د افغانستان تر نولس کلنو لږ عمره کرکټ لوبغاړو نن په کوالالامپور کې د سعودي عربستان تر نولس کلنو کم عمره لوبغاړو ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه.
لومړی بیټنګ د عربستان لوبډلې وکړ چې په نهه دیرشم اورو کې یې ۱۵۷ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل. په ځواب کې یې افغان لوبغاړو دغه هدف ته په اوولسم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو ځان ورساوه.
د افغانستان په توپویشتونکو کې حضرت اله په ۵۹ توپونو ۹۸ منډې جوړې کړې. له ده سره د سر بل لوبغاړی نوید عبید په ۳۷ منډو وسوځید، نصیر خان بیا یوازې ۵ منډې وکړې او اوټ شو.
د افغانستان په توپ اچونکو کې پیاوړي باولر مسلم موسی د مخالف لورې ۴ لوبغاړي وسوځول، ضیا الرحمان درې لوبغاړي اوټ کړل او دوې ویکټې هم راشد خان واخیستې.
د سعودي عربستان په توپ ویشتونکو کې فرحان پاټیل ۵۵ او محمد زیاد ۴۲ منډې جوړې کړې نور ټول لوبغاړي یې په لږو منډو وسوځیدل.
ټاکل شوې ده چې بل سبا د سپتمبر په ۳ افغانستان بله لوبه له کوربه هیواد مالیزیا سره وکړي.
د افغانستان تر نولس کلنو لږ عمره لوبغاړي د اسیایي شورا په روانو لوبو کې تر دې دمه دومره ښه ځلیدلي دي چې د افغانستان د کرکټ راتلونکې ته هیلې ورسره زرغونې شوې دي.
ټولو افغانانو ته ددی بریاوو مبارکی وایم اودوی ته دلازیاتو کامیابی په هیله دلوی ذات څخه ورته دوعاګانی کوو