د پنځه کلن مرتضا احمدي فوټو خو به مو کتلی وي، هغه د ارجنټایني فوټبالر مېسي یو کوچنۍ مینه وال دی، او مېسي سره یې دومره مینه ده، چې خپل ورور ورله د پلاسټک د کڅوړې نه کمیس جوړ کړ ، او پرې مېسي ولیکو.

مرتضا د افغانستان د غزني سره تعلق لري، د هغه په ماشومو او معصومو سترګو کې ګڼې داسې پوښتنې دي لکه هغه په یو پوچ بال د فوټبال لوبه کوي، د لوبو د جامو اخیستو وس نه لري، او نه په غزني کې د فټبال میدان لري، خو بیا یې هم همت او د فوټبال او مېسي سره خپله مینه نده پریښودې.

په افغانستان کې به داسې څومره نور ماشومان وي ، چې په سترګو کې د خپل راتلونکي په اړه په زرګونو پوښتنې لري ، هغوي دا پوښتنې له تا او ما لري، د خپل مور پلاره او چاپیریاله ، چې د دوی د سباؤن لپاره موږ څه وکړل.

صاحب شاه صابر وایې:

یو پرهر مې روغ نشو

یو خوب مې ریښتیا نشو

نور خوبونه نه وینم

دا یوازې د مرتضا خوب ندی دا په لکونو د هغو ماشومانو خوبونه دي، چې په پښو کې پیزار نه لري، او په تن جامه. او بیا هم په دغه وړوکي او ماشوم وجود د خپل کور ذمه واري اخلې.

هڅې دا فکر مو چیرته کړی چې په غربې نړۍ کې مور پلار ، کورنۍ ، حکومتونه او ټولنې د خپلو ماشومانو څومره خیال ساتې، څومره ښه روزنه یې کوي، او بیا زمونږ په سیمو کې ماشومان له کومو ستونزو تیریږي، د دواړو مقابله نشې کیدای.

نا امنیو هر افغان ماشوم ته درد رسولی دی، هغه یې له محرومۍ سره مخامخ کړی دی، او د هغه ژوند کې یې بې وخته مسلې پیدا کړې دي.

دا که د باچا خان پر پوهنتون د وژل شوي پروفیسر حامد حسین د زوي د خپل پلار د قبر سره عکس دی ، او که د جمرود په بمي چاودنه کې د څلور کلن شاه زیب فوټو چې په سړک یي مړی پروت دی. دا ټول عکسونه خبرې کوي، دا پوښتنې لري چې څنګ د وخت جبر په خپله څپېړه وهلي دي.

او دا یوازې شاهزیب ندی چې مړی یي په سړک پروت دی، داسې ډیرې کیسې دي چې په سوات ، وزیرستان او پکتیا او پکتیکا کې مخې ته راغلې دي.

دا که د پېښور د ارمي پبلک سکول د وژل شوو ماشومانو مړي وو، چې ځنې پکې د پیژنګلو وتلې وو، او که د پکتیکا د والي بال په لوبغاړو بمي برید وو، دغې ټولو پېښو د افغان پښتون ماشوم وجود په ګولیو او مرمیو سورې کړی دی. او اوس هم لا دښمن ستا په سبا د ګوزار منصوبې جوړوي. او ستا ماشوم له تا پوښتنه کوي، چې ته به د خپل بر کلي ورور سره په دې مبارزه کې یو ځای شې چې خپل دښمن ختم کړې؟ او که نه اوس به هم تربګني او تربورولي پالې. دا اوس ستاسو خوښه ده…….

هر پرهر مې هغسې ــــــــ څړیکې کوي اور کوي

خوږ ځیګر مې هغسې ــــــــ سترګو ته پېغور کوي

ځان ته ملامته شوم

یو خوب مې ریښتیا نشو

نور خوبونه نه وینم

One thought on “افغان مېسي او واړه خوبونه/ فرخنده اسد”
  1. دغه نه میسي ده او نه پپسي، دا په لوی لاس د هزاره ګانو د برترۍ له پاره د نړیوالو اېن جي او ګانو پروګرامونه دي.‌

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *