ځانګړي راپور:قریب الرحمن شهاب

غلام صديق “مخترع” وايي چې، درې سوه څلور څلويښت (344) اختراعات او ابتکارات يې کړې خو افغان حکومت ورته هيڅ پام نه دى کړى او د دې پر ځاى چې ويې ستايي مايوسه کړى يې دى.

دغه سپين ږېرى افغان همدا راز وايي چې د نړۍ يو شمېر هېوادونو يې اختراعات غلا کړي، او يا هم  د ده له روزل شويو کسانو کار اخلي، خو خپله افغانستان کې ورڅخه هېڅ ګټه نه ده اخېستل شوې.

غلام صديق “مخترع” له افغان اسلامي اژانس سره په مرکه کې وويل، لسګونو دولتي بنسټونو ته يې د خپلو اختراعاتو د ودې په موخه عريضې کړې، چې چارواکو منلې او د قبولۍ مکتوبونه يې ورکړې؛ خو تر قبولۍ ورسته يې په چارو کې خنډونه رامنځ ته شوي، او يا هم د هغوى د ودې په موخه رشوت ترې غوښتل شوى.

په خپلو اختراعاتو کې د ده په نظر غوره اختراع د اوبو هغه واټر پمپ دى چې له بريښنا پرته له روانو اوبو څخه د پنځوس مترو په ارتفاع دوه انچه اوبه خيژوي او په خبره يې د نړۍ په هيڅ هېواد کې داسې څه نشته.

د “مخترع” په وينا که اختراعاتو ته يې پام شوى واى او وده ورکړل شوې واى نن به په افغانستان کې د نورو هېوادونو د سوال غنم او اوړه په لوړه بيه نه خرڅېدل بلکې زرګونه جريبه دښتې به د هغه واټرپمپ په مرسته خړوبې واى چې ده جوړ کړى.

“مخترع”  د افغان اسلامي اژانس خبريال ته د خپلو لسګونه اختراعاتو نوملړ، رسمي، تاييدونه او ډولونه وښودل، چې پکې د بريښنا د سپما په موخه لمرۍ اب ګرمي، د ناروغيو د سرايت د مخنيوي په موخه د لاس مينځلو وسيله، د زړو موبلايلو څخه بيرته د يوه اندازه پاکو موبلايلو ايستلو ماشين، د موټر د لوګي د تصفيې په موخه يوه کوچنۍ دستګاه، د موټرو د چپه کېدو د مخنيوي په موخه يوه بله اله، بې بريښنا راډيو، او لسګونه نور توکي شامل دي.

هغه په خپلو خبرو کې همدراز زياته کړه (زما دوه شاګردان دي يو يې په استراليا او بل يې په کاناډا کې اوسيږي چې هغو حکومتونو لويې اسانتياوې ورکړې او هلته کار کوي، خو زما هغه واټرپمپ چې په مياشت کې يوه قطۍ ګريس لګښت لري، له ماسره به يو ځاى مړ شي؛ ځکه چا وده ورنه کړه، او کله چې دولتي ادارو ته ورځم ليونى مې بولي).

“مخترع” خورا ناهيلى ښکاري او وايي که نوره  مرسته څوک ورسره نه کوي، لږ تر لږه هغه څه دې د راتلونکو نسلونو لپاره د يو کتاب په بڼه را ټول کړي، چې ده جوړ کړي، يا دې هم ورته شاګردان ورکړل شي چې له ده زده کړه وکړي.

هغه د ځان لپاره تر ټولو ښه دوره د ډاکتر نجيب الله واکمني بولي، چې په وينا يې د کابل اويا سلنه وګړو د ده په لاس له جوړو شويو لمري اب ګرميو ګټه اخيسته چې له بريښنا سره په يو وخت کې اوبه  جوش کوي.

د کرنې، پوهنې، روغتيا او مخابراتو وزارتونه او ګڼ نور رياستونه هغه ځايونه دي چې غلام صديق “مخترع” ته يې د هغه د جلا جلا اختراعاتو د ودې رسمي مکتوبونه ورکړي او د لومړني افغان مخترع لقب ورکړل شوى؛ خو دا مکتوبونه ټول  ورسره د کاغذ پرمخ پراته او د پلي کولو څوک يې نشته.

بې موټروانه موټر او افغان الوتکه دوه هغه طرحې دي چې مخترع وايي له نن نه ديرش کاله مخکې يې جوړې کړې وې؛ خو د وسايلو او ځاى د نشتوالي له امله همداسې پاتې شوې چې اوس جاپان او امريکا د بې موټروانه موټر د جوړيدو خبر ورکړى، خو د ده دغه طرحه لا هم يوازې د همده سره پاتې ده.

غلام صديق “مخترع” د وردګ ولايت د سيد اباد د ولسوالۍ د تنګي درې د امير کلا  اوسيدونکى دى، خو اوس د کابل په ښار کې ژوند کوي.

“مخترع” د کابل په لويديځه برخه کې يو زوړ دوکان په کرايه نيولى او په خپل ورکشاپ کې يې له باد يا شمال څخه د ګټې اخيستنې ګڼ توکي ايښي چې هر يو يې جلا ارزښت لري.

د “مخترع” په ژوند کې جالبه داده چې ښوونځى ېې نه دى لوستى؛ هغه وايي په خپلو اختراعاتو کې يې ډير پام د چاپيريال ساتنې، کرنې  سکتور د ودې، د بريښنا د سپما او له طبيعي وړيا منابعو څخه ګټه اخستلو ته کړى.

نوموړى وايي چې نږدې سل اختراعات يې په مختلفو ملي لابراتوارونو کې ازمويل شوي او ټول يې بريالي اعلان شوي خو وده نه ده ورکړل شوې.

صديق “مخترع” افغان اسلامي اژانس ته وويل، چې دا مهال د ساينس او تکنالوژۍ په رياست کې مامور دى؛ خو ماموريت يې يوازې نمايشي بڼه لري او هلته نه کومه تکنالوژي شته او نه  هم د ساينس په اړه بل څه.

مخترع ځان نږدې څلور اويا کلن بولي؛ خو له فزيکي پلوه داسې ښکاري چې نور د کومې اختراع او ابتکار توان نه لري، دى  د سر او سترګو په ناروغۍ هم اخته دى؛ خو ورته د نه پاملرنې له امله د خپلې درملنې مالي توان هم نه لري.

“مخترع” د افغان مخترعينو يوه کوچنۍ بېلګه ده د ده په څېر لسګونه نور افغان مخترعين هم د ده په برخليک اخته دي چې د حکومت او نورو بنسټونو پام ورته ښايي کلونه وخت ونيسي.

بايد وويل شي چې په افغانستان کې يو شمير نور د نبوغ  څښتنانو هم ډول ډول اختراعات کړي چې تر ټولو وروستۍ يې په نيمروز کې د يو افغان لخوا د بې پيلوټه الوتکې جوړول دي، او له هغې وړاندې د يو افغان لخوا د داسې طبي الې جوړول چې د ماتو هډونو درملنه کوي، او نړيوالو هم منلې ده، خو په افغانستان کې روان حالت او د چارواکو ناغيړۍ افغان ولس له دې محروم کړى چې له خپلو توليداتو او اختراعاتو ګټه واخلي.

7 thoughts on “افغان مخترع وايي چې يو شمير هيوادونه يې له اختراعاتو ګټه پورته کوي”
  1. درنو تاندوالو سلامونه او نېکې هيلې! دغه انځور د غلام صديق مخترع نه دی، بلکې د صديق افغان، چې د فلسفي رياضي کارپوه دی، دئ، نو هڅه وکړئ او د غلم صديق مخترع، چې وردګ هم تخلض کوي راپيدا کړئ او له صديق لابراتوار سره يې غلط نه کړئ. بريالي اوسئ.
    ستاسو د بري په تمه.
    لمر

  2. سلامونه
    وروره که زما دا پیغام محترم مخترع صاحب ته ورسوی..ډیره مننه به مو وی
    زه اوس مهال په عربی متحده اماراتو کی یم. خو که مخترع صاحب دا په یو کیسټ
    کی ثبت کی . چی کله درشم نو بیا به یو وخت له ده سر ووینم تر څو ضایع نشی .
    که زما د وس په مطابق څه کیدل نو خپله مرسته به تری ونه سپموم. کوشش به وکړم
    نر څو یی په کتابی بڼه سره له تصویرو چاپ ته ورسوم. مننه

  3. تر هرڅه د مخه د تاند بریښنایی ورځپاڼی والو ته سلامونه او نیکی هیلی!
    درنو چلوونکیو ستاسو له دی کارڅخه یوه نړۍ مننه چی دا د غریب هیوا د تر خاورو لاندی پټ لعل مو یو څلی بیا د افغانستان خلکو ته وروښودلو. په رښتیا هم دا زموږ د جنګ،بی سوادۍ او بیوزلۍ ځپلی هیواد لپاره لویه غمیزه او بد بختی ده چی د داسی علمی پانګواوماغزو نه کارنه اخلو او تل په نورو پسی په ړندو سترګو ځغلو. دلته به هغه دفلسطینی شاعر(جبران خلیل جبران) مقولی لیکل پر ځای وی چی وایی: د رحم وړدۍ هغه قوم چی د عقیدو نه ډک اما له مذهب نه تش وی، یا داچی: د ترحم وړدۍ هغه ملت چی بزګر یی پخپل پټی کی پنبه نه کری مګر د پنبی ټوکران له بهر نه راوړی!!!
    اوس به راشو د ښاغلی ډاکتر لمر لنډی تبصری ته کوم د غلط فهمۍ ښکار شویدۍ! او هغه دا چی نوموړۍ صدیق مخترع یی دصدیق افغان سره غلط کړیدۍ! دنوموړی ډاکترصاحب په ځواب کی به ووایم چی همدا اوس زما عمرتر ۵۶ کالو اوړی او زه د سیدآباد لیسی په اووم یاآتم ټولګی کی زده کوونکۍ وم چی غلام صدیق مخترع په هغه وخت ګی د سید آباد لیسی ته چی په هغه وخت منځنۍ ښونځۍ وه یوه داسی آله راوړی وه چی د لرګی وړه صندوقچه غوندی وه او په تور ټوکر کی پوښل شوی وه چی کله به هغی باندی چالانه راډیو کښیښوول شوه هغه به خاموش کیده او که به خاموشه راډیو ورباندی کښیښو دل شوه هغه به بیا چالانیدله.ښاغلۍډاکټر لمر ستاسو خبره سمه نه ده او هغه اصلاح کړۍ ښاغلۍ غلام صدیق مخترع دۍاوهغه هم د وردګو د سید آباد د تنګی دری د قلعهً امیر اوسیدونکۍ دۍ.
    او هغه بل صدیق افغان زما سره په هوایی او هوایی مدافعی پوهنتون کی د ۱۳۶۰نه تر جوزا ۱۳۶۱ کال پوری دعسکری مکلفیت دوری په مهال دریاضی ښوونکۍ یا استاد وه چی د نومړی ریاضی د هماغی پوهنتون په لیول هیڅکله هم تر لیمیټ پوری ونه رسیده مګر دریم جذربه یی ډیرپه سرعت وایه اوهمدا یی ابتکار وو.

  4. Muhammad Sabir ورور جانه مې تر نږدې درې ساعته خبرې په وایس ریکارډر کې ثبت کړې؛ خو اوس مخترع بیچاره په سخت حالت کې دی کلک ناروغ دی او خورا بې وسه.

  5. زمونږ دولتونو له ډېره وخته څخه د افغانستان د ودې او پرمختيا د پاره څه ندي کړي اوداسې يو مشر خدای راپیرزو نکړ چې د غازي امان اله غوندې د وطن د پرمختګ په لارو چارو علمي او فلسفي فکر وکړي ، په یویشتمه پیړۍ کې پاپړ د پاکستان څخه واردوو ، اود لوړو تحصيلاتو لپاره دواسطي خاوندان بیسوادان بهر ته استوو خو په خپل کور کې نابغه مو د ژوند په وروستیو شیبو کې فرياد کوی ، چیغې وهي ليکن اوریدلو والا خو نشته او چې څوک ېې ور واوروی وايي هغه لیونئ دئ ـ خو دې لیوني پسې به ېې پس دمرګه ژاړو

  6. د کابل پولي تخنیک پوهنتون استادانو ته
    محترمو استادانو فکر نه کوئ چې ستاسو د محصلانو لپاره به د مونوګراف بهترینه موضوع همدا وي.

  7. ددی وطن په نصیب ندی رسیدلی خلک««»» چی یی میندلی دی په کاڼو یی ویشتلی خلک

ځواب ورکول Q. shahab ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *