ندیم اشرف

نېشنلیزم یوه ډله یا حرکت دی چې د ازادۍ او د یوه هېواد د ملت د خپلواکۍ لپاره د استبدادي رژیمونو او بهرني اشغال په وړاندې مقابله کوي. دا ډول نېشنلیزم د ازادۍ له ارزښتونو د دفاع په موخه چې اصلي هدف یې له امپریالیزم او استعمار سره مبارزه او د یو ملي خپلواک حکومت لپاره هڅه ده.

نېشنلیزم ملتپالنه، هېواد پالنه/ هېواد دوستي او د هېواد لپاره د خپلواکۍ غوښتنه ده. نېشنلیزم یو فکري مکتب دی چې خپل نژاد، ملت، حاکمیت او ملي ارزښتونه د نورو هېوادونو او ډلو په نسبت ښه بولي.

د نژاد ښه والي فکر په شلمه پېړۍ کې په المان کې د هټلر او ایټالیا کې د موسولیني لخوا رامنځته شو.

د دې فکري مکتب اصلي د بیان وړ نقطې چې په هغې ټینګار کوي عبارت دي له؛ د نژاد ښه توب، سخت دریځی بهرنی سیاست، ملي ارزښتونو ته لومړیتوب ورکول او د نورو په نسبت ناسم فکر. د دې ډول نېشنلیزم یا نېشنلیسټانو هدف له استعار خلاصون، خپلواک بهرنی سیاست، د نژاد ښه توب او د هېوادني ارزښتونو ساتنه ده.

په دریمه نړۍ کې عموما نېشنلیسټي فعالیتونه له همدې ډلې حسابېږي، چې له نورو ملتونو لرې والی ښيي او نه غواړي چې خپل ملت له نورو سره پرتله کړي. نژاد، ژبه، کلتور او ټولنیز اصول د نورو ملتونو په پرتله غوره ګڼي او د نورو ملتونو ارزښتونه او کلتورنه سپک ورته ښکاري.

له بنسټ څخه نېشنلیسټي فکر له اسلامي اصولو سره لرې والی لري او یوازې په هغه څه ټینګار کوي چې د یو هېواد ملت یې غواړي. کله چې اسلامي اصول او نېشنلیسټي فعالیتونه په ټکر کې راځي نو له اسلامي اصولو تېرېږي او د ملت غوښتنو ته ترجیح ورکوي.

نېشنلیزم د نورو حقوق په نظر کې نه نیسي چې عقلا باید تر انتقاد لاندې ونیول شي، ځکه یوازې خلک او ملتونه په یو او بل نوم باندې ویشي چې ارزښتونه هم بېلږي او دا بیا د ملتونو د تقابل لامل کېږي.

نېښنلیزم په اوس کې په اسلامي هېوادنو کې تر نورو زیات پرمختګ کړی دی، عرب له عجم سره، عجم له عرب سره، ترکان بیا له نورو سره او نژادونه یې هم په تقابل کې واقع کړي دي.

نېشنلیزم یوه ټولنه له بهرني کلتوري اشغال ژغوري خو زیانونه هم لري، ځکه دا ملت په نړیواله کچه منزوي کېږي، له نورو سره یې اړیکې ختمېږي او په ټوله کې د پرمختګ مخه هم نیسي.

نېشنلیزم ډېر ډولونه لري، خو افغانستان په کور دننه له قومي، ژبني او نژادي نېشنلیزم سره لاس او ګرېوان دی چې تاریخي مخینه لري. د نړۍ په کچه د نېشنلیزم له امله له تېرو دوو پېړیو قومي شخړې راپورته شوي، خو په افغانستان کې د اوس خطرناک حاکم نېشنلیزم د قوت شاوخوا څلور لسیزې کېږي.

قومي نېښنلیزم د فرهنګ د خطر په بهانه او د دې په بهانه چې ګواکې د قوم ارزښتونه یې تر پښو لاندې کېږي په یو هېواد کې له بل قوم سره د جنګ لپاره او یا د تقابل لپاره میدان ته دانګي.

افغانستان د ډېرو قومونو کور دی، دا پدیده اوس په ډېرې خطرناکې او وژونکې ټولنیزې ناروغۍ بدله شوي. یوه بله د یادونې وړ نقطه دا ده چې دلته نېشنلیزم یوازې داخلي بڼه خپله کړې چې قومونه، نژادونه او کلتورونه یې ویشلي، که دا چېرته یو ملي نېشنلیزم وای دومره زیان مو نه کاوه. په هغه صورت کې به مونږ له ملي ارزښتونو دفاع کوله او که چېرته تقابل ته هم تللی نو له یو بل ملت سره به مو ټکر راته.

خو بد بختانه اوس دا نېشنلیزم یوازې داخلي بڼه لري چې د داخلي ټکرونو لامل شوی. افغانتسان کې ملي فکره خلک نېشنلیزم ځکه بد یادوي چې فکر کوي دلته یې قومونه ویشلي. خو په اصل کې دا د نېشنلیزم په نوم د داخلي تعصبونو او کشمکشونو اوج دی.

نېشنلیزم د یو ملت د ګډو موخو دفاع کوي خو هغه فعالیتونه چې د یو ملت ګډې ګټې نه خوندې کوي کوچنی سیاستونه او داخلي تعصبونه دي.

په دې کې زیات رول مشران لري چې د قوم او ژبې په نوم تر خپل نفو‌‌ذ لاندې خلک تر اغېز لاندې راولي او ناسمو کړنو ته یې کاږي او د قوم ځپنې په نوم تبلیغات کوي.

استاد غفور لېوال وايي چې افغان محوره نېشنلیزم ته اړتیا ده چې باید پیاوړی شي. ځکه اوس په بېلا بېلو نومونو او ارزښتونو په افغانانو کې د وطن پالنې حس وژل شوی دی. مونږ ته ډېر واړه شیان او زیانمنونکې پدېدې مهمې راښودل شوي دي.

پاکستان په بلوچستان کې د وطن پالنې د حس د وژلو لپاره ډېری بنسټونه او مذهبي مراکز جوړ کړي چې خلکو ته له ازادۍ غوښتلو کرکه ورشي او په نورو کارونو یې مصروف کړي.

اوس په افغانستان کې نېشنلیزم قوي نه دی بلکې تعصوبیزم ته کار شوی چې دا د نېشنلیزم یا وطن پالنې په نوم د پردې تر شا وطن وېشنه ده.

4 thoughts on “افغان نیشنلیزم، که افغان سیکتریزم؟  لیکنه: ندیم اشرف”
  1. “د نژاد ښه والي فکر په شلمه پېړۍ کې په المان کې د هټلر او ایټالیا کې د موسولیني لخوا رامنځته شو. ”

    The concept of genetic superiority as political tool had applied much earlier than 1940’s the author referring to :

    Close by, application of ” cast system ” in India was based on genetic superiority to govern and be governed.

    In Afghanistan, brought in political immigrants were dubbed as genetically superior than the rest of all native Afghans combined. Even today, the namesakes of Gailanis and Mojaddidis genetic line are considered superior in Afghanistan.

  2. سلام
    روکی ندیم اشرف خانه!
    اول خو نشنلیزم او سکتریزم یو شی نه دي!
    دوهم دا چې اسلام په قرآني آیت کې فرمایلي؛ ژ.[مونږ تاسو شعوب او قبایل ( ملتونه او قومونه ) پیدا کړی یاست ترڅو سره وپېژنئ! په تحقیق تر ټولو اکرم (با عزته ) ستاسو په نزد د الله ج. کې ستاسو اتقیاء(متقیان،پرهیزګاران،)ديئ.].

    دریمه یادونه چې باید وکړم،څه وخت مخکې په یوه رسنۍ کې ښاغلي ع. قانع ، محترم پوهاند صیب م.ا.یون او هاغه خر-آسانی فدرام په یوه ډول یاد کړل!!؟؟. زما په نظر دا بالکل غلطه مقایسه او پرتله کول و او دي. اسباب او دلایل ېې لکه لمر روښانه دي؛ او همداسې ځینې هیوادوال د ولسمشر فکرونه او کړنې د ځینو قاتلینو، غاصبینو، مشرکینو، مفسدانو … سره په یوه ترازو کې اچوي؟؟. او ولسپالونکي او وطنپالونکي مشران د لڼډغرو سره تشبیه کوي! آیا دا انصاف دی، او آیا دا د منفی بافانو د فاشیزم سبب نه کیږي؟؟؟.

    1. “څه وخت مخکې په یوه رسنۍ کې ښاغلي ع. قانع ، محترم پوهاند صیب م.ا.یون او هاغه خر-آسانی فدرام په یوه ډول یاد کړل!!؟؟. ”

      Mr. Qani is correct. Because both Mr. Yoon and Mr. Padram have proven beyond doubt to pusess and express bigotry.

      “او همداسې ځینې هیوادوال د ولسمشر فکرونه او کړنې د ځینو قاتلینو، غاصبینو، مشرکینو، مفسدانو … سره په یوه ترازو کې اچوي؟؟”

      You are assuming that the president is a home-made national caracter.

  3. نشنلیزم یوازی او یوازی په سیاسی جغرافیا ( دولت )کی د تعریف وړ دی
    مثلاً د المان ټولنی په یوه تاریخی خاص پړاؤ کی د افراطی نشنلیزم ترخه تجربه نړیوالو ته وروښوده ددې خبری نه می مقصد دادی چه ځینی ټولنی او هیوادونه د واحد قوم او تبار او کلتور او ژبی او دین درلوونکی دی چه پدې صورت کی نشنلیسټی احساسات هری خواته د کشِش استعداد درلودای شی خو په افغانستان غوندی هیوادونو کی نشنلیسټی احساس ځکه منسجم او واحد او د مدیریت او کنټرول وړ ندی چه دلته تر نشنلیسټی
    احساساتو قومی او تباری احساساتو قوی بڼه واخیسته چه البته ددې احمقانه کار لومړنی مسئولین د سیمی او نړۍ ستر لوبغاړی دی او په دوهم ګام کی ئې مسئولین د همدې قومونو مشران ګڼل کیږی
    هندوستان د قومونو د تعدد او کثرت له نظره د نړۍ له غنی هیوادونو له ډلی شمېرل کیږی پدې هیواد کی هم نشنلیسټی احساسات قوی دی او هم قومی او تباری احساسات قوی دی خو لوی قدرتونه هم هڅه کوی چه د هند دموکراتیک سیسټم او نشنلیسټی عقائد همداسی قوی پاتی وی ځکه د هند د یو موټی دولت او حکومت او ملت ساتنه د لویو قدرتونو په ګټه او د قومی احساساتو پالنه او بېلوالی د لویو قدرتونو ګټو ته یو ستر ګواښ دی بناً د بحث نتیجه داده چه زموږ غوندی هیوادونو کی د قوم پرستۍ احساسات د استعمار په ګټه دی او هند غوندی هیواد کی د نشنلیسټی احساساتو تقویه د استعمار په ګټه ده

ځواب ورکول A. Halim Hakimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *