آیت الله محسني

تاند- افغان شیعه دیني عالم او د حرکت اسلامي موسس آیت الله اصف محسني نن /دوشنبه/ د ۹۴ کلنۍ په عمر وفات شو.

محسني د ۱۳۱۴ لمریز کال د ثور په ۵ مه په کندهار ښار کې زېږېدلی، دیني زده کړې یې د عراق په نجف او د ایران په قم کې کړي او یو شمېر دیني کتابونه یې لیکلي دي.

محسني په نجف که له ۱۲ کاله زده کړو وروسته کندهار ته تللی او هلته یې مدرسه جوړه کړې خو د ۱۳۵۷کال د ثور له کودتا وروسته ایران او سوریې ته مهاجر شوی او یوه موده یې د دمشق په یوه مدرسه کې تدریس کړی دی.

محسني یو کال وروسته (د ۱۳۵۸) په حمل کې ایران ته تللی او په قم کې یې د افغانستان اسلامي حرکت په نوم د افغان شیعه ګانو ګوند جوړ کړ. خو د نجیب الله د حکومت په وروستیو کلونو کې یې له ایرانیانو سره اختلاف پیدا شو او پاکستان ته یې پناه یووړه.

محسني په نوي یمه لسیزه کې په تنظيمي جګړو کې فعاله ونډه واخیسته. د ده ګوند د کابل په ورانوونکو جګړو کې تر پایه د احمدشاه مسعود او جمعیت ملاتړ وکړ.

د طالبانو له واکمنېدو سره د ګڼو نورو تنظیمي مشرانو په شان ایران ته وتښتېد. خو د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته بېرته کابل ته ستون شو او د ایران په مرسته یې په کابل کې ستره دیني مدرسه، پوهنتون او تلویزیون جوړ کړل.

2 thoughts on “افغان شیعه دیني عالم آیت الله محسني وفات شو”
  1. آیت الله محسني په افغانستان کې تر ټولو شعوري او د ایران ګټو ته وفاداره شیعه مشر وو. هغه خپل قوم او هم مذهبو ته بې حسابه خدمتونه وکړل. شیعه مذهب یې افغانستان کې رسمي کړ. د شیعه ګانو خصوصي ژوند لپاره یې مدني قانون ” احوال شخصیه اهل تشیع” جوړ کړ. د پوهنې وزارت مځکه یې د حامد کرزي په مرسته غصب او زمونږ په سیمه کې تر ټولو لویه د شیعه مذهب مدرسه د « خاتم النبین »په نوم چې د عوامو په منځ کې « شیعه خانه » په نامه مشهوره ده ، پکې تاسیس کړه ، د تمدن په نوم شیعه تلویزیون یې خپل قوم او هم مذهبه ته یو یادګار پرځای پرېښود.
    د قمبرلنګ په نوم ډارونکی قوماندان په دارلامان کې ، داکتر صادق مدبر په پاکستان کې ، حجت الاسلام والمسلمین شیخ خادم حسین ناطقی په سمنګانو کې ، واعظ زاده، سیدحسن بحر په لوگر کې ، ملاّ دین ‏ محمد په چارکنت کې او سید حسین انوري په شان ښار ورانوونکي ، انسان وژونکي او د ښارونو د مځکو غصب کوونکي قوماندانان یې روزلي وو. قوماندان سید حسین انوري د کابل ښار د افشارو په ورانوونکې جګړه کې چې د 1371 کال د دلوې په 21 او 22 وشوه مستقیما برخه درلوده . پدې جګړه کې ټوله سیمه په کنډواله بدله شوه او په سلګونو اوسېدونکي یې ووژل شول او یا شهیدان شول. برخه درلوده او په ټولو کورنیو جګړو کې د جمعیت او شورای نظار ترڅنګ د ګلبدین حکمتیار پرضد جګړو کې برخه درلوده اوپه غیر مستقیم ډول د حزب وحدت اسلامي ترڅنګ هم ولاړ وو.
    پاته د نه وي چې سید حسین انوري چې د نظامي چارو مسوول وو ، په 1378 کې له حرکت محسني نه ځان جدا او د « حزب حرکت اسلامی مردم افغانستان» بل ګوند یې جوړ کړ چې اوس د عدلې وزارت کې په همدې نوم ثبت دی او پرځای یې کاظمي نوی مسوول وټاکل شو. د طالبانو د حکومت له سقوط نه وروسته د « حرکت اسلامي افغانستان » په نوم ګوند د آیت الله محسني په نوم ثبت او وروسته له ګوند نه استعفی ورکړه چې اوس سید محمد علی جاوید یې ځای ناستی دی.
    د حرکت اسلامي شعار: اسلامي اخلاق ، علمي پراختیا ، عمومي رفاه او سوکالي ، ټولنیز عدالت .
    د نورو مالوماتو لپاره لاندې لینک کېکاږئ

    حرکت اسلامی افغانستان | Paradise

    https://goligandom.wordpress.com/2013/…/حرکت-اسلامی-افغانستا…

ځواب ورکول ملنګ عثماني ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *