مولانا طاهر اشرفي

تاند- د افغانستان دیني عالمانو په کابل کې یوې غونډې ته د پاکستاني دیني عالمانو د مشر مولانا طاهر اشرفي له بلنې سره مخالفت وکړ.

د افغانستان د دیني عالمانو شورا د بهرنیو چارو وزارت ته په استولي لیک کې ویلي چې دیني عالمانو د چهارشنبې په ورځ په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې باید د پاکستاني دیني عالمانو مشر طاهر اشرفي غونډې ته راونه بلل شي.

طاهر اشرفي، چې ویل کېږي د آی ایس آی ایجنټ دی، په ځلونو په افغانستان کې جنګ جهاد بللی خو په پاکستان کې یې جګړه ناروا بللې ده.

د افغانستان د علماوو شورا د طاهراشرفي د شخصیتي کمزورتیا یادونه کړې او ویلي یې دي چې له دې کبله دې نوموړي ته اجازه ورنه کړای شی چې افغانستان ته راشي.

طاهراشرفي تورن دی چې په ښکاره شراب څښي او د نشې په حال کې مرکې یې پاکستاني تلویزیونونو خپرې کړي دي.

مولانا اشرفي په ۲۰۱۳ م کال په افغانستان، فلسطین او هندي کشیمر کې انتحاري حملې روا وبللې او د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو په کنفرانس کې یې له ګډون کولو په دې خاطر ډډه وکړه چې په کنفرانس کې د افغان طالبانو استازي ګډون نه لري.

مولانا اشرفي ښايي دا ځل وغواړي چې کابل ته راشي ځکه چې پاکستاني دیني عالمان د خپلو ملي ګټو او ملي سیاستونو پر اساس پرېکړه کوي.

6 thoughts on “افغان عالمانو د پاکستاني ملایانو مشر ته له بلنې سره مخالفت وکړ”
  1. We do appreciate the decision taken my Afghan Ulama. I am witness to many converstions he did with many Pakistani televisions where he shamelessly called the terrorism in our sacred soil a Jihad.

  2. ددغه خنزیر په جای دی , ښاغلی مخايل ګرباچف ته بلنه ورکړی بهتره ده , نه دا د ای ایس ای سپی,,,!!!

  3. دآفغانستان دديني علماو داعمل دستايلو وړ دئ آفرين دي پر دوئ دې چه دې شرابي پس فطرته او داسلام ضد فکې ملاته ئې اجازه ونه کړه په ږيره کې اسلام نه سته دئ فکر کوې چه ږيره ولره هرڅه چه کوم او هر چه وايم داسلام ددين سره مطابقت ورکوي دآفغانستان سياسون هم بايد دفکي سياسون چغه کړي مردار دي وي داسي افراد.

  4. دآفغانستان دديني علماو داعمل دستايلو وړ دئ آفرين دي پر دوئ دې چه دې شرابي پس فطرته او داسلام ضد فکې ملاته ئې اجازه ونه کړه په ږيره کې اسلام نه سته دئ فکر کوې چه ږيره ولره هرڅه چه کوم او هر چه وايم داسلام ددين سره مطابقت ورکوي دآفغانستان سياسون هم بايد دفکي سياسون چغه کړي مردار دي وي داسي افراد.

ځواب ورکول زلمی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *