو راکښته ډیپلوماټان، سفارتي کارکوونکي او د بهرنیو چارو وزارت چارواکي د جمعیت غړي او د یوه ځانګړي قوم او څو جغرافیايي واحدونو سره تړلي اشخاص دي. په دې توګه ټول هغه سفیران چې له جمعیت ګوند سره تړاو نه لري او یا د ولسمشر نږدې مهرې ګڼل کېږي، په خپلو کاري دفترونو او دغه راز وزارت اړوندو چارو کې د منظمو مزاحمتي کړیو سره مخامخ دي. په چارو کې ستونزې ورته جوړېږي، صلاحیتونه یې ننګول کېږي، په ادارو کې یې د فساد پېښوولو هڅې کېږي، له هدایتونو یې سرغړونې کېږي، په رسنیو کې یې پر خلاف څرګندونې کېږي او آن د بهرنیانو سره په اړیکو کې یې د موقفونو مخالفت کېږي او د دوه اړخیزو اړیکو په وړاندې یې درېږي.

په کاناډا کې د افغان سفیرې مېرمن شینکۍ کړوخېل سره تر رسواکوونکې لانجې وروسته په برلین- آلمان کې د افغانستان سفیر او د کورنیو چارو پخوانی مدبر وزیر ښاغلی علي احمد جلالي مجبور شو چې خپلو نږدې دوستانو ته د زړه غوټې پرانیزي او په خپل دفتر کې د ورته ستونزو څخه پرده پورته کړي. ښاغلي جلالي تر هغه وروسته بیا بیا ځان د دندې پرېښوولو دننګ او دوام د تنګ حالت په دوه لارې کې یادوي. سره له دې چې د خپل درانه وزن په پاللو د خپلو کارکوونکو د سرغړونو او ناوړه چلند په هکله په جزیاتو خوله نه خلاصوي خو له لنډو یادونو یې ژور خپګان او ګیله څرګندېږي. کله چي مو وغوښتل له نورو لارو یې د سفارت حال واخلو، کره سرچینو یې د بېلابېلو اړخونو په هکله هغه څه راته وویل چې د جمعیت مشرتابه یې د ټولو غیري جمعیتي سفیرانو سره کوي.

د سفارت ټول ډیپلوماټان په قومي لحاظ تاجک وروڼه دي. د سفارت نور کارکونکي ان تر مستخدم او موټرچلوونکي پورې ټول دیوې ډلې او یوه تنظیم او قوم کسان دي.
د سفارت مرستیال او هر کاره جبار اریایي نومیږي چې یوه معلومه افغان ضد څېره ده. پخوا د قوماندان عطا د تلویزبون(میترا) رئیس وو، کمه موده د پوهنې وزارت د دفتر رئیس وو چې هلته یی د ډیرو کسانو په مخکې د پښتنو د تخم د ورکولو قسم کړی وو چې دا او د تعصب نورې خبرې یې هغه وخت رسنیو ته هم ووتلې.
د سفارت بله با صلاحیته هرکاره مېرمن فروزان نوابي ده. دا ځکه ډیره مهمه او هر کاره ده چې یو خو په جمعیت پورې تړاو لري او د پښتنو ضد څېره ده او بل داچې بهرنیو چارو وزارت کې ددې بله خور فریبا نوابي د وزارت له متعصب معین او زیاتره وخت سرپرست نصیر احمد اندیشه سره ګرمي او نږدې اړیکې لري. فریبا نوابي د وزارت او ډیپلوماټانو زیاتره مقررۍ پخپله کوي. که د کوم چا مهم کار په وزارت کي بند وي نو فریبا نوابي واسطه کوي.
په برلین کي د افغان سفارت بل مهم کس شفیع الله خاوري دی چې په استرالیا او هالند کې د افغان ضد فعالیتونو او اداري او اخلاقي فساد اوږده سابقه لري. شفیع خاوري چې کله په استرالیا کې ډیپلومات وو نو د بل چا مېرمن یې پخپل نوم استرالیاته ورسره بیولې وه اوس هماغه دوسیه را پورته شوې. خاوری وزارت څو واره کابل ته راوغوښت خو ددې پر ځای چې عدلي او قضایي ارګانونو ته یې معرفي کړي او جزا ورکړي بیرته یې جرمني ته ولیږه. مګر د هغې مېرمنې کورنۍ موضوع پرېنښوده، بیا بیا یې عرضونه وکړل، بالاخره وزارت هم محبور شو خاوري یې بیرته مرکز ته راوغوښت اوس ترې تحقیقات روان دي خو د رباني وزارت یی تر شا ولاړ دی.
په المان کې د افغان سفارت ټول واک له اریایي او د غاصبی ډلې له کسانو سره دی. ښاغلي جلالي موجود وي خو ټول مهم مکتوبونه د اریایي په لاسلیک استول کیږي.
جبار اریایي په اداري او اخلاقي فساد هم ډېر مشهور دی. د همدې ارتباطاتو په نتیجه کې یې د فرشتې په نوم یوه نجلۍ له شفافیت او ټاکل شویو معیارونو په نظر کی نیولو پرته په وچ زور مقرره کړه.
د ده زیاتره وخت په قُنسلۍ کې تیریږي. له خلکو پیسې اخلی بیا یې په قُنسلي کې کارونه ورخلاصوي، دغه راز پر ډیپلوماټانو فشار راوړي چې له بهرنیانو سره په کتنو کې افغان دولت وغندي او د جمعیت له موقف څخه خبرې وکړي.

په برلین کې د افغان سفارت دې چاپیریال، ښاغلی جلالي له کاره زړه توری کړی، نږدې ده چې په بشپړ ډول د افغان حکومت د استازولۍ سره رسمي خدای پاماني وکړي.

د افغان سفیرانو په وړاندې د دا ډول ستونزو ګواښ یوازې د مېرمن شینکۍ کړوخېل او ښاغلي علي احمد جلالي په وړاندې نه؛ بلکې د ټولو غیري جمعیتي سفیرانو په وړاندې په منظم شکل روان دی. د ګڼو نورو افغان سفارتونو ترڅنګ، په امریکا کې د افغانستان د مُهم سفارت په چارو کې آن په ورځني ډول د صلاح الدین رباني په دیکته او مداخله تخریبي هڅې روانې دي. د سفارت په پنځلس کسیز تشکل کې دوه نفره ناجمعیتي خو ټیټ پوړي پښتانه ډیپلوماټان ګومارل شوي، نور ټول د جمعیت د پلانونو د پلي کولو په موخه، د اصولو په ماتولو، کاري سرغړونو، فساد او سفارتي کارونو سبوتاژولو بوخت دي. کله چې سفیر مرکز ته، د خپلو تر لاس لاندې ډیپلوماټانو د نامناسب چلند شکایت کوي، مرکز یې نه یوازې شکایت له نظره غورځوي بلکې هغو اشخاصو ته ترفیع او امتیازات روکوي. د مصباح الحق عیني په نوم یو جمعیتی چي د دوهم سکرتر په توګه یې دنده اجراکوله، د پرله پسې اخلاقي سرغړونو، پالیسي خلاف څرګندونو او آن لاس په لاس مالي فساد پر قضیه تر نیول کېدو وروسته چې یې د سفارت لخوا د موضوع د څېړنې په موخه د مرکز څخه د تفتیش غوښتنه وشوه، مرکز یې نه یوازې د تفتیش خبره پټه کړه، بلکې د لومړي سکرتریت بست ته یې ارتقا ورکړه. د همدې شخص له لوري د سفیرپه وړاندې د نامناسبو، بې اساسه او توهینونکو تورونو خپرولو وروسته چې کله سفیر د اداري غبرګون ښوولو تصمیم ونیو، صلاح الدین رباني د نیویارک د رسمي سفر څخه په غیري رسمي توګه واشنګټن ته سفر وکړ او سفیر ته یې د سرغړونکي شخص سره د نرم چلند او جوړجاړي سپارښتنه وکړه. دې ته ورته قضیه د جمعیت د غړي محی الدین مهدي د زوی وه چې هغه ته هم د مجازاتو پر ځای وزارت ترفیع ورکړه او ددې مثالونو په توګه ګڼ مثالونه یوازې د واشنګټن په سفارت کې څېړل کېدلای شي.

دا هغه مسایل دي چې د افغانستان د بهرني سیاسیت د تخریبولو، سفارتونو شنډولو او ډیپلوماسۍ د ماتولو سبب کېږي. موږ چې په خپلو پالیسیو او بنسټونو کې همغږي او ژمنتیا نه وي مساعده کړې او کورنۍ ستونزې مو تر کوره نه وي محدودې کړي، د نړۍ سره مو اړیکې په مناسبه توګه دوام نه شي کولای. که دوام کوي هغه به د افغانستان نه؛ د جمعیت د ډیپلوماټانو او ټلوالي د غیري ملي موخو اړیکې وي. په داسې حال کې چې افغانستان د بهرنیو هیوادونو سره پر اړیکو او نړیوال ملاتړ تکیه دی، پکار ده چې افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت تصفیه او له روان حالت څخه وباسي.

By Editor2

3 thoughts on “افغان سفیران له کومو ستونزو کړېږي؟- محمد ټینګار”
  1. جلالی صاحب په هکله خو ډيرې خبری کیدلی چې داسی غښتلې مدیر دی. خو داسی ښکاری چې نوموړی هیڅ شی هم ندی, پخوانی خبری هسی تبلیغات وو. کړو خیله خو ناروغه دی , وچ سرې غنی ضعیف انتخاب یې ضعیف. ګناه د چا دی?

  2. د کرزي د ۱۴ کلنې دورې ناپاکي به په ۳۰ کالو کې هم پاکه نه شي هغه چې له هیواد او هیوادوالو سره کوم ظلم او زیاتی کړی هغه نه جبیره کیدونکی دی

  3. خارجی سیاست د کورني سیاست ادامه ده . هر څومره چې یو هېواد فعاله مسلکي دیپلوماسي ولري ، هغومره د نړیوالو ملګرو ، مرستو او ملاتړو نه برخمن کېدای شي. معمولا هر وزارت د افغانستان داساسي قانون ، مامورینو او کدري قانون اونورو قوانینو ترڅنګ خپل ځانګړي طرزالعمل او لوایح هم لري .
    د افغانستان د باندینیو چارو وزارت هم له پورته ذکرشویو قوانینو او نورمونو نه مستثنی ندی. په هر وزارت کې باید د ټول هېواد د وګړو او ژبو نمایندګي عملا تمثیل شي.
    په ډېر تاسف سره باید وویل شي چې دغه مهم ارګان د یو مشخص قوم اوژبې ویونکو خلکو له خوا انحصار شویدي. پدې هکله ولسي جرګه د خارجه چارو له لرې کړل شوي او بې صلاحیته خو هرکاره وزیر او پدې وزارت کې تر ټولو متعصب شخص نصیر اندیشه نه باید وپوښتل شي چې ولې دومره لجاجت کوي او ولي قومي ، سمتي ، ژبه نیز انډول نه ساتي. خصوصا اداري معین باید ژرترژره له دغه حساس بست نه لري او لويې څارنوالۍ ته معرفي شي.
    ښاغلي جلالي ته زما مشوره داده چې خپل مقام وساتي او پدې هکله له جلالتمآب جمهور رییس سره په زغرده خبرې وکړي ، نامطلوب ، مغرض او تصادفي اشخاص هرڅومره ژر چې کیدای شي بېرته مرکز ته وغواړی.

ځواب ورکول پاچا خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *