ځينې پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي چې افغان طالبان پر پاکستاني طالبانو د خونړيو بريدونو لپاره ځانونه چمتو کوي.

د ډان په نامه د پاکستان يوه ټلوېزيوني شبکه د افغان طالبانو د ځينو باوري سرچينو له قوله وايي چې، د افغان او پاکستاني طالبانو تر منځ تاوتريخوالی اوج ته رسېدلی او اوس هره شېبه د دواړو ډلو تر منځ د يوې درنې جګړې امکان ليدل کېږي.

دغه شبکه د سرچينو له خولې وايي چې، له افغان طالبانو سره د پاکستان د لښکر جنګوي ډلې او انصارالاسلام جنګيالي هم ملګري دي او غواړو درې واړه پر يو وخت د پاکستان د تحريک طالبان پر ډله بريدونه پيل کړي.

د افغان او پاکستاني طالبانو تر منځ اړيکې وروسته تر هغه نورې هم خرابې شوې چې تحريک طالبان پاکستان تر خپل واک لاندې ځينې سيمې د انصارالاسلام د ډلې له جنګياليو پاکې کړې.

بله خوا بيا د پاکستاني طالبانو وياند احسان الله احسان رسنيو ته ويلي دي چې دوی نه غواړي له افغان طالبانو سره جګړه وکړي.

احسان پرته له دې چې د انصارالاسلام ډلې نوم واخلي، ويلي دي چې ځينې ډلې د پخوانيو دښمنيو په اساس غواړي پر پاکستاني طالبانو بريدونه وکړي.

د ځينو پاکستاني رسنيو د راپورونو په اساس، د روان کال د اپرېل د مياشتې په درېيمه نېټه ملاعمر د پاکستاني طالبانو د مشر حکيم الله مسود، حافظ ګل بهادر او ځينو نورو سرلارو په نوم يو غږيز پيغام هم لېږلی و چې پکې يې له پاکستاني طالبانو څخه غوښتنه کړې وه چې په پاکستان کې دې د پيسو د تر لاسه کولو په موخه نه سړي تښتوي او نه دې هم هلته په عام محضر کې خلکو ته سزاوې ورکوي.

ملا عمر ويلي وو چې که يې پاکستاني طالبان خبره ونه مني بدې پايلې به ولري.

که رښتيا هم افغان طالبان او انصارالاسلام پر پاکستاني طالبانو بريدونه وکړي نو له دې سره به د ځينو کسانو هغه ادعاوې نورې هم قوي شي چې وايي افغان طالبان او انصار الاسلام د پاکستان د استخباراتي شبکې (ای ايس ای) له خوا تمويلېږي او تر ډېرې اندازې د دغه هېواد د ګټو د ساتلو لپاره جنګېږي.

By admin

2 thoughts on “افغان طالبان پر پاکستاني طالبانو د بريدونو لپاره تياری نيسي”
  1. افغانانو پاکستان خو ښه تاسو د خپل هیواد او خپلې جونګړې پر ضد وکارولئ اوس د پاکستان ساتنه هم پر تاسې کوي. نه پو هیږم چې څه وخت به هوښیار شئ او د پردیو د غلامي څخه به لاس واخلئ الله دې درته د نیکی هدایت وکړي آمین ثمه آمین

  2. ددی په سر کښی چه ماغزه وی نو اوس به افغانستان ګل ګلزار وی داسی معلومیږی چه دوی ددواړو نوکران دی، یعنی ایران او پاکستان

ځواب ورکول پټ ریس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *