په یوویشتمه پیړۍ کې د سوداګری او راکړی ورکړی بڼه خورا بدله او ډیری وخت په ټکنالوژي ولاړه ده، خو له بده مرغه زموږ دولت په دې برخه کې څومره چې باید پرمختګ کړی وای  دومره نه دی ځلیدلی خو بیا هم تر خپله بریده ښه ورته ویلای شو، را ځو خپلې موضوع ته د سپوږمکیو د پیر او پلور په ګرم بازار کې غټ رول د امریکا (NASA)، چین(CNSA)، یورپ (ESA)، روسیه (RFSA)، هندوستان (ISRO)، جاپان (JAXA)، جرمني  (DLR) دی چی اکثره وخت نورو هیوادونو ته سټلایټونه جوړوي، ډالۍ کوي، خرڅوي او په کرایه ورکوي.

افغانستان هم خپله برخه لري او د افغان سټ ۱ په نامه یوه سپوږمکۍ له ځمکی نه په سوونه متره پورته په هوا کې له کلونو راهیسی فعالیت کوي.

د افغان سټ سپوږمکی تړون یې په   ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ د میاشتی په ۲۳ د فرانسې له یوې مشهورې سپوږمکۍ جوړوونکې کمپنۍ یوټل سټ (Eutelsat) څخه  د هاغه وخت د مخابراتو او ټکنالوژی وزیر امیرزي سنګین په موجودیت کې لاسلیک شو.

د یاد تړون له مخې به د افغانستان دولت د یوټل سټ (Eutelsat) کمپنی ته د کال ۴ ملیونه امریکایي ډالر ورکول چې د سپوږمکی کلنی عاید بیا ۱۵ ملیونه امریکایی ډالر اټکل شوی  و.

د یوټل سټ (Eutelsat) کمپنۍ دا مهال د ځمکې په مدار کې ۳۶ سپوږمکیانې لري چې د اروپا په شمول ځینی یې په شمالي امریکا، افریقا او منځنۍ اسیا هیوادونو باندي هم پلورلي  دي. د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې یې د بحرین پر هیواد د NOORSAT په نامه یوه له مځکې نه مدار ته استول شوې سپوږمکۍ هم وپلورله.

د افغان سټ  ۱ سپوږمکۍ د Ariane 5ECA توغندي په واسطه  چی د Ariane 5 بڼی درلودونکی وو او د Kourou ELA-3 له میدان نه  د ډیسمبر د میاشتې په ۲۰ په ۲۰۰۸ کې د ۴۸ درجو په زاویه له ځمکې نه د تشیال  (فضا) په طرف وتوغول شو چې په لومړیو کې یې حجم کابو 3,460 کیلو ګرامه وو او د ۶ ټرانسپونډرو لرونکې وه.

په لاندی انځور کی د Ariane 5 په شمول د نورو پرمختللو تشیال ماکوګانو یا هغه توغندی چې فضا ته سپوږمکۍ استوي مختلفې بڼې لیدلی شئ!

په لومړیو کې د نوموړی سپوږمکۍ د کاري ژوند یا Life duration په اړه څه نا څه انديښني وي چی ښایی سپوږمکی پخوانی  ده او نه شی کولی چی په ښه ډول خپل فعالیتونه مخ ته یوسی، چی بیا د ټکنالوژی او معلوماتی وزارت ډاډ څرګند کړ چی د سپوږمکی په اړه د یوټل سټ کمپنی له خوا د تخنیکی جوړښت او فعالیت په اړه د افغانستان دولت ته  پوره پوره ډاډ ورکړل شوی او د ۱۵ کلونو د فعالیت ضمانت هم ورکړل شوی وو.

کله چی د هندوستان  هیواد خپله نوي سپوږمکی د سیپتمبر د میاشتی په ۲۵ کال ۲۰۱۴ د South Asia Satellite SAS  یا د جنوبی اسیاسټلایټ په نامه تشیال ته و توغولو، نو په دي سټلایټ کی یی د اسیایی هیوادونو لکه  جاپان، مالدیف، سریلانکا، بنګلادیش ،پاکستان او داسی نور و هیوادونو ته د تحفي په ډول یو یو Transponder د ښه نیت او د اقتصادی او ټکنالوژی راکړي ورکړی په نیت ډالی کړ ل، چي افغانستان ته یی ښه غوښنه برخه یعنی ۲ ټرانسپنډرونه په ډالی کی ورکړل.

خو  د یادو هیوادونو له جملي نه پاکستان لکه  د تل په څیر او د خپل شوم نیت په لرلو سره خپل عضویت یا خپل موجودیت د هند په سټلایټ کی رد کړ او له ورکړل شوی تحفی نه یی انکار وکړ.

د هندوستان هیواد په دی ډالی سره د افغان دولت ته  د اقتصاد په برخه کی یو مثبت او ښه خبر وو چی د افغانستان دولت تری د مخابراتو، هوا پیژندني، د ځمکی د اراضی ، په هغو لرو پرتو سیمو کی چی مخابراتی شبکو دستګاه وي نه لرلی د GSM په واسطه خدمتونه او د ارزانه انټرنټ په برخه کی  ګټه اخیسته او اخلی . چی د عاید په برخه کی د ډیجیټلی تلیویزیونو شرکتونو ته ‎د میاشتی په یوه ټرانسپونډر له یو لکو تر یو لکو او پینځلس زره ډالرو پوری قیمت ټاکل شوی وو چی بیا دا پیسی د د ولت خزانی ته تسلیمیدلی.

زمونږ افغان سټ یو سپوږمکی به تر ۲۰۲۰ کاله خپل فعالیت ولري، ځکه د یوه نورماله سټلایټ کاري ژوند تر ۱۵ کلونو پوري ټاکل کیږي . چی بیا د افغانستان د معلوماتی او ټکنالوژی وزارت د ۵ کلن پلان  په اساس به وکولای شی چی تر ۲۰۲۰ کاله به بل یعنی افغان سټ ۲ سټلایټ ولرو.

One thought on “افغان سټ یو پیژنئ؟ | انجینر رسول امین سلطاني”

ځواب ورکول Amin Sultani ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *