د نړۍ پرمخ مختلف قومونه ژوند کوي، چې څوک په يوه او څوک په بله ژبه خبرې کوي، څوک په يو مذهب او څوک بيا بل مذهب لري، چا تر اوسه سختي نه وي ليدلي او ځيني نور بيا د راحت او سوکالۍ پسې ړانده شول، مګر افغان هغه قوم دی، چې په تېرو څو لسیزو کې يې ډېرې بدبختۍ ليدلي او هره ګړۍ يې په مشکله تېره کړې ده، که هغه يې د هېواد په داخل کې وه، او که د هېواده بهر، هره لحظه افغانان کړيدلي، ولس د خپل پاک رب ج څخه د هېواد د جوړېدو غوښتنې کړي، او همېشه به يې لاسونه د خدای(ج) پاک دربار ته لپه کړي ول، داسې دعاګانې به يې ځينې غوښتې، چې (آی پاکه ربه ته د خپل فضل او رحم له مخې په افغان کړيدلي اولس د خوشحالۍ، سوکالۍ او آرامۍ وختونه راوله، د خپل هېواد څښتنان يې کړه، آی پاکه ربه، ته افغان قوم، چې د نړۍ پرمخ باغيوره او تاريخ لرونکی قوم دی، په اتفاق او اتحاد کړه، د يو داسې رهبر لرونکي مو کړه، چې زموږ ټولو ناخوالو او بدمرغيو ته د پای ټکی کېښودلای شي)، سوالونه او زارۍ د الله(ج) په نزد قبولې شوې او هغه وخت يې حقيقت ته د رسېدو بڼه غوره کړه، کله چې حامدکرزی لومړی د انتقالي، بیا موقتې ادارې او وروسته يې د ولسمشرۍ څوکۍ پرله پسې دوه ځلې د آزادو انتخاباتوله لارې خپله کړه، افغانانو چې څنګه دعا کړې وه، پاک الله (ج) يې هماغسې دعا قبوله کړه، او داسې يو رحم دله، با جراته، جهادي، او په ولس مين ولسمشر يې د افغان ولس په نصیب کړ، چې تر هرچا يې زياته توجهه د افغانانو د ژوندانه د ښه والي، سولې، ملي پخلاينې او روغې جوړې ته وقف کړې، د افغانستان ولسمشر جلالتماب حامدکرزي چې په تېرو دولسو کلونو کې څومره لاسته راوړنې درلودلي دي، په هغه خاورې نه شو اړولی، او سترګې پرې نه شو پټولی، د نوموړي ترمشرۍ لاندې چې افغانانو په څومره ډګرونو کې پرمختګونه کړي، د توقع او اميدونو خلاف وه، د ترقۍ او پرمختګ ترڅنګ به په هغه چلنجونو هم سترګې نه پټوه، کوم سره چې ښاغلی ولسمشر مخامخ شوی، مګر متاسفانه په زیاتو برخو کې يې لوړپوړچارواکو ملاتړ نه دی کړی، او ځانونه يې پرې ناخبره کړي، خو بيا هم خدای(ج) ښاغلي کرزي ته دا توان ورکړی، چې په يوازې سر يې مقابله وکړي او د حل لاره ورته ولټوي، دا چې په تېرو څو لسيزو او د اوسني حکومت په دوران کې هغه کورنۍ چې خپل غړي يې هېواد ته د امنيت راوستلو پرسر، د هېواد پرمختګ او ترقۍ پرسر او هېوادوالو ته د سوکاله ژوند برابرولو پرسر يې له لاسه وکړی، اوس د هغوی کورنۍ لاس نيونې او همکارۍ ته اړتيا لري، يادې کورنۍ داسې شفقت ته اړتيا لري، چې ترڅو وهڅېږي، چې خپل هېواد او هېوادوالو سره دوامداره او نه شلېدونکې مينې ته دوام ورکړي، مګر بدبختانه چې زموږ زیاتره لوړپوړي چارواکي پرځای د دې چې دخوشحالۍ په ورځو کې د يادو کورنۍ سره همکاري او لاس نيوی يې وکړي، د خپل ولس په منځ کې د اختر لمونځ ادا کړي، د حکومت د پاليسو، کړنلارو، لاسته راوړنو، د سولې د بهير او دولت سره د همکارۍ په اړه عام ولس سره خبرې وکړي، اخترونه په بهر ملکونو کې تېروي، ځیني خو د اختر څخه څو ورځې ترمخه هېواد څخه تللي وي او ځیني بیا داسې پلان لري، چې د ولسمشر سره د لمونځ ادا کولو بعد هېواد څخه پښې سپکې کړي او بل هېواد ته د اخترلمانځنې په خاطر ولاړ شي، که چيرته زموږ وزيرصاحبان، د مستقيلو ادارو رئيسان، د پارلمان غړي، واليان او نور لوړپوړي چارواکي د هېواد څخه بهر اختر تېروي، پورته ذکر شويو کورنيو سره به غمرازي څوک کوي، څوک به د هغوی لاس نیوی کوی، څوک به يې زړه ته تسکين ورکوي، څوک به يې وهڅوي چې که دوی د خپلې کورنۍ يو غړی له لاسه ورکړی د افغانستان ټول حکومت يې ترشاه ولاړ دی، څوک به په ولاياتو کې د حکومت د پاليسو، کړنلارو، لاسته راوړنو او د سولې د بهير په اړه د عامو خلکو سره خبرې کوي.
که زموږ د ولسمشر ورور شهيدکېږي، ځانوژونکي حملې پرې کېږي، د وطن واړه او تنکي ځوانان يې د نورو په لمسون ځانوژونکو حملو ته چمتو کېږي، او که هر څومره يې ژوند د نورو ټولو چارواکو او مسوولينو پرتله له ګواښ سره مخامخ دی، خو بيا هم د خپل خاص لطف، رحم، شفقت او مهربانۍ له مخې په مخالفو وروڼو غږ کوي، سولې ته يې رابولي، د ورورولۍ لاس ورکول غواړي، په يو ټغر ورسره ناسته او په يو دسترخوان ورسره ډوډۍ خوړل غواړي د خپل عاطفې له مخې هغه تنکي ځوانان چې ځانوژونکو حملو ته چمتو شوي وه، هغوی يې دې ته وهڅول، چې سبقونه ووايي، پرځای د دې چې د وطن په ورانولو کې ونډه واخلي، ولې د وطن په آبادولو کې برخه نه اخلي؟ ولې که نن هغوی زموږ بې ګناه او زورېدلي اولس ته غم ورکول غواړي سبا يې ولې د درد درمان نه شي؟ ولې که نن دوی نه پوهېږي، سبا به يې پر هر څه سرخلاص وي، د خپل دښمن او دوست په انتخاب کې به ښه پرېکړه کولای شي.
زه د خپلو لوړپوړو چارواکو څخه غوښتنه کوم، چې د خپل ولسمشر سره ملاتړي شي، د سولې، ملي پخلاينې، روغې جوړې او دې وطن ته د سوکالۍ راتګ کې يوځای رغنده رول اداء کړي.
او د ولسمشر څخه مې غوښتنه داده، چې يو هئيت دې وټاکي، د ټولو لوړپوړو چارواکو په اړه دې پلټنه وکړي، چې څومره په هېواد کې د هېوادوالو سره يوځای په مرکز، ولاياتو او ولسواليو کې اختر لمانځي او څومره يې د اختر لمانځلو په خاطر نورو هېوادونو ته تللي.
خدای(ج) دې وکړي چې د ولسمشر سره د لوړپوړو چارواکو ترڅنګ د افغانستان ټول وګړي لاس يو کړي، د ټولو کړنلارو يې ملاتړ وکړي او همېشه يې تر شاه ودرېږي، ترڅو هېواد ته سوله، نيکمرغي، خوشحالي او سوکالي راولي او د هغسې ژوندانه څښتنان شوه، کوم چې د نړۍ نور وګړي يې لري.
په همدې هيله
دومره عظیم الشان لوی پاراګراف خو د اسماعیل یون د هیله مجلې په سریزه کې هم نه وه، دا څه کوي دا؟ د دې له پاره چې لیکنه مو روانه راشي لومړی پاراګراف همیشه کوچنی ولیکئ او کوشش وکړئ چې یوازې یوه جمله ولري، ورپسې په دویم هم ډېر زور مه اچوئ او په درېیم کې چې تاسو لوستونکی سټارټ کړی وي کولی شئ چې هر بلا او بدتر ور واچوئ.