نثار احمد احمدي

کله چي د افغانستان د جګړې يا سولي خبره کوو؛ د پړې اساسي ګوته پاکستان ته نيول کېږي. پاکستان زموږ پر وجود تور داغ دی. د هري بدمرغۍ او ناکرارۍ شاته مو پټ دی. پاکستان له خپل زېږونه تر دې ځايه خپله ډېره انرژي د افغانستان پر تباهۍ لګولې ده. د پاکستان د پيدايښت، او زموږ سره يې د دښمنۍ په اړه بحث دومره اوږد دی چي کتابونه پر ليکل کېږي. زه خپله خبره د افغانستان د سولي د تازه جريان پر لور راکږوم، او په دې کي دا را په ګوته کوم چي زموږ د وطن برخليک او د سولي روانه برنامه کومي خواته روانه ده؟

د سولي په تازه مزاکراتو کي چي د امريکا له لوري د افغانستان په چارو کي د ځانګړي استازي زلمي خليل زاد له لوري سمباليږي د هيله منديو تر څنګ پکښې يوه برخه اندېښنې هم افغانانو ته ور لوېدلي دي. د خبرو اترو په دې توده بېړۍ کي چي تراوسه لا د يوه نامالوم سمندرګي پر لور روانه ده تر ټولو دا موضوع د نړۍ وال بحث وړ ګرځېدلې چي د امريکا ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د خپلو نيمايي عسکرو پر وتلو سلا مشورې کوي.

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر سر سلا مشورې وروسته له دې رامخته سوې چي زلمي خليل زاد د امريکا په استازيتوب له طالبانو سره مخامخ خبري وکړې، د هغوئ غوښتني يې واورېدې او دواړو خواوو خپل شرايط يو بل ته وړاندي کړل. د سولي په اړه د دې او نورو مذاکراتو توپير دا دی چي له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو احتمالي بحث پکښې مطرح سوی دی. ظاهراً طالبانو خپل لومړی شرط چي تل يې وړاندي کړی، همدا دی چي بهرنۍ قواوي دي له افغانستانه ووځي، بيا دوئ سوله کوي. اوس دا غوښتنه او نېټه دواړي يو بل ته پر نيژدې کېدو دي.

د امريکايي ځواکونو پر وتلو تاريخي اندېښنې

دا ځل د سولي په مذاکرو کي يوه تر ټولو نوې خبره عملاً د امريکايي ځواکونو د وتلو ده. امريکا د افغانستان د سولي د روان بهير په څنګ کي له سوريې خپل عسکر راوويستل چي په دې سره يې روسيې ته چانس ورکړ چي د افغانستان په جګړه کي مداخله ونکړي، او له اورپکو سره همکاري ونکړي. دغه رنګه يې له افغانستانه د خپلو ۷۰۰۰ عسکرو پر وتلو هم سلا مشورې شروع کړي چي له موافقت وروسته به يې وباسي. کله چي عربي متحده اماراتو کي د سولي تر دوې ورځنۍ غونډي وروسته لوېديځو رسنيو له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو کيسه رسنيزه کړه، سمدلاسه ورسره په کور کي دننه اندېښنې، انتقادونه او شکونه را پيدا سول.

دا اندېښنې او شکونه تر يوه حده بې څه نه دي. افغانستان د روسيې له يرغله همدغسي يوه ترخه تجربه لري. هغه مهال چي روسانو افغانستان پرېښود، مجاهدين او د هغه وخت حکومت د پاکستان په انحصار کي راکښېوت. مجاهدين، خو د پاکستان شخصي ملېشه ول. حکومت ډېر جګړو ځپلی و، داخلي اختلافات يې درلودل. هر څه يې وران ويجاړ ول. بلاخره سقوط سو. د حکومت تر سقوط وروسته مجاهدينو يو په بل پسې سوټيان راواخيستل. لاري يې وتړلې. هر ولايت کي يې ځانته جلا ملک الطوايفي حکومتونه اعلان کړل. د ولسي وګړو عزتونه يې لوټ کړل. لواطتکاريو او جنسي ځورونو ټول وطن پر سر واخیست. غلاوي شکوني او ربړوني اوج ته ورسېدې. له مجاهدينو د الله اکبر ناره هېره سوه. د روس د جهاد فلسفه يې د قدرت په نشه کي غرقه سوه.

د بې عدالتيو ، غلاوو او قتلونو پر لور ور سيخ ول. چي وس يې کار کړی وای، د ښه کار پر ځای يې بد کار کار کاوه. پر افغانستان توري شپې تېرېدې. هره ورځ يې د کال په څېر اوږده وه. هره شپه يې د نېستۍ، و خوارۍ کره مېلمنه وه. افغانان چي د روسانو ظلمونو خورا ځپلي ول، هر څه يې مجاهدينو ترې هېر کړل. دوئ تر روسانو بدتر ظلمونه رواج کړل. د وحشت و بربريت نوي دروازې يې کښېنولې.

مجاهدينو هغه مهال پاکستان خپل سکنی ورور ګاڼه. پاکستان يې فکرونه داسي ور مينځلي ول چي تر افغانستان هغه ورته مهم و. مجاهدينو د افغانستان د ټولګټو شتمنيو لوټول جهاد ګاڼه. د دې لوټونو او چپاولونو په ترخو پړاونو کي يې د افغانستان ټوله شتمني پر پاکستان ليلام کړه. پوځي وسايل يې ور وړل. الوتکي يې ور کړې. ټانکونه يې ور وتښتول. له الفه تر يا پوري ټولي پوځي وسلې يې تر پاکستان قربان کړې. له دې ځايه به يې د برق ستني غلاکولې، پاکستان ته به يې تښتولې.

حکومتي زغره وال موټرونه، د مخابراتو لينونه، او مهم سندونه يې ټول د پاکستان پوځ او استخباراتو ته د پاکستان د دفاع په نوم جګړه کي ور خيرات کړل. مجاهدينو هغه کانې وکړې، چي نه کفر کړي وې، نه اسلام. مجاهدينو له ډېر غرورو، او جهالته د جهاد احکام دومره بدنام کړل چي د وطن سپين سري او سپين ږيري به ناست ول، د دوئ د نابودۍ، تباهۍ او ورکېدو ښېراوي به يې کولې.

هغه مجاهدين چي د روسانو پر ضد د افغان دربدره ميندو دوعاوي ور پسې وي، هغوئ ته يې برياليتوبونه غوښتل، وروسته په شيطانانو او ابليسانو واوښتل. بيا هغو ميندو مجاهدينو ته د دوعاوو پر ځای ښېراوي کولې. هغوئ يې د افغانستان لپاره په زيان بلل. همدا و چي يو مخ افغان ملت دې ته په تمه و چي د دې وحشانو او زناکارانو پر ضد يوه بله ډله راپيداسي او د دوئ له شره دا وطن خلاص کړي.

يوه برخه افغانان چي نن د سولي په دغه ډول مباحثه کي د امريکايي ځواکونو د وتلو خبره اوري، هماغه د تاريخ ترخې شېبې يې ذهن ته دريږي. فکر کوي چي خدای مکړه، بيا افغانستان هماغسي يواځي پاتېږي، او له نړۍ وال ملاتړه بې برخي کېږي او بيا پاکستان خپل رباب او سورنا پکښې ږغوي. دا يو فکر دی، خو يو حقيقت نه دی. افغانستان نور له هغې دورې راوتلی دی. زموږ روابط يواځي اوس له امريکا سره نه دي.

دا حکومت د مجاهدينو د دورې په څېر حکومت نه دی چي يواځي په روس پوري تړلی و. دا حکومت په هيچا پوري تړلی نه دی، بلکي له ټولو سره تړلی دی. افغانستان اوس له ټولي نړۍ سره اړيکي لري. ځانته داسي پوځ او قدرت لري چي پر ګوندي ګټو نه بلکي پر وطني ګټو متمرکز دی. د افغانستان پوځ د پخوا په څېر اجير نه دی. نه د جلب په زور ځوانان د خدمت ليکو ته سوق کوي.

دا مهال د افغانستان د پوځ ځانګړي ځواکونه په سيمه کي ساری نلري. هغه چي زموږ سره لاس په لستوڼي جنګېږي، هغوئ هم زموږ د پوځ دغه ډول فوق العاده مهارت ته ګوته پر غاښ پاته دي. د افغانستان حکومت اوس د پخوا په څېر د ټانګونو په په زور ارګ نه جوړوي، نه حکومتي حاکمان تر بالښتونو لاندي وژني، نه يې په جبر واک ته رسوي، او نه يې له واکه غورځوي.

دلته ولسواکۍ وده کړې. دلته انتخابات کېږي. دلته خلک خپل په خوښه خپله راتلونکې ټاکي. دا جلا خبره ده چي په ټاکنيز نظام کي فساد موجود دی، او اصلاحاتو ته اړتيا ده. هغسي د امريکا په ټاکنيز نظام کي هم د ورته اندېښنو خبره کېږي، او ستونزي موجودي دي.

افغانستان له پخواني حالته راوتلی دی. اوس يې خپل ځانته مستقل زور او د ساتني قوت موندلی دی. د دې باوجود امريکا په هيڅ صورت افغانستان دغسي پر بيابان نه پرېږدي. امريکا د خپلي برنامې له مخي طالب ته موقع ورکوي چي د نيمايي عسکرو په وتلو سره سوله کوي، خپله خبره پر ځای کوي، که بيا جګړې ته دوام ورکوي؟

موږ ګورو چي له ۲۰۱۱ کال راهيسي امريکا څو ځله له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ايستلو خبره مطرح کړې ده. حتی دا چي پر ۲۰۱۴ يې خپل زرګونه عسکر وویستل. هغه وخت هم داسي اندېښنې رامخته سوې چي ګنې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان حالات کړکېچن سي، حکومت به بېخي دوام ونکړي. مګر هر څه د دې برعکس ثابت سول. موږ وليدل کله چي له هلمنده امريکايي قوتونه ووتل، پر ټول هلمند د ظاهرشاهي واکمنۍ زېري پرېوتل. له موسی کلا تر خانشينه ټولي ساحې افغان پوځ وساتلې.

دا چي بيرته ولي د هېواد امنيتي حالات خراب سول، د کورنيو فاسدو قضاياوو تر څنګ نړۍ والي لاسوهني هم پکښې شاملي وې چي دلته بحث نه پر کوم. که د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته امريکا په رښتنې توګه د افغان ځواک تر شا درېدلې وای، په هيڅ صورت به کندزو فراه، اوغزنی د پاکستان او ايران منګلو ته نه وای لوېدلی. دا ځيني کارونه دلته د امريکا په رضايت کېږي. امريکا هر څه د خپلو ګټو له مخي عيار کړي، هر څه د يوه قوي پلان له مخي څاري. امريکا پر ۲۰۱۴ کال له افغانستانه خپل عسکر وويستل. درې کلونه وروسته بيرته د اورپکو د جګړې تر شا نړۍ وال لاسونه ملګري سول. د هېواد جګړه په تاوده تنور بدله سوه. امريکا او نړۍ مجبوره سوه چي د دې تنور د سړېدو لپاره نور ځواکونه راوليږي چي دا کار يې هم وکړ. دا يو تصادف نه و. دا يو پلان و.

اوس هم امريکا د دغسي يوه پلان له مخي له هېواد څخه د اووه زره امريکايي عسکرو پر وتلو غور کوي. د دې عسکرو له وتلو سره د طالبانو بانې هم ختمېږي. طالبان به ثابت سي چي د عسکرو له وتلو وروسته سوله کوي، که جګړه. دا به مالومه سي، چي دوئ يواځي د سولي په اړه د امريکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه د شعار په توګه بدرګه کوي که يې دا خپله سياسي داعيه ګڼي، او يا د دې کار تر شا په رښتيا هم د دوئ سياسي خپلواکي نغښتې ده. سره له دې چي دا د طالبانو دويم پرلپسې امتحان دی. دوئ يوار پر ۲۰۱۴ کال هم دا ادعا کوله چي د افغانستان له کليو امريکايي عسکر ووځي، دوئ به هلته خپلي جګړې ودروي او په هغه ځای کي به وجنګېږي چيري چي بهرني عسکر موجود وي، مګر له بده مرغه طالبانو پر هغو سيمو تر پخوا ډېره جګړه پيل کړه له کومو چي بهرني عسکر راووتل، او هلته يې جګړې کمي کړې چيري چي بهرنيان موجود ول.

لنډه يې دا چي د نيمايي امريکايي عسکرو وتل د طالبانو د ثبات لپاره يو امتحاني شرط دی. په دې سره به طالبان مالوم سي چي سوله کوي، که هسي بانې کوي.

افغانانو ته څه په کار ده؟

امريکا په نړۍ کي لومړی زبرځواک طاقت دی. افغانستان د نړۍ د همدغه غښتلي طاقت سره ملګر دی. د افغانستان حکومت ته په کار ده چي له دې طاقته عظیمه ګټه واخلي. تېر ۱۵ کلونه امريکا يواځي موږ په مړه ګېډه وساتلو. وړيا ډالرونه يې راباندي را ايله کړي ول. زېربناوي او بنسټيز کارونه ترسره نه سول. موږ په دې يوه نيمه لسيزه کي دومره پيسې او چانس له لاسه ورکړ که د ګټي پر ځای مو لګولی وای، دا وطن داسي په جوړېدی چي نه بيا د پاکستان وس کار پر کاوه، نه د ايران او نه د بل هېواد.

د افغانستان حکومت چي له ښې لوري را واخلې، ډېر ښه روان دی، خو چي د نيمګړتيا برخي ته يې وګورې ستونزي هم لري. په ټوله کي د افغانستان د حکومت په اړه داسي باور موجود دی چي اوس په هر صورت له خپله ځانه دفاع کولی سي. د دې اثبات يې موږ شاهدان يوو. دا څلور کلونه کېږي افغان امنيتي ځواکونه د يوې خورا پېچلي او استخباراتي جګړې پر ضد درېدلي دي. د سلګونو ځوانانو په قربانيو يې د خپل وطن حيثيت ساتلی دی.

تاسي وګورئ دلته جګړه موسمي بڼه لري. مثلا: دا درې مياشتي مخکي د افغانستان وضيعت بدي خواته روان و. وروسته تر درو مياشتو راهيسي وضيعت بېخي بل لور ته روان سوی دی. هره ورځ د جنګي ډلو مشران په نښه کېږي، پر افرادو يې بريدونه کېږي، او هيڅ ځای نه سي پټېدلی. د دې مانا دا ده چي د دې جګړې د ډېرېدو او کمېدو واک د يو چا په لاس کي دی.

بله مهمه دا ده چي د سولي مسئله يواځي د حکومت کار نه دی. دا د ټول افغان ملت مشترک ارزښت دی. دا يوه خورا ستره ملي برنامه ده. کله چي دلته سوله حاکمه وي، د ټول ملت ګټي خوندي پاتېدی سي، مګر که سوله نه وي، هيڅوک نه ګټه ترلاسه کولی سي، نه واک ترلاسه کولی سي. اوس افغانستان يو نوي فصل ته ور روان دی. داسي فصل چي له سياسي مخالفانو نيولې، تر طالبانو، جنګي تنظيمونو او ټولو پوري ځانونه متحد کړي او په ګډه په افغانستان کي د سولي خېمه ودروي.

اوس د قدرت د غوښتلو، يا د قدرت طلبۍ لپاره د حکومتي دستګاه د تخريبولو منطق د هيچا په ګټه نه دی. افغانستان دا تاريخ شاته پرې ايښی دی. د روسانو ماته، د ډاکټر نجيب الله له حکومت سره د سولي خبري، تر هغه را وروسته کورنی بحران چي د پاکستان له لوري د يوه پلان له مخي عملي سو؛ يو تر سترګو لاندي جريان دی. روسان ووتل، په اصطلاح وطن له اشغاله په امان سو. ښه بيا څه ترې جوړه سوه؟ پر لويي لارو پاټکونه د چا لپاره ول. د خلکو د عزت ليلام، د بيت المال چور د پوځ ټوټه کېدل، پر پاکستان د عامه شتمنۍ ليلامول، دا د کوم جهاد لپاره ول، دا د کومو مجاهدينو اعمال ول؟

تر ټولو اول طالبانو ته په کار ده که وطن او ملت پر ګران وي، او په واقيعت هم ځان د پاکستان له حاکميته په امان کي غواړي، خپل لومړيتوب دي وطن وټاکي. د قدرت نشه دي له فکره وغورځوي. د امارت د بيا جوړېدو هوايي خوبونه دي هېر کړي. د وطن پر دربدره مېرمنو دي زړه سوی وکړي. د وطن پر حال دي رحم وکړي. نور دي د ايران په ګډون د پاکستان مريتوب ته د وطن ارزښتونه نه ټيټوي. هيچا ته دي د تسليمۍ احساس نکوي، يواځي دي وطن ته ځانونه تسليم کړي. وطن ته تر تسليمۍ غټه مېړانه په نړۍ کي نسته. طالبان دي لطفاً دغه نغاره بس کړي چي موږ له افغان حکومت سره خبري نکوو، موږ يې له امريکا سره کوو. امريکا، خو دا ده وځي، بيا به نو له چاسره کښېنږئ او څه غواړئ؟

له حامد کرزي او د ده له پخوانيو ملګرو نيولې د حکومتي دستګاه تر ټولو مخالفانو ټولو ته په کار ده چي د سولي په دې ستره مسئله کي له پوره ځيرکۍ او هوښيارۍ کار واخلي او د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړي. دوئ بايد له حکومت سره وږه پر وږه ودرېږي او د سولي دا رنځوره بېړۍ تر سمندره سلامته پوري باسي. چي وطن نه وي، نه کرزی لويه جرګه جوړولی سي، نه ګلبدين حکمتيار ټاکني ځنډولی سي، نه طالبان جهادي نغارې ډينګولی سي او نه د حکومت سياسي مخالفان د مطبوعاتو مېزونه ډبولی سي. اوس وطن ته لومړيتوب ورکړئ. وطن يوار مرام ته ورسوئ، بيا ستاسو ټولو ګټي خوندي کېږي.

د طالبانو په جګړه کي د پاکستان سياسي ماته

پاکستان چي د روسانو پر مهال يې د افغانستان له جهاده په ميلياردونه ډالر ګټه ترلاسه کړل، يوار بيا په دې تلاښ کي دی چي د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولي له مذاکرې دغسي ګټه يوسي. البته پاکستان پر دې هم پوهېږي چي د افغانستان اوسنی حکومت له هغه وخت سره ډېر توپير لري چي دوئ په جهادي تنظيمونو رانسکور کړ. پاکستان د افغانستان په روانه ۱۵ کلنه جګړه خپله ټوله انرژي مصرف کړه. له ټولو ديني او عقدوي سويچونو څخه يې کار واخيست. د جګړې لپاره يې هر ډول تاکتيک وکاروه. د دې ټولو باوجود يې له ترهګرۍ د مبارزې په نوم له امريکا او نورو بې حسابه ډالر واخيستل.

پاکستان هر څه وکړل، خو نه يې حکومت نسکور کړ، او نه يې حکومت ته غټه ستونزه جوړه کړه. د افغانستان لپاره د مخکني ولسمشر حامد کرزي واکمني يوې خوته او د ولسمشر غني واکمني بلي خواته. اشرف غني چي دا څنګه واک ته ورسېد، په ډېري بيدارۍ سره يې ځان پاکستان ته ور نيژدې کړ. د افغانانو د توقع خلاف يې عسکر د روزني لپاره ور ولېږل. ستراتيژيک روابط يې ورسره تازه کړل. دواړو خواوو يو بل ته سفرونه وکړل. بلاخره د پاکستان زړه يې ور خوشال کړ، مګر پاکستان بيا هم خپل مکاريتوب پرېنښود. له دې موقع يې ګټه وانه خيسته له افغانستان سره يې نيت سپا نکړ.

البته دا د پاکستان کمقلي نه بلکي هوښياري ده. پاکستان داسي افغانستان غواړي چي د ده تر قيادت لاندي وي. هر څه يې د ده په خوښه وي. پاکستان هيڅ وخت داسي افغانستان نه زغمي چي د ډېورنډ کرښي تر کچي پخوانۍ داعيې پکښې راپورته سي او نړۍ والي محکمې ته وړاندي سي. پاکستان په تېرو څلورو کلونو کي له افغانستانه ډېره ماته خوړلې ده. ټول پلانونه او هدفونه يې شنډ سوي. د پاکستان پر وړاندي د افغان ولس او حکومت ټينګ عزم او ښکاره مخالفت د دې سبب سو چي د دې هېواد اصلي څېره نوره هم برملا سي.

پاکستان په روانه جګړه کي د روس د جهاد په ډول په هلمند، غزني، کندهار، زابل، کونړ، ننګرهار، او ډېرو نورو ولايتونو کي څرګندي او ښکاره حملې وکړې. هر څومره فشارونه يې وارد کړل، خو هيڅ يې لاس ته نه ورغلل. پاکستان تر ټولو دې ته وارخطا دی چي افغان ولس يې پر ضد د حق چيغه پورته کړې ده. پاکستان اوس د دې لپاره ډېره هڅه کوي چي د ځان په اړه زموږ د ولس کرکه ماته کړي. بيرته داسي فضا جوړه کړي چي افغانان دي پاکستان خپل ورور وګڼي.

ها خواته له افغانستان سره د هند نيژدې والی، د هېواد د اقتصادي بنسټونو د رغاوني پروګرامونه، له نړۍ سره زموږ د صادراتو او وارداتو د تازه لارو پرانيستل او په نړۍ کي افغانستان د يوه جوړېدونکي هېواد په توګه راوړاندي کول د پاکستان لپاره ستره ناکامي ده. بل پلو پاکستان کي د پښتون ژغورني غورځنګ ولس حرکتونو لړۍ ګورئ چي ټوله نړۍ يې د دې خبيث ملک جنايتونو او ظلمونو ته متوجې کړې ده. پاکستان ته اوس ډېر غمونه ور له غاړي دي. يوې خواته يې له امريکې سره روابط خرابي مرحلې ته رسېدلي، بل پلو هند ورته قهرېدلی، په داخل کي پښتون ملت پر را پورته سوی، دلته زموږ پوځ او حکومتي بنسټونه ورته قوي سوي او هلته يې خپل کورنۍ لانجې اسمان ته پورته سوي چي دې پاکستان د ناکامۍ کچي ته روان کړی.

په داخلي کچه د حکومت د مخالفانو وضيعت سختي بدي خواته روان دی. هره ورځ يې په لسګونه کسان وژل کېږي. مالي منابعي يې ختميږي. ملاتړ يې کميږي. په ولس کي يې د فکري او عقدوي ملاتړ کچه کمېږي. پر روانه جګړه يې د کابل د درې نيم زره ديني عالمانو ستري غونډي او د عربستان  له مکې څخه نړۍ والي فتوا خورا بد اغېزونه وکړل. دې ټولو موضوعاتو د پاکستان سياسي کردار له شکست سره مخامخ کړی دی.

پاکستان دا وار هم داسي نيت لري چي د افغانستان د سولي په مسئله کي به له امريکا سره خبري وکړي. له دې خبرو واضح ده چي پاکستان غواړي د طالبانو لپاره په خپله خوښه حکومت جوړ کړي. پاکستان يوار بيا دې ته ناست دی چي دا حکومت بيا ووېشل سي. بيا يې هر څه چور و تالان سي. بيا يې هر څه له الف څخه شروع سي. بيا د قدرت پر سر کورنۍ جګړې پېښي سي، او پاکستان خپلي ګټي ترې ترلاسه کړي. پاکستان غواړي پر امريکا د دې احسان هم واچوي چي طالبان مو سولي ته درسره کښېنول، جګړه مو ودروله. دا چي افغانان په خپلمنځ کي جګړه کوي، يا د قدرت پر سر نه سره جوړېږي، دا د هغوئ خپل داخلي مشکل دی.

البته پاکستان داسي برنامه لري، خو دا په حقيقت سره يو خوب دی. پاکستان هڅه کوي چي دا خوب په حقيقت بدل کړي، خو دا هيڅ امکان نلري. اوس د افغانستان د حکومت اختيار له پاکستان سره نه دی. حکومت اوس په خپله خوښه خپلي پرېکړي کوي. طالبان راسي، سوله به وسي، په ګډه به سياسي قدرت ووېشل سي، خو د پاکستان ارمانونه به خاوري سي. د سيمي حالاتو ته په کتو سره ښکاري چي د افغانستان حکومت له يوې ډېري اساسي ستونزي مخ پر راوتو دی. که طالبانو سوله وکړي، پاکستان تاريخي ماته خوري، القاعده، داعش او حقانيان بيا نتيجه نه سي ورکولی.

2 thoughts on “افغان سوله کي پاکستان تاريخي ماته خوري. | نثار احمد احمدي.”
  1. afghans must understand this /saudi arab/emarat arabia united/Qatar
    is supporter of pakistan(FINANCIAL)
    emarat put three miliard dollers in pakistan bank.
    support of pakistan is support of talibs/like jihadee time.
    AFGHANS MUST STRONGLY SUPPORT GOVERNMENT POLICE.
    SUPPORT AFGHAN INTELLEGENT SERVICE.VICTORY WITH US.
    INSHALLALH,
    THANKS FROM TAAND

  2. تاسي وګورئ دلته جګړه موسمي بڼه لري. مثلا: دا درې مياشتي مخکي د افغانستان وضيعت بدي خواته روان و. وروسته تر درو مياشتو راهيسي وضيعت بېخي بل لور ته روان سوی دی. هره ورځ د جنګي ډلو مشران په نښه کېږي، پر افرادو يې بريدونه کېږي، او هيڅ ځای نه سي پټېدلی. د دې مانا دا ده چي د دې جګړې د ډېرېدو او کمېدو واک د يو چا په لاس کي دی.

ځواب ورکول zahra zafar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *