سردار محمد همدرد

کله چې په افغان خاوره د روس سرو لښکرو يرغل راوړ نو، افغانانو ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ايران ته مهاجرتونه او کډوالي پيل کړه.

د نورو هېوادونو ترڅنګ پاکستان او ايران کې افغان مهاجر ډېر وځورېدل، او له نږدې درې لسيزو تر اوسه ځوريږي.

کله چې افغانان پاکستان او نورو هېوادونو ته کډوال سول، نو طبعي خبره ده چې له ډېرو ستونزو سره مخ سول، چې لويه ستونزه يې سرپنا، زده کړه، کار او ټولنيز ژوند و. په لومړيو کې د بېلابېلو بهرنيو مرسته کوونکو لخوا مهاجرو سره مرستې پيل سوې چې په مرستو کې هم پاکستان او ايران ګڼ امتيازات واخيستل، خپل جوالونه يې پرې ډک کړل.

خو افغانانو نه سرپنا پيدا کړه، نه د زده کړو حق په پوره توګه ورکول سو او نه ورته د کار زمينه برابره سوه، خپله چې افغانانو په خپل همت ځانته سرپنا پيدا کړې وه، له هغې به د پاکستان حکومت لخوا په په يوه تور او بل تور په زوره ايستل کېدل، زندانونو ته به يې بېول او د څو پيسو په بدل کې به يې خوشې کول.

يو ملګري مې کيسه کوله: ((همدا اوس ورځو کې کوېټه ښار کې يو افغان و چې خپله مېرمن يې د کوټې په يو روغتون کې بستر کړې وه، دی له روغتون د باندې وتلی و غوښتل يې يو څه توکي ناروغ ته واخلي، چې د پوليسو لخوا ونيول سو، ووهل سو او په داسې حال کې چې هيڅ تور ورباندې نه و فقط يې مېرمن د درملنې لپاره روغتون ته بېولې وه، خو د پوليسو لخوا بندي سو.))

نو زموږ د افغان مهاجرينو دا دېرش کاله دغه حال دی، خو افغان ډيپلوماټان، سفيران او په ځانګړي ډول د افغانستان بهرنيو چارو وزارت، او د بېرته راستنيدونکو چارو وزات پټه خوله ناست دي، نه کومه منظمه پاليسي لري او نه کوم پلان لري، فقط څو نمايشي خبرې دي چې په رسنيو کې يې واړوي را واړوي او بيا چپه خوله کښېني.

تر ټولو ډېر په پاکستان کې افغان مهاجرين په هغه سيمو کې ځورول کيږي چې پښتني سيمي دي، پښتانه پښتانه ځوروي.

په مجموع کې د عامو خلکو لخوا دومره ستونزه نه ليدل کيږي، ځکه د پولې دواړه غاړو ته که په پاکستان کې افغان مهاجر دي او که ايران کې دي، له ځايي خلکو سره يې رښتې او خپلوۍ کړي دي، ستونزه افغان مهاجرو ته د پاکستان او ايران دولتونو جوړه کړې چې ډېر ظلمونه د افغانانو سره وسول او لا هم کيږي خو زموږ چارواکي پټه خوله دي.

توپيري چلند ورسره کيږي، ربړول کيږي، وهل کيږي، بنديان کيږي او بالاخره پيسې ترې اخيستل کيږي، په يو او بل تور له کورونو ايستل کيږي.

يوه لويه ستونزه د اسنادو ده، پاکستان وايي، افغان مهاجر بايد اسناد جوړ کړي، څو وار يې اسناد جوړ کړل، کارتونه يې جوړ کړل، خو کله چې پاکستان له افغانستان سره په سياسي ډګر کې مات سي نو بيا زور له افغان مهاجرو باسي، بيا نه اسناد منل کيږي او نه کارتونه.

UNHCR هم کوم خاص نه کار نه دی کړی چې له مخې يې مهاجر هوسا سي، ستونزې يې حل سي، دا هم تش په نو�� د مهاجرو استازيتوب کوي، ټول ژوند يې په په پلټنه او نوم شمېرنه کې تېر سو، خو افغانان بې زده کړې لوی سول، د کار کولو فرصت ورته نسته او سرپناه نه لري نو د UNHCR شتون څه مانا؟

فقط ځينې وخت راسي په پروژه يې ډول يو څه وکړي خو په اساسي ډول يې د افغان مهاجرينو ستونزه نه ده حل کړي او په دې برخه کې پاتې راغلي.

دا نن سبا چې موږ خبريږو، په ايران او پاکستان کې د افغان مهاجرو سره ډېر بد چلند کيږي، حتی ځينې کسان مې وليدل چې خپل کورونه يې هلته پريښي خو د ايران او پاکستان د حکومتونو له ظلمونو يې ځانونه راخلاص کړي او هېواد ته په ډېر بد حالت کې راغلي دي.

په پاکستان او ايران کې زموږ ډيپلوماټان تش په نوم ناست دي، دوی هيڅ نه دي کړي، يوه ورځ يې هم د خپل هېواد په خاطر د خپلو هېوادواولو پوښتنه نه ده کړې او نه يې د دوی پر ستونزو غور کړی.

د پخواني جمهور رئيس کرزي د حکومت په موده کې خو زموږ ډيپلوماټانو تش په نوم وخت تېر کړ.

په لومړيو کې سفارتونه، بيا د افغانستان بهرنيو چارو او د کډوالو چارو وزارتونه بايد د افغان مهاجرو لپاره منظمه او بريالۍ پاليسي جوړه کړي، د دوی پر ستونزو دې غور وکړي، په هېواد کې د دوی لپاره د سرپنا او کار زمينه برابره کړي او بيا يې دې راوغواړي، دا کډوال چې دومره سختې او خوارۍ پر ځان تېروي، د پرديو ملکونو د ظالمو چارواکو ظلمونه يې پر ځان منلي دي نو مجبوره دي ځکه خپل هېواد ته نه راځي، چې خپل هېواد ته راسي، چېرې واړوي او کوم کار وکړي چې ځان ته پرې ژوند برابر کړي؟

د نوي ملي يووالي حکومت ته مې وړانديز دا دی چې تېر حکومت خو د افغان مهاجرو د حقوقو غوښتلو، پوښتنې کولو په برخه کې پاتې راغی او هيڅ يې ونه کړل، خو د ملي يووالي حکومت بايد په دې برخه کې نوې طرحې جوړې کړي، د افغان مهاجرو په ستونزو دې غور وکړي او له هرې لارې چې شونې وي بايد ستونزې يې حل کړي.

تش په نوم ډيپلوماټان زما د افغان مهاجرو ستونزې نه سي حلولی، د کار خلک بايد د سفيرانو په توګه وګمارل سي ترڅو د افغان مهاجرو او نورو برخو کې د خلکو رښتينی خدمت وکړي.

2 thoughts on “افغان مهاجر او ناکام ډيپلوماټان / سردار محمد همدرد”
  1. سلام؛ سردار م. وروره رښتیا واېې.
    ما خپله له کورنۍ سره مې لس کاله پیښور کې تیر کړي. له تورخم نه تر اټکه، او له ببرک تاڼې تر ټل او کوهاټه ،چې به کله تلم نو همدا پښتنو! ملیشه او پولیس والاوو به افغانان په یوه یا بله بانه ځورول او په پای کې به ېې پیسې ترې اخیستلې؛ او دا یوه عامه اصطلاح ګرځول سوې وه چې قاېدِ اعظم پاکستانیانو ته وصیت کړی چې هر څوک د دنیا له هر ځایه پاکستان له راغلل، بیرته باید په ډکو جیبونو وءنهء وځي ! خو دا وصیت د تش په نامء پشتنو یا پختنو له خوا په ډیره بی شرمۍ د پښتونخوا په علاقو کې اِجرا کیژي او له وزیراعلا نه نیولې تر سناټورانو او دوه سره خانانو ا.د.ن. آن تر تش په نامه افغاني ډیپلوماتانو له پلوه هیڅ عکس العمل نه ښودل کیږي او فکر کوم ټول به د آی اِس آی د جرنیل همېد غول په کلدارو مردارو مست وي!. حیف د اِسلام او پښتونولئ نوم چې دا چټلستان باندې چلیږي!. په افغانستان کې چې څومره پنجابیان یا تش په نامء پوختانء وي باید وایستل شي او یا ورته چلند ورسره وشي ؛ یو بل داوءود خان په کار دی!!؛ دعوامو خلګو وروري حتا پنجابی؛سندهی، کشمیری او بلوڅي له پښتنو او افغانانو سره تر ډیره حده لکه سردار م. ورور چې لیکلي په متقابلو خپلوۍ او تاریخي اړیکو استوارې وې اودي؛مګر، مکرجن ېې شریفان او اجنټان.

  2. ګرانه وروره دپاکستان اوایران اویانوربل کوم مملکت څخه مونژهیڅ نوعه ګیله نه لروځکه هغه بل مملکت ده ځان ته نظام لری ځان ته قانون لری نوکله هم چی کوم مملکت ته څوک رازی اوهلته یی قدرکم وی بی عزتی ورته پیښیژی نودهغه ملت دمشرانولپاره په کارده چی ددی کارلپاره ترڅودخپل کورنی یاخپل ټاټوبی قدرپه نظرکی نیولودپاره ددغسی مشکلات څخه خلاص شی دحل لاری چاری وسنجوی نواوس رازودغه مسله ته چی تراوسه پوری تقریبا۱۳ تر۱۴ کلوپوری په افغانستان کی حکومت راغلی ډیری پیسی ولاړی کمکونه وشو پروژی رالی په هربرخه کی کمکونه راغللی نودغه ټولی پیسی دچالاسوته ولاړ څه کارونه یی پری انجام کړی آیاسړکونه موجوړی شوی ،برق فعال شو ،کارخانی جوړی شوی ،دمظلوم اوبیچاره ولس ستونزی حل شوی ،مهاجرینوته کورونه جوړ شو ،دخلکولپاره دکارزمینه مساعد شو ،زراعت اوصنعت په بښوودریده ،امنیت راغی ،دتعلیم کچه لوړه شوه ،اقتصادموپه پښوودریده اویاچه پیسی شخصی جیبوته لاړ شخصی تعمیرونه شخصی موټران ،شخصی جایدادونه په خارج اوداخل کی دزورمندانوله خواواخیستل شو نوکه له ځان سره فکروکړوزمونژمشران بایدله پاکستان ایران اونورممالک څخه ډیرتشکری وکړی چی زمونژمشران یی داسی مصروف کړی چی دخدمت وخت یی ورڅخه اخیستی تجارتونه یی ورته پراخه کړی دخارجی سفرونه زمینی یی ورته برابری کړی ددوی دزمنواوخپلوانولپاره یی ښکلی ښکلی پوهنتونونه ایجادکړی دغلا ،بدبختی ،بی امنیتی ،قتل ،رشوت …….کړنه یی ډیره اسانه کړی دسیاسی پناه ځایونه یی ورته جوړی کړی نودغریب ،مهاجر،غم دیده کورنیوته دوخت نه درلودلوله کبله مونژهیڅکله هم دوی نه ګرموو دوی بایداول ځان جوړکړی بیاکه وخت وو اوددوی اوددوی دبادارانوخوښه وه بیابه پری غوروکړی هغه یومتل ده چی اول ځان ده بیاجهان
    مننه

ځواب ورکول خالدمخلص ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *