وسله والو کسانو په بلوچستان ایالت کې

تاند- د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې نن په یوه راپور ویلي چې افغان طالبانو شپږ تنه پاکستاني اتباع وژلي دي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، د بلوچستان د لیویز یا ملېشه ځواک عمومي رييس طارق زهیر وویل چې افغان طالبانو د سپټمبر په دوه ویشتمه د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه شپږ پاکستاني اتباع وژلي دي.

په خبر کې نه دي ویل شوي چې دا کسان دقیقاً په کومه سیمه کې وژل شوي او دا هم نه دي ویل شوي چې طالبانو ولي دا کسان وژلي دي خو ګومان کېږي چې وژل شوي کسان بلوڅ بېلتون غوښتونکي وي.

د بلوچستان ایالت په نوکونډي (نوکنډي) کې ملېشه ځواک د وژل شویو پاکستاني اتباعو ویدیو خپره کړې. په ویدیو کې د طالبانو له لوري د دغو شپږو کسانو وژل کېدا هم ښودل کېږي.

د وژل شویو کسانو نومونه، جمیل، سرور، شاه مراد، غني او کتب خان ښودل شوي او ویل شوي چې هغوی د نوشکي د سیمې د چاغي ښارګي اوسېدونکي دي. د دې سیمې ځايي خلک په خټه بلوڅ دي.

One thought on “افغان طالبانو شپږ تنه پاکستانیان ووژل”
  1. داهیسکله ده منلووڑنه بولم .
    اوکه داسی کارشوی وی نوبیادااخلق افغان طالبان نه بلکی پاکستانی استخبارتی شبکی لاس پوسی دی .
    .
    افغان هیسکله داسی بی وجدانه عمل نه ترسره کوی چی ده دوشمن قاتل ووژنی
    بلوچان زمونگ ورونه دی اوپنجابیان دوشمنان .

ځواب ورکول فاروق فاروقى ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *