تاند- د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په امر په استرالیا کې د افغانستان سفیر د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو او ورسره ملګرو اجرايي مسوولانو ته مېلمستیا وکړه.
په استرالیا کې د افغانستان سفیر وروسته له دې د کرکټ ټیم ته ملېمستیا وکړه چې د ۲۰۱۵ نړیوال جام د پرانستونکو مراسمو لپاره یې د لوبو تنظیموونکو ته د افغانستان د ملي سرود پر ځای یوه پخوانۍ تنظیمي سندره سپارلې وه.
د سفیر پر دې اقدام ډېرو خلکو اعتراض کړی او د سفیر د برطرفه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د کرکټ بورډ له خبرپاڼې سره سم د میلمستیا په ترڅ کې افغان سفیر د کرکټ بورډ چارواکو او د ملي لوبډلې لوبغاړو ته ښه راغلاست ووایه، او دوی ته یې د ولسمشر ځانګړی پیغام واوراوه.
په پیغام کې ولسمشر غني د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو ته د بنګله دیش پر وړاندې په لومړنۍ سیالۍ کې د بریالیتوب غوښتنه هیله کړې او دوی ته یې په حوصلې سره د لوبې کولو توصیه کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه او د ملي لوبډلې لوبغاړو د ولسمشر په ځانګړي دستور د سفارت له میلمستیا څخه د مننې تر څنګ د بنګله دیش پر وړاندې د ښې لوبې لپاره له غوره پلان سره د سیالۍ ډګر ته د تلو لپاره چمتووالی وښود.
ټاکل شوې ده چې سبا د افغانستان ټیم د ۲۰۱۵ په نړیوال جام کې خپله لومړنۍ مسابقه له بنګله دېش سره وکړي.
افغانستان په اې ګروپ کې له استرالیا، نیوزیلنډ، انګلنډ، سریلانکا، بنګله دېش او آیرلنډ سره مخامخ دی.
محترم، په گروپ کی ور سده ایرلند نشته، بلکی سکاتلند ور سره گدون لری.
دا سفير ژر بر طرف سي چي په راتلونکي کي بل سفير داسي کار ونکړي
سلامونه او نیکی هیلی او ښي فیرزوینی می اومنی د تاند ورځپانی چلونکو
مونږ له محترم محمد اشرف غنی نه جدی غوښتنه هم دا ده چی باید دا سفیر چی سومره زر کیدلی شی باید لری کړل شی له خپلی دندی او باید برطرفه شی ځکه چی یو دومره په لوړه کچه حکومتی چارواکی خپله د افغانستان اساسی قانون نه منی نو بیا به یی پر خلکو څنګه تدبک کړی ی
دی سفیر د ملی ارزښتونو خلاف کار کړی نو دا میلمستیا یی کوم ځای نه نیسي، زه خو وایم چه دی باید زر تر زره مجازات شي او ددی مهمی چوکی ، چه د یو هیواد استازی توب کوی څخه زر تر زره لری او په ځای یی یو اهل افغان و ټاکل شي
غنی هم عجب کار کوي سفیر به یی له همدي میلمستیا نه رخصت کاوه څوک چی دوطن دومره احساس نه لري چی دملي سرود پرځای دیوه ګونډ یو یی ټولي سندره غږه وي دابه یی نور څومره ځایونه همداسی کړي وي . هیله ده چی په بهرنیوچارووزارت له پیاده تر سفیره ټول بدل کړي .