تاند- افغان طالبانو په پېښور کې پر ارمي پبلک ښوونځي د پاکستاني طالبانو برید په کلکه وغانده.

د وروستیو راپورونو له مخې په دې برید کې ۱۴۱ تنه زده کوونکي او د ښوونځي ښوونکي وژل شوي دي.

پاکستاني طالبانو ویلي چې دا برید یې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د بریدونو او ظلمونو په ځواب کې کړی دی. پاکستاني طالبانو ویلي، د پاکستان پوځ هره ورځ د وزیرستان ماشومان او ښځې په بې رحمۍ وژني ځکه دوی دا برید وکړ چې پوځیانو ته د خپلو ماشومانو د وژل کېدو درد وروښيي.

خو د پاکستاني طالبانو افغان متحدانو ویلي چې په دې حمله خوابدي شوي او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.

د افغان طالبانو د خواخوږۍ پر پیغام ډېرو افغانانو حیرانتیا ښوولې ځکه چې دې ډلې څه باندې یوه میاشت پخوا د پکتیکا په یحیا خېلو کې په لسګونو ماشومان او ځوانان په داسي حال کې ووژل چې د والیبال مسابقه یې کتله.

طالبانو د پېښور حملې ته په اشارې ویلي چې د ملکیانو، ښځو او ماشومانو وژل د اسلامي اصولو خلاف دي.

ګڼو افغانانو په ډله ییزو رسنیو کې د طالبانو خواخوږي د پاکستان له پوځ او آی ایس آی سره د دې ډلې د اړیکو ښکارندویه بللې ده.

ځینو ویلي چې د طالبانو د خواخوږۍ پیغام آی ایس آی او پاکستاني پوځ خپور کړی ځکه چې د طالبانو ویندویان او مشران په پاکستان کې د آی ایس آی تر چتر لاندې اوسي.

ځینو نورو لیکلي چې د افغان طالبانو له لوري د خواخوږۍ دا پیغام د دې لپاره خپور کړای شوی چې د پاکستان پوځ او آی ایس آی د ټولو طالبانو په وړاندې په پاکستان کې د کرکې د راپورته شوې څپې مخه ونیسي.

10 thoughts on “افغان طالبانو د پېښور د حملې له قربانیاتنو سره خواخوږي وښوده”
  1. سخت غوبل دی، له خلکو نه لاره ورکه ده. د افغان طالبانو دې بر پدر لعنت شي چې خپل خلک وژني او په نورو تسلي ښیي. مونږ د ټولو ماشومانو په مړینه خفه یو خو د طالبانو د ړانده د ډلې له خوا داسې پیغام ښیي چې دوی د پاکستان د آی ایس آی اولاده ده او هغوی یې چې هر ډول ګډوي دوی ورته ګډیږي.

  2. افسوس صد افسوس ددې خاینانو په حال، اې د پاکستان ګوډاګیانو پروردګار دې در سره پوه شي زموږ خو نور څه په وس کې نه کیږي.

  3. د پېښور پر پبلېک آرمي سکول حمله د پاکستاني طالبانو له خوا د (آی اس آی ) او پنجاب ادارې کاردﺉ . دوی غواړي پر دې سر ه پر عمران خان باندې فشار راوړي ، او د هغه د دوامداره اعتصابونو مخه پرې ډپ کړي . او بل دا چې له پښتنو خپل غچ واخلي . او د هغوی نفوس او نفوذ په پاکستاني پوځ کې کمرنګه کړي .

  4. زه لومړی د هغو ټولو کورنیو سره د زړه له کومې غمشریکې کوم چې خپل د زړه ټوټې یی پدی وجشیانه عمل کې له لاسه ورکړي. خدای ددی عمل تشویقونکي وشرموی. خدای د دافغانستان طالبان هم په شرمو وشرموي چې دوی هم هره ورځ په افغانستان کې بې ګناه ماشومان او افغانان وژنې خو یوه ورځ يي هغه تقبیج نه کړ خو بیا په باکستان کې يې تقبیح کوی. لکه چې دوی هم هره افغانان او د هغوی ماشومان وژنې خو هیڅکله پری نه شرمیږي الله ددوی رسوا کړي

  5. ولی به خوا خوږی نه ښایی معاشات ییی له هماغه څایه دی بالداران خو نه خفه کوی د ورځی په سلهاو غریب دلته وژل کیږی غمرازی نیشته چی د جنرالانو ځامن مړه دی نو غمرازی کوی الله دی ورسره پوه شی

  6. درنولوستونکو: لومړی می تاوده سلامونه اودرناوی ومنی
    دانسانیت غوښتنه خوداده چه هرانسان باید دخپل همنوع په غم غمجن اوخاصتا دداسی بی ګناه ماشومانواوځوانانوپه ویر ویرجن سی کوم چه هیڅ ګناه نه لری اودنورودګناهونوقربانی کیږی خوکله چه دانسانی دیدګاه څخه انسانیت ته ګورونوټول انسانان سره برابردی اوتوراوسپین اوموړاومسکین یوپربل څه برتری نه لری لکه بیدل صاحب چه وایی ((اتفاق خلق بیدل درلباس افتاده است ، ورنه یکسان است خون درپیکرطاووس وزاغ)).
    خودافسوس خبره داده چه په ننی نړی کی دظالم اولاد یوه بیه لری اودمظلوم اولاد بله .نن دپاکستانی نظامی افسردزوی په ویرټوله نړی ویرجنه ده خوایا دپښتانه شهیدماشوم دمورکئ دحال پوښتنه هم چاکړیده ؟ایادیحیی خیلوماشومان انسانان نه وه ایا دکنړد دانګام دخویندو،میندواوماشومانواوښکواووینوله حاله هم چا پوښتنه کړیده؟

  7. په مکتب او سکول باندی حملی د انسان او مسلمان کار نه دی دا کار د غرو وحشیی ځناور او حیوانا تو کار دی حتی حیوان هم دا کار نه کوی نورد تبصیری ځای نشته قسم په خدای لاس او قلم او ستر ګی می کار نه کوی داسی احساس کوم لکه زما لور او زوی چی شهیدان شوی وی. خدای پاک د دغه وحشیان او ځناور حلاک ، تباه او برباد کړی

  8. دی خبیث ته همدومره ویل غواړم چی اے خبیثه تاته خو مونږ د مجاهد په سترګه کتل ته خو یو خبیث او دآی ایس آی ګوډاګی راوختلی د اسلام سره ستا هیڅ سروکار نیشته نو باید دا دنده پریږدی ته خو اول د دی فدایی حملې د واقعاتو نه خبر نه یی او د ځانه دی لکه دسپی غپلی دی رزیله دویم کوم ماشومان چی پدی حمله کی زخمیان شوی هغه دپاکستانی فوج په ډزو نه د فدایانو ځکه چی فدایانو ټولو ماشامانو ته اجازه ورکړه چی د کالج نه لاړشی او فدایانو صرف هغه فوځیانو سره کار وو چی نـن د مرکز نه فارغیدل او سبا ته یی په فوج کی دنده ترسره کوله او اے دوسه سبا ستا په خور او مور پسی درتلل نو ته سرنګه دوی سره دخواخوګی اعلان کوی لکه ستا مبارزه چی د اسلام لپاره نه د اسلام اباد لپاره ده تر اوسه خو می شک وو خو اوس می یقین شو او که سهوه درنه شوی وی نو الله دی درته هدایت اوعفوه وکړی نو باید خپل بیان بیرته زرترزره واخلی او بله دا چی یا خو درنه الله عقل او شعور اخیستې دی او په ګمراهانو کی یی او که داسی نه وی نو بیا د آی ایس آی په ژبه لګیایی که د فدایانو مطلب د کالج او سکول شاګردان وژل وو نو دا کالجونه او سکولونه خو د پاکستان په داسی علاقوکی هم شته چی هیڅ د فدایانو ضرورت نیشته ورته بس یو کس په سلګونو او په زرګونو شاګردان وژلی شی ولی پری دومره فدایان د لاسه ورکړل شی او یو فدایی چی د سرنه تیریږی ایا هغه د دی لپاره تیریږی چی ماشومان ووژنی ؟؟؟ یاخو باید د خپلو خبرو سپیناوی وکړی او یا د دندی نه لاس په سره شی د دی نه مخکی چی د ګمراهانون او منافقانو په لیست کی د مجاهدینو له خوا نه واچول شی

  9. لعنت د خدای په داسو طالبانو شی چه خپل افغانان وژنی او د پنجابیانو په وژلو باندی خواخوګی کوی. ښه شو چه پاکستانیان هم زمونږ د زړه نه خبر شی

ځواب ورکول روغ لیونی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *