تاند- زرګونو افغان مظاهره چیانو پرون /جمعه/ په سپین بولدک کې د پاکستان له لوري د دوستۍ باب په نوم پر دروازې هجوم ورووړ.

پاکستاني رسنۍ وايي، دا دروازه پرون د افغانستان د خپلواکۍ له ورځې سره په یو وخت بنده وه.

د پاکستان (پاک تریبیون) ورځپاڼې لیکلي چې افغان مظاهره چیانو په تورخم کې د دوستۍ دروازه تخریب کړې خو پاکستان ټوډې بیا ویلي چې دا پېښه په سپین بولدک کې شوې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانانو لاریون، چې له سپین بولدکه پیل شوی و، تر دروازې یې دوام وکړ. لاریونوالو په سپین بولدک کې د دوستۍ باب په نوم پر دروازې د تیږو وارونه وکړل، د هغې کړکۍ او دروازې یې ورماتې کړې.

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې قهریدلیو افغانانو د پاکستان بیرغونه هم وسوځول څو په دې توګه له پاکستانه خپله کرکه وښيي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې په دې وخت کې افغان امنیتي ځواکونه حاضر ول خو د خپلو خلکو مخه یې ونه نیوله.

له دې پېښې وروسته پاکستان دروازه بنده کړه او اوس له دې لارې د خلکو او موټرو تګ راتګ بند دی.

4 thoughts on “افغان مظاهره چیانو د پاکستان د دوستۍ پر دروازې برید وکړ”
  1. وروره املایی غلطی درنه شوی تورخم چیری او سپین بولدک چیری
    دغه پیښه د چمن پر پاک افغان دروازه شوی ده

  2. دتل لپاره ددروازه بنده کړی موږ نور ښه منا سبات ساتل له دښمن سره نه غواړو دښمن ته په سوک ګزار ورکوو .

  3. پښتانه چې څوک په لر او بر کې وېشي
    خدايه لر او بر يې ووېشې چې ورک شي

    چې درنښت مو د يوالي کتی نه شي
    خدايه باد يې کړې بڼه بڼه چې سپک شي

ځواب ورکول حکمت الله رښتین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *